تازه سرليکونه
د (قران کريم) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د قرانکريم ظاهري او باطني آداب
  تعلیم الاسلام
  October 12, 2014
  0

د قران کریم ظاهري آداب

لومړى: په اوداسه به په ډېر عزت او ادب مخ پر قبله کښېني.

دوهم: د تلاوت په وخت کي به تلوارنه کوي په ترتيل او تجويد سره به يې وايي يعني په آرمتيا سره. سره د دې چي د حروفو د مخرجونو د اداء کولو خيال به  ساتي.

دريم: د ژړا کوښښ دي کوي که څه هم په تکليف سره  ځان ژړه غونى کړي.

څلورم: د رحمت او د عذاب د آيتونو حق دي اداء کوي لکه مخکي چي تېر سول.

پنځم: که چيري د ريا شک وي يا د بل مسلمان د تکليف او زيان وېره وي نو کرار دي يې وايي که نه نو په زوره دي يې وايي.

شپږم: قرآنکريم به په ښکلي آواز وايي ځکه د قرآنکريم په تلاوت کي د آواز پر ښکلا باندى په ډېرو حديثونو کي ټينګار سوى دئ.

 

د قران کريم باطني آداب

لومړى: د تلاوت په وخت کي به په زړه کي د قرآنکريم درنښت او لويي ساتي، چي د څومره لويي مرتبې کلام دئ.

دوهم: د الله جل جلاله لوى شان، لوى والى او لوړوالى به په زړه کي ساتي، چي د چا کلام دئ.

دريم: زړه به د وسوسو د خطرنو څخه پاک ساتي.

څلورم: په معنى کي دي يې غور او فکر کوي په خوند دي يې تلاوت کوي، ځکه نبىصلی الله علیه وسلم يو ځلي  ټوله شپه د دې آيت په لوستلوسره تېره کړه:

إِنْ تُعَذِّبْهُمْ فَإِنَّهُمْ عِبَادُكَ وَإِنْ تَغْفِرْ لَهُمْ فَإِنَّكَ أَنْتَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ. (المائده ۱۱۸)

ژباړه :(اې الله جل جلاله!) که ته دوى په عذاب کړې نو دوى ستا بندګان دي او که بخښنه ورته وکړې نو بېشکه ته غالب او د حکمت څښتن يې.
سعيد بن جبير رضي الله عنه يو واري  ټوله شپه په دې آيات تېره کړه:

وَامْتَازُوا الْيَوْمَ أَيُّهَا الْمُجْرِمُونَ. (یس ۵۸)

ژباړه : اې مجرمانو! نن ورځ (د قيامت په ورځ) (د فرمانبردارو انسانانو) څخه جلا سئ.

پنځم: کوم آيتونه چي تلاوت کوې نو زړه دي د هغوى تابع و ګرځوه د مثال په ډول که چيري د رحمت آيت ولولې نو زړه دي د خوشحالۍ ډک کړه او که د عذاب آيات راسي نو زړه دي د وېري څخه ورپوه.

شپږم: غوږونه به دومره متوجه کړي چي ګويا الله جل جلاله پخپله کلام فرمايي او دى يې اوري. الله جل جلاله دي يوازي پخپله مهربانۍ او فضل سره د دې آدابو سره د تلاوت توفيق ما او تاسو ته راکړي.

مسئله : دومره اندازه قرآن يادول چي لمونځ په روا کېږي پر هر مسلمان باندي فرض عين دي او د ټوله قرآنکريم يادول فرض کفايي دي که خداى جل جلاله مکړه هيڅوک حافظ نه وي ټوله مسلمانان ګنهکاران کېږي بلکي زرکشي رحمة الله علیه د ملا عالي قارى رحمة الله علیه څخه نقل کړى دئ: چي په کوم ښار يا کلي کي د قرآنکريم لوستونکى نه وي نو ټوله ګنهکاران دي اوس د ګمراهۍ او جهالت په زمانه کي عامه آوازه دا هم ده چي د قرآنکريم يادول بې فايدې کار دئ او د قرآنکريم الفاظ په تکرار سره لوستل بې عقلي بلل کېږي،  د الفاظو يادول يې د دماغ کمزورى بلل کېږى او د وخت ضايع کېدل بلل کېږي، که چيرى زموږ دا د بې دينۍ وبا خپره وي پر دغه موضوع به مي يو څه په تفصيل سره ليکلي واى خو دلته هره ادا مرض دئ او هر فکر د باطل لورى ته راخېژى پر کوم شى باندى ژاړې او د چا څخه شکايت کوې.

فَاِلى المشتکى والله المستعان.

ماخذ: فضايل اعمال، کندهارۍ پښتو

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته