تازه سرليکونه
د (حقوق) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
دمور او پلار په اړه داسلام دریځ
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 15, 2021
  0

دمور او پلار په اړه داسلام دریځ


رالیږونکي : نصیب الله / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


د مور په اړه :


د اسلام په مقدس دین کي د مور په اړه زیات حدیثونه او آیاتونه راغلي دي، او په ځینو روایاتو کي حضرت محمد صلى الله عليه و سلم ځینو اصحابو ته ویلي دي چي د مور خدمت وکړي ځکه چي جنت د مور تر پښو لاندي دي، نو په دې اساس ځیني متدین هلکان او نجونی خپلي میندي د خپلو سترگو نور بولي او د هغوي تر اندازه زیات احترام کوي، د مشکلاتو او نارغیو په وختونو کي يې، تل په خدمت کي وي اود عمر تر پایه پوري يې خدمتگاران پاته کیږي.


د مور په وړاندي دا احتراماتو ددین له دغي لارښوني سرچینه اخستې ده.


د حضرت ابي هريرة (رضي الله عنه) څخه روایت دي چي حضرت رسول الله صلى الله عليه و سلم ته يو څوک راغي او ورته وه یې ویل :
اې د خدای جل جلاله رسوله! پرما څوک ډېر حق لري؟


حضرت محمد صلى الله عليه و سلم ورته وویل : مور دي
هغه سړي وویل :
له هغه څخه وروسته
حضرت محمد صلی الله عليه و سلم وویل :
موردي
هغه سړي بیا وویل :
له هغه څخه وروسته
حضرت محمد صلی الله عليه و سلم وویل :
مور دي
هغه سړي وویل :
بیا څوک
حضرت محمد صلى الله عليه و سلم وویل :
پلار دي.


په دې حديث شريف کي پیغمبر صلی الله عليه و سلم ټولو مسلمانانو ته ورښي  چي تر هغه ټولو کسانو چي د ده په ژوند کي پرده گران دي مور ته زیات درنښت ورکي حتي د پلار سره د میني په اړخ کي هم مور تر هغه زیاته بولي.

 

د پلار په اړه :


پلار هم د مور په څېر د کورنۍ په جوړښت کي ستر رول لري او د پیغمبر صلی الله عليه و سلم د وینا پر اساس (چي پلار د جنت له دروازو څخه یوه دروازه  دی، نو باید ټول مسلمانان دهغه عزت وکړي.


حضرت ابی دردا (رضي الله عنه) فرمایي د حضرت رسول الله صلى الله عليه و سلم څخه مي واورېدل چي ويل يې :


پلار د جنت له دروازو څخه یو دروازه دي چي د ټولو ورونو په منځ کي کرار لري، نور ستاسو کار دئ چي دا ور خپل د ځان ساتئ او که يې پردی کوی.


قرآن عظیم الشان د مور او پلار د احترام په اړه ډېر ټینگار کوي چي وایي ((ولا تقل لها اف) د مور او پلار مخ ته مو د اف کلیمه هم مه وایاست، ځکه دا کلیمه پر زړه تنگی او خسته توب دلالت کوي چي يو مسلمان باید دخپل مور او پلار په مخکي داسي یو خراب لفظ چي دهغو د خوابدتیا لامل گرځي وه نه کارول سي او کله چي موږ په دقیقه توگه دا مسئله وڅېړو چي قرآن عظیم شان داف یوه ساده کلیمه د موراو پلار په وړاندي ناجایزه بولي نو د هغو په وړاندي به د یوه خراب او بدکار په هکله څونه جدي وي.


نو ځکه پر هر مسلمان لازمه ده چي د مور او پلار په وړاندي ډېردقیق واوسي او بې اندازې زیات احترام يې وکړي.


ماخذ : اسلامي نړۍ ليد


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته