تازه سرليکونه
د (حقوق) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ښځه څوک ده؟
  تعليم اسلام ويب پاڼه
  February 28, 2022
  0
ښځه څوک ده؟
 
 
لیکنه: علی الله متوکل الرحمن/تعليم اسلام ويب پاڼه
 
 
هر څه ځانته ته ښکلا لري، خو د بشر ښایست د هیڅ ښایست او ښکلا سره ورته نه دی. د الله عزوجل په دې ښایسته خلقت کښي ښځه د بشري تاریخ په اوږدو کي د بشریت تر ټولو مظلوم ترینه طبقه ده.
 
ښځي د اسلام تر ظهور وړاندي په عربو کي ژوندی ښخي کړای سوې، تر هغه وړاندي بیا ورته د پخواني چين په ټولنه کي د هغوی قانون کي ذکر سوی وه چي ښځه د نړی پر مخ تر ټولو بي ارزښته موجود دی، رومیانو ورته د نا اهله لقب ورکړی ؤ او تر دې لا سپکه او حقیره ګڼل کیده چي په پنځمه پیړی کي مسیحانو پر دې خبره بحث کاوه چي ایا ښځه د نارینه په څیر روح لرونکی جسم دی او که نه؟
 
خو په اوومه میلادي پیړۍ کي (۱۴۰۰ پېړۍ مخکي) د اسلام د ظهور سره ښځي ته عزت، برم او احترام ورکول شو، ښځه یي د نارینه اړتیا و بلل، هغه یي د ژوند په پرمختګ کي د نارینه سره شریکه کړه. او نارینه ته یي دا په ډاګه کړه چي ښځه که له یوې خوا د ټولني نیمه برخه ده خو له بلي خوا د خاوند لپاره ارام، ډاډ، خوښي او تسکین راوړونکې ده.
 
 
 او نارینه یي په دې مامور کړ چي ښځي ستاسي لوی حمایت دی او د نارینه د کږیدو پر مهال یې د هغه لپاره امسا وبلله. په قران کریم کي الله (ج) فرمایي:
 
 
(هُنَّ لِبَاسٌ لَكُمْ وَأَنْتُمْ لِبَاسٌ لَهُنَّ.(سورة البقره:۱۸۷
 
ترجمه: هغوی ستاسي جامه (پوښاک) ده او تاسي د هغوی جامه یاست.
 
• ښځه د الله جل جلاله نرم خلقت دی.
 
• د ماشوم لپاره فرشته ده.
 
• د خاوند لپاره لباس ده.
 
• ښځه د سکون سمبول ده.
 
• د عزت خاونده .
 
• او د زانګو ستره استاذه ده؛
 
کوم چي نن په خپلو لاسونو د سبا امپراتور، عالم او یو لوی انسان زنګوي.
 
ښځه …
 
کله چي لور وي، پلار ته د جنت دروازه خلاصوي. (حدیث)
 
کله چي مېرمن سي نو د خاوند ایمان تکمیلوي. (حدیث)
 
او کله چي مور سي نو تر پښو لاندي یي جنت پیدا کیږي. (حدیث)
 
 
همدا هغه ستر اعزاز دی چي اسلام ښځي ته ۱۴۰۰ کاله مخکي عطاء کړی دی!
 
 
www.taleemulislam.net
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته