رسول الله ﷺ فرمایلي دي: زه به پر حوضِ کوثر ستاسو څخه مخکي موجود یم، هر څوک چي زما حوض ته راسي هغه به یې ضرور ور څخه وچیښي او څوک چي د حوضِ کوثر څخه اوبه وچیښي هغه به هیڅکله تږی نه سي. ما ته به په حوض کوثر کي داسي خلګ هم راسي چي زه به یې وپیژنم او هغوی به ما وپیژني مګر زما او د دوی په منځ کي به حایل جوړ کړل سي (دوی به منع کړل سي). زه به ووایم چي دا خو زما د امت خلګ دي! ما ته به وویل سي چي تاسو نه یاست خبر چي دغو خلګو ستا وروسته په دین کي نوي بدعات او رسومات رامنځ ته کړي وه. نو زه به ووایم: چا چي زما وروسته په دین کي تبدیلي راوستل: هغه زما څخه لیري کړئ! لیري یې کړئ! (متفق علیه)