تازه سرليکونه
د (حقوق) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
مور او پلار له ټولو څخه ډېر د ښه سلوک وړ دي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 17, 2020
  0

مور او پلار له  ټولو څخه  ډېر د ښه سلوک وړ  دي

 

لیکنه: استاد انجینر نورالله خان احمدزی / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

مور او پلار سره ښه سلوک په عام حالاتو کې داسې یو عمل دی چې هغه کې ډېر محنت او مشقت نشته ــ ځکه چې هر انسان په فطري ډول له خپلو والدینو سره محبت ساتي ــ لدې کبله اولاد د هغوی د خدمت او ښه سلوک لپاره خپله چمتو کیږي ــ  بلخوا والدین خپل اولاد باندې داسې کار نه ترسره کوي چې د ډېر مشقت یا سختي وړ وي ــ  البته هغوی په ډېر لږ خدمت کولو سره هم راضي کیږي او خپل اولاد ته دعاوې کوي همدارنګه الله  تعالی دا عمل دومره آسانه ګرځولی چې یو حدیث کې راغلي:  مور او پلار ته یوځل د محبت په نظر سره کتل د حج او عمرې د ثواب سره برابر دي ــ  مطلب داچې والدینو سره محبت ساتل او د هغوی خبره منل او خدمت یې کول انسان پخپل عمل نامه کې د عظیم الشان نیکیو یوه ستره ذخیره راټولی شي.


علماء کرام وایي چې د مور حق دپلار  پرتله درې چنده وي ــ هغه ظاهره خبره ده چې داولاد په پالنه کې څومره ستونزې مور ګالي پلار یې دومره نه ګالي ــ په قرآن کریم کې هم دغه ټکي ته اشاره شوې چې د مور خدمت د پلار په نسبت ډېر وي او د مور خدمت ته  د اولاد اړتیا هم ډېره وي ــ دې لپاره الله  تعالی د مور خدمت ته ډېر فوقیت ورپه برخه کړی.


بعضې وخت خلک د مور او پلار په خدمت کولو کې پاتې راځي یا هغوی سره ښه سلوک نکوي یا ترې غافله وي خوچې کله د هغوی انتقال وشي نو بیا اولاد یې ارمان کوي ــ چې ولې موږ د خپل مور او پلار خدمت ونکړ ــ اوس دا موقع دلاسه وتې ده ــ  نو لدې کبله د مور او پلار خدمت د هغوی په ژوند کې وکړئ او د هغوی په قدر ځان پوه کړئ.


بیا هم د والدینو له وفات څخه وروسته هغوی سره د ښه سلوک او د فضیلت حاصلولو وَر نه بندیږي ــ حضرت ابو اسید رضی الله عنه روایت کوي چې موږ یوه ورځ حضرت محمد صلی الله علیه وسلم سره ناست وو چې د بنو سلمه یو کس دحضور صلی الله علیه وسلم حضور ته راغی او هغه له راتلو سره وپوښتل چې یارسول الله!  آیا ماته زما د مور او پلار له وفات څخه وروسته هم داسې لاره شته چې زه دهغې په ذریعه له هغوی سره نیک سلوک وکړم؟ حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ورته وویل:


هو، د هغوی په حق کې دعا کول، د هغوی لپاره استغفار کول، د هغوی د وفات څخه وروسته د هغوی وعدې پوره کول او د هغو خپلویو پالنه کول چې د دوی مور او پلار پورې تړلي وي، هغوی سره صله رحمي کول او د هغوی د ملګرو یا خپلوانو احترام کول ــ ( ابوداؤد).


دې حدیث کې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم دهغو والدینو چې وفات شوي له هغوی سره د ښه سلوک او فضیلت حاصلولو لارې چارې ښوولي ــ په کومو چې ټول عمر عمل کېدای شي یعنې دا کار دې دوامداره وکړي چې د هغوی مور او پلار ته اجر ورسي.

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته