تازه سرليکونه
د (روغتيا پالنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د انحلال په لحاظ د ويټامينونو ډولونه
  تعلیم الاسلام
  February 8, 2017
  0

 ترتیب کوونکی: اکرام الله درانی / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 
ټول ويټامينونه د انحلال  په لحاظ په دوه ډوله تقسميږي:
 
الف – هغه ويټامينونه چې په غوړيو کې حل کېږي  
 
ب -  هغه ويټامينونه چې په اوبو کې حل کېږي 
 
الف – هغه ويټامينونه چې په غوړيو کې حل کېږي عبارت دى له :
 
ويټامين اي (A) ياProvitmine-Corotien
ويټامين ډي (D) يا  Colciferol
ويټامين يې (E)  يا Tocopherol
ويټامين کا  (K)يا  Minadione
 
ب – هغه ويټامينونه چې په اوبو کې حل کېږي عبارت دى له :
 
د ويټامين کېمياوي نوم د ويټامين نوم
 
Ascorbic Acid               ويټامين C
Thiamin                      ويټامين B1
Ribo flovine‍                ويټامين B2 
Niocin (nicotinic) Acid       ويټامين PP 
Citrin (rotine)               ويټامين P 
Panto thenic Acid         ويټامين B5 
Pyridoxine                  ويټامين B6 
Cobala Amine                 ويټامين B12 
Biotin                         ويټامين H 
Folacin                         ويټامين B9
Pare Amino Binzoic Acid ويټامين پارا امينونه بنزويک اسيد 
Inocitol                         ويټامين اينوسيتول
Coline                         ويټامين کولين
 
پورتني لومړني اته ويټامينونه د بې کمپلکس (Vitamin B Complex) په نوم ياديږي په اوبو کې منحل ويټامينونه پرته د ويټامين B12 څخه په نباتاتو کې جوړيږي.
د بدن د ضرورت وړ مقدار د سبزيجاتو ، حبوباتو، ميوه جاتو او همدارنگه د شيدو او غوښي له  لارى اخستل کېداى شي. 
 
څرنکه چې په اوبو کې منحل ويټامينونه په زياته اندازه په بدن کې نه ذخيره کېږي له همدي امله په دوامداره ډول بايد استعمال شي تر څو د نیستمنۍ (فقدان) څخه يې مخنيوي وشي بلکې ويټامين B12 لوى حالت څخه مستثنى دى، ځکه په ځيگر کې د څو کالونو لپاره ذخيره کېداشي که چېرې په اوبو کې منحل ويټامينونه زيات واخستل شي اضافى  مقدار يې په تشو متيازو کې اطراح کېږي ځکه په اوبو کې منحل دي او هم کم شحم منځ ته نه راوړي اما په شحمو کې منحل ويټامينونه  د زيات مقدار له کبله شحم پيداکوي چې د،Vit A اوVit D شحم ليدل شوي دي .
 
په اوبو کې د منحلو ويټامينونو فقدان اعراض اکثرآ ليدل کېږي به اوبو کې منحل ويټامينونه اکثرآ په غذاگانو کې يو ځاى پيدا کېږي.
 
که چېرې يو انسان د اوږدې مودې لپاره بشپړ غذا ونه خوري د څو ويټامينونو فقدان (کمښت) يو ځاي او په يو وخت کې ظاهريږي چې په دې وخت کې د تداوي لپاره بايد ټول ويټامينونه توصيه شي.
 
---------------
مخکنۍ لیکني:
ویټامینونه (Vitamins)
د ویټامین ډي ګټي او د ناروغیو مخنیوی
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته