تازه سرليکونه
عربي یوه نړیواله علمي ژبه ده
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 7, 2019
  0

ژباړه: مولوي بخت محمد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


په عباسي دور کي عربي يوه نړيواله ژه وه، په هغه دور کي چي اسلامي کلتور او تمدن پر مختګ کړی وو او عربي ژبه د همدې تمدن ژبه وه پر همدي اساس او بسنټ باندي د يوناني او فارسي  ژبي څخه ډير کتانونه په عربي ژبه  وژباړه سول او علماء کرامو ډير کتابونه په هندسه، طب، رياضياتو او ساینس او نورو علومو کي په عربي وليکل بيا د همدغي عربي ژبي څخه ټول علوم و اروپا ته یوړل سوه چي پدې توګه عربي ژبي د غربي نړۍ د اوسني تمدن اساس تشکل کړی.


بيا پر عربو باندي د ضعف او کمزوري او د شاتګ ډير کلونه تير سول چي په هغو کلونو کي عرب د خپل دين څخه لري سول او خپله فصيحه عربي ژبه یې پريښول او لهجي يي استعمال کړې. په لهجو کي مستغرق سول او بيا غربي استعمار پري حمله وکړل او د اسلامي ثقافت او کلتور سره يي مبارزه پيل کړل او د فصيحي عربي ژبي سره يي هم مقابله شروع کړه او لهجي يي وستايلې.  بيا لهجي سره خورې ورې سوې، يو طرف ته مصري لهجه رامنځ ته سوه، بل طرف ته مغربي لهجه او دريمه لهجه د سوريه په نامه وپيژندل سوه او داسي نوري. هم دغي لهجي  د عربو د خپل منځي اختلاف او تفريق ذريعه او يو د بل څخه د ليري والي سبب وګرځيدې.


دا خپل منځي لیروالی پدې ډول رامنځ ته سو چي کله به یوه عرب د خپل ښار څخه د عربو بل ښار ته سفر کاوه  نو د هغه ښار د وګړو سره به په پوهاوي کي ستونزي پیدا کېدلې چي کله به هغوی په خپلو بعضو لهجو سره خبري اتري کولې. ، بيا به دده او د دوی ترمنځ پوره تړاو او اړیکي نه قایمېدلې مګر هغه وخت یې امکان درلود چي دوی پخپل منځ کي په فصیحي عربي ژبي خبري کړي وای.

 

ليکن نن دا موضوع برعکس ده، لهجې کمزوري سوې، د تعلیم او عصري وسائلو په ذریعه فصيحي عربي ژبي نوره قوي سوه او عربي ژبه يو ځل بيا نړيواله ژبه وګرځيده ، لکه انګلسي، فرانسوي او هسپانوي ژبي. عربي ژبه د بین الملل په سازمان کي یوه رسمي ژبه ګڼل کیږي ، او په نړۍ کي شپږمه ژبه ده چي د ۲۰۰ ميليونه څخه زيات عرب خبري په کوي او د يوه ميليارډ څخه زيات مسلمانان په دي ژبه باندي عبادت تر سره کوي. (العربیة بین یدیک، ۲)

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته