تازه سرليکونه
د (حقوق) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مور او پلار حقوق او د هغوی آداب
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  October 21, 2021
  0
رالېږونکی: عزت الله- کندهار
 
په دې نړۍ کي د انسان تر ټولو لومړنى او ډير لوى تړاؤ او اړيکي د مور او پلار سره وي د اسلام سپېڅلى دين د الله تعالى د حق څخه وروسته تر ټولو لوى حق د مور او پلار ښودلى دئ الله تعالى فرمايي: وَقَضَى رَبُّكَ أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا إِيَّاهُ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا إِمَّا يَبْلُغَنَّ  عِنْدَكَ الْكِبَرَ أَحَدُهُمَا أَوْ كِلَاهُمَا فَلَا تَقُلْ لَهُمَا أُفٍّ وَلَا تَنْهَرْهُمَا وَقُلْ لَهُمَا قَوْلًا كَرِيمًا. وَاخْفِضْ لَهُمَا جَنَاحَ الذُّلِّ مِنَ الرَّحْمَةِ وَقُلْ رَبِّ ارْحَمْهُمَا كَمَا رَبَّيَانِي صَغِيرًا. (الاسراء ٢٣-٢٤)
 
ژباړه: او ستا رب پرېکړه کړې ده چي پرته له هغه نه د بل هيچا عبادت مه کوئ او له مور او پلار سره ښه چال چلن کوئ که له هغوي نه يو يا دواړه زړښت ته ورسيږي نو اف هم مه ورته وايه مه يې رټۍ او په خورا نرمۍ او مهربانۍ خبري ورته کوئ د ډيري مهرابانۍ له پاره د ماتي او تسليمۍ وزرونه خپاره او همېشه ورته دعا غواړئ چي اى پرور دګاره! پر هغوی رحم وکړه لکه څنګه چي يې په کوچنيوالي کي زما پالنه کړې.
 
 د قران شريف په يو بل ايت کي د مور او پلار د حق د بيانولو په ترڅ کي تر دې پوري ويل سوي دي (که چيري د چا مور او پلار کافر او مشريک وي او خپل اولاد کفر او شرک ته مجبوروي نو اولاد ته پکار ده چي د هغوی په وينا دي کفر او شرک نه غوره کوئ خو په دنيا کي دي د هغوي سره ښه چال چلن کوئ او د هغوی خدمت دي بيا هم کوئ قران کريم فرمايي:
 
 وَإِنْ جَاهَدَاكَ عَلَى أَنْ تُشْرِكَ بِي مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ فَلَا تُطِعْهُمَا وَصَاحِبْهُمَا فِي الدُّنْيَا مَعْرُوفًا وَاتَّبِعْ سَبِيلَ مَنْ أَنَابَ إِلَيَّ ثُمَّ إِلَيَّ مَرْجِعُكُمْ فَأُنَبِّئُكُمْ بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ. (القمان ١٥)
 
ژباړه: خو که هغوی پر تا فشار راولي چي له ما سره ته داسي څه شريک کړه چي تاته د هغه معلومات نه وي نو د هغوی خبره هيڅکله مه منه، په دنيا کي له هغوي سره غوره چال چلن کوه خو پېروي د هغه چا د لاري وکړه چي هغه زما لوري ته رجوع کړې ده. بيا ستا سي ټولو را ګرځېدل همدا زما لوري ته دي په هغه وخت کي به تاسي ته دروښيم چي تا سي څه عمل کاوه.
 
د قران کريم سربېره په احادثو کي هم د مور او پلار د خدمت خبرو منلو او اطاعت ډېر سخت ټينګار او تا کيد سوى دئ او د هغوی څخه سرغړونه، نافرماني او کړاو ورته رسول ډېره سخته ګناه ښودل سوې ده، په يوه حدث شريف کي راغلي دي چي يو سړي د نبي کريم صلى الله عليه وسلم څخه پوښتنه وکړه! پر اولاد د مور او پلار کوم کوم حقونه دي؟ نبي کريم صلى الله عليه وسلم ورته و فرمايل (د اولاد جنت او د وزخ مور او پلار دي. سنن ابن ماجه-١١ ٥٣) (يعني د هغوی په خدمت باندي جنت ګټل کيداى سي او د هغوی څخه سرغړونه او بد چلن دوزخ ته رسونکى دئ.
 
په يوه بل حديث کي راغلي دي چي رسول اکرم فرمايي ( د مور او پلار اطاعت کونکى زوی يا لور چي هر څو ځله خپل مور يا لار ته د ميني او درناوي په نظر ګوري نو الله پاک به د هر ځل کتلو په بدل کي د يو قبول سوي حج ثواب د هغه له پاره ليکي اصحابو کرامو پوښتنه وکړه يا رسول الله! که هغه هر ورځ سل ځله ورته ګوري نو بيا به هم هر ځل د يو قبول سوي حج ثواب ورته ليکل کيږي؟ نبي کريم صلى الله عليه وسلم وفرمايل هو الله ډير لوى دئ او ډير پاک دئ مطلب دادئ چي د هغه په خزانو کي د هيڅ شي کمي نسته په کوم عمل چي څومره اجر او ثواب ورکول وغواړي ورکولاى يي سي. (مسند احمد)
 
درې دعاګاني دي چي په قبلېدو کي يې هيڅ شک نسته د مسافر دعا، د مظلوم دعا او د مور او پلار دعا د اولاد په حق کي.(بخاري)
 
يو سړى رسول الله صلى الله عليه وسلم ته راغي او وې پوښتل: يا رسول الله! په انسانانو کي تر ټولو زيات زما د ښه سلوک حقدار او وړ څوک دئ؟ رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وفرمايل ستا مور، هغه وپوښتل، بيا څوک؟ هغه وفرمايل ستا مور، بيا هغه وپوښتل بيا څوک؟ هغه وفرمايل ستا مور، بيا هغه وپوښتل: بيا څوک؟ رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وفرمايل: ستا پلار. (بخاري)
 
يو اطرافي سړى رسول الله صلى الله عليه وسلم ته راغي او وې پوښتل: يا رسول الله! لوى ګناهونه کوم دي؟ رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: د الله پاک سره شرک کول، هغه و پوښتل بيا کومه؟ هغه صلى الله عليه وسلم وفرمايل: د مور او پلار نافرماني.(جامع الا حاديث- ٥ ٣٤٣) 
 
د ټولو ګناهونو سزا الله پاک که خوښه يې سي تر قيامته يې ځنډوي خو د مور او پلار د سرغړوني سزا الله پاک له مرګ څخه مخکي په ژوندانه کي د هغې کونکي ته ورکوي. 
 
په يوحديث شريف کي راغلي دي چي نبي کريم صلى الله عليه وسلم وفرمايل: درې ډوله خلک دي چي د قيامت په ورځ به ورته الله پاک د رحمت په نظر نه ګوري يو ډله په کي هغه دي چي د مور او پلار نافر ماني کوي. (السنن الکبري للبيهقي- م م-(٨ ٢٨٨)
 
ماخذ: د اسلام څه شی؟ کتاب څخه په لنډيز     
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته