تازه سرليکونه
د (حقوق) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مسلمان او همسایه حقوق (۱)
  تعلیم الاسلام
  March 10, 2017
  0

لیکنه: مولوي عبدالغفار حسیني

 ۱: د یو مسلمان ورور حاجت او اړتیا پوره کوونکی داسي دی، لکه ټول عمر چي د لوی څښتن په خدمت کښي تېر کړي.

 
۲: تاسو د خپلو اسلامي وروڼو سره مرسته کوئ! هغه که ظالم وي او که مظلوم وي. د مظلوم سره مرسته دا ده، چي د ظالم له ظلم څخه يې خلاص کړی او د ظالم سره مرسته دا ده، چي هغه له ظلمه څخه راوګرځوی؛  ویې ژغوری او منع يې کړی.
 
۳: له کوم چا سره چي د یو مسلمان غم او همدردي نه وي . هغه زما د امت څخه نه دی.
 
۴: د لوی څښتن په وړاندي تر هغه زیات عبادت نسته، چي د یو مسلمان ورور زړه خوشحاله کړل سي.
 
۵: تر شرک ورسته بدترینه (سخته ناوړه) ګناه مخلوق ته آزار رسول دي. تر ایمان رالاندي افضله او غوره نېکي مخلوق ته آرام او خوشحالي ورکول دي.
 
۶: کوم کس چي تر سلام اچولو مخکي خبري او وینا کوي، د هغې خبري ځواب مه ورکوئ؛ تر څو چي په سلام اچولو پیل و نه کړي.
 
۷: سلام اچوونکي ته دېرش نېکۍ او ځواب ورکوونکي ته لس نېکۍ ورکول کېږي.
 
۸: کله چي دوه مسلمانان وروڼه د روغبړ لپاره لاس سره ورکړي، نو اویا رحمتونه د دوی په مینځ کښي سره وېشل کېږي. نهه شپېته رحمتونه د هغه کس په برخه کېږي چي په دوی دواړو کښي ښه په خندا او ورین تندي وي او یوه د رحمت حصه د هغه بل په برخه کېږي.
 
۹: د ګاونډیتوب حق مرتبه په مرتبه تر څلوېښتو کورونو پوري دی. دا حق په څلورو اطرافو او اړخونو څلوېښت-څلویښت کوره دی.
 
۱۰: د همسایه ګانو حق صرف دا نه دی، چي ازار مه ور رسوئ، بلکي د هغو سره احسان او پېرزوینه کول هم ضروري دي.
 
۱۱: د قیامت په ورځ به د غریب همسایه لاس د شتمن او مالداره همسایه په ګرېوان کي وي.
 
۱۲: یو د بل د حال او احوال پوښتنه کول او بیا د غمرازۍ اظهار نه کول، د نفاق علامه ده.
 
۱۳: د کافر همسایه یو د همسايه توب حق دی؛ د مسلمان همسایه دوې حصې (همسايه توب او اسلام)؛ د قریب او خپلوانو همسایه درې چنده (همسايه توب، اسلام او قرابت) حقونه دي.
 
۱۴: کوم کسان چي پر الله جل جلاله او قیامت ایمان لري ، هغو ته ووایاست، چي د همسایه عزت او تکریم کوئ!
 
۱۵: کوم چا چي د همسایه سپی وواهه، هغه همسایه ته آزار ورسوی.
 
۱۶: همسایه ته آزار رسوونکی دوزخي دی؛ که څه هم ټوله شپه عبادت کوي او ټوله ورځ يې روژه وي.
 
۱۷: همسایه چي د بل همسایه د شره څخه په امن نه وي، هغه کامل مسلمان نه دی؛  همسایه  يې که مؤمن وي او که کافر وي.
 
۱۸: قسم مي دي په هغه ذات وي ، چي د هغه په قدرت کي د محمد صلی الله علیه وسلم روح دی؛ حق د همسايتوب او ګاونډیتوب د هغه چا څخه اداء کيږي او پوره کولای يې سي، چي پر  هغه باندي الله تعالی رحمت کوي.
 
 ﴿مخزن الاخلاق اردو د مولانا رحمت الله سبحاني ﴾
 
یادونه: دا لړۍ ادامه لري
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۳ ګڼه
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته