تازه سرليکونه
د (نکاح) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
دلايل
 
  December 19, 2011
  0

دلايل

الله جل جلاله د زينب بنت جحش رضي الله عنها د نكاح تړون د حضرت محمد صلی الله علیه سره د ماضي مطلق په صيغه داسي په
 قرآن پاك كي بيان كړى دى :
فَلَمَّا قَضَى زَيْدٌ مِنْهَا وَطَرًا زَوَّجْنَاكَهَا (الاحزاب ايت ۳۷ )
ژباړه : نو څه مهال چي زيد د زينبي څخه خپل حاجت پوره كړى ( يعني طلاق يي وركړى ، عده يې تېره سوله ) موږ تا ته په نكاح دركړله .

زَوَّجْنَاكَهَا د ماضي مطلق صيغه ده په پښتو يي معنا داسي ده : موږ تاته په نكاح دركړله .
يوې ښځي د خپل ځان د نكاح اختيار رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وركړى ، بيا يوه سړي رسول الله ته وويل : دا ښځه ما ته په نكاح راكړه ، رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغې نكاح د دې صحابي سره د ماضي قريب يا نژدې تېري زماني په صيغه داسي وتړل :
قَدْ زَوَّجْنَاكَهَا (رواه البخاري)
ژباړه : موږ دا تا ته په نكاح در كړې ده .

په عربي كي چي د ماضي مطلق پر صيغه قد داخل
 سي ماضي قريب ورڅخه جوړيږي .
د پښتو په محاوره كي د نكاح او داسي بل تړون ايجاب او قبول د ماضي قريب يا نژدې تېري زمانې په صيغو غوره او هم د فهم وړ ښكاري .
په دې ډول چي د ښځي وكيل په ايجاب كي ووايي :
ما پلانكۍ و پلانكي ته په نكاح وركړې ده .

د سړي وكيل په قبول كي ووايي :
ما پلانكۍ و پلانكي ته په نكاح قبوله كړې ده.
د نكاح په عَقْد او تړون كي كه يو طرف د مستقبل يعني د امر صيغه وكاروي او بل طرف د ماضي صيغه استعمال كړي دا هم صحيح كيږي .
د مثال په ډول يو سړى د ښځي وكيل ته ووايي : ته پلانكۍ ښځه كوم چي ته يې وكيل يي ماته په نكاح راكړه .
د ښځي وكيل په هماغه ګړي د شاهدانو په حضور كي ورته ووايي :
ما په نكاح دركړې ده .

ځكه دلته د ښځي وكيل د نارينه له خوا هم وكيل ګرځي ، د نكاح په عَقْد كي يو نفر د دواړو لخوا وكيل ګرځېدلاى سي ، د وکيل وينا هم ايجاب او هم قبول ګڼل كيږي .
په مخكني حديث كي چي يوې ښځي د خپلي نكاح اختيار رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وركړى وو او بيا يوه صحابي رسول الله ته وويل : زَوِّجْنِيهَا دا ښځه ما ته په نكاح راكړه ، هلته رسول الله صلی الله علیه وسلم هم د ښځي او هم د سړي لخوا وكيل وټاكل سو ، نو د دوى دواړو نكاح يې د شاهدانو په حضور داسي وتړل : قَدْ زَوَّجْنَاكَهَا بِمَا مَعَكَ مِنْ الْقُرْآنِ . (بخاري عن سهل بن سعد)
ژباړه : موږ دا تاته ددې كبله چي ستا څه اندازه قرآن ياد دى په نكاح در كړې ده .
د رسول الله صلی الله علیه وسلم په همدې وينا د دوى دواړو تر
 منځ نكاح و تړل سوله .

ماخذ: فقه المبتدي، دوهم ټوک، نکاح

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته