تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ژبه او قلم د فتنو په دور کي
  تعلیم الاسلام راډيو
  May 13, 2018
  0

د مسجد نبوي خطبه/ جمشید حقیار 

 

د فتنو د ښکاره کېدو پر وخت مسلمانان  باید پر شرعي لارو ولاړ سي، په قرآني لارښونو عمل وکړي، او نبوي سیرت په ځان کي راولي، لکه څنګه چي الله تعالی فرمايي:


 (وَإِذَا جَاءَهُمْ أَمْرٌ مِنَ الْأَمْنِ أَوِ الْخَوْفِ أَذَاعُوا بِهِ وَلَوْ رَدُّوهُ إِلَى الرَّسُولِ وَإِلَى أُولِي الْأَمْرِ مِنْهُمْ لَعَلِمَهُ الَّذِينَ يَسْتَنْبِطُونَهُ مِنْهُمْ) [النساء: ۸۳] 
ژباړه: کله چي دوی ته د امن او یا وېري کوم خبر را ورسېږي، نو دوی هغه (بیله تحقیقه) مشهوره کوي او نشروي، خو که دوی هغه خبر رسول الله صلی الله علیه وسلم او د خپلي ډلي مسئولو کسانو ته رسولی وای، نو خامخا به ددې کار تدبیر هغو کسانو ته معلوم وای چي(ښه د بدو څخه جلا کولای)  ایستلای سي.


رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: (د فتنو په وخت کي عبادت داسي دی لکه: زما وخوا ته هجرت کول.)


مسلمانان باید په دې پوه سي چي د فتنو په راپورته کولو او د اور په بلولو کي ژبه او قلم ډېر مهم رول لري، ځکه د فتنو په وخت کي د تېروتنو او خطاګانو د پېښېدلو امکان ډېر وي، الله تعالی فرمايي:


(إِذْ تَلَقَّوْنَهُ بِأَلْسِنَتِكُمْ وَتَقُولُونَ بِأَفْوَاهِكُمْ مَا لَيْسَ لَكُمْ بِهِ عِلْمٌ وَتَحْسَبُونَهُ هَيِّنًا وَهُوَ عِنْدَ اللَّهِ عَظِيمٌ) [النور: ۱۵]
ژباړه: (هغه وخت در یاد کړئ) چي کله تاسي له یوې ژبي څخه بلي ژبي ته دغه درواغ پر له پسې نقلول، او تاسو په خپلو خولو سره هغه څه ویل، چي د هغه په باب تاسي هیڅ علم نه درلود او تاسي دا یوه عادي خبره ګڼله، خو د الله تعالی په اند دا ډېره لویه خبره ده.


د مسلمانانو پر مځکه پخوانیو پېښي سویو فتنو ته چي یو څوک په دقت سره سوچ وکړي، د رسول الله صلی الله علیه وسلم د خبر ورکولو رښتنولي به ورته ښکاره سي، او زړه به یې متیقن سي، په دې اړه یو متکلم فیه حدیث راغلی دی، دا حدیث په داسي ډول دی: ( ډېر ژر به ړنده، کڼه او ګونګه  (ډېره زیاته سخته او لویه) فتنه راسي، که څوک ور وړاندي سي، هغه به یې ور کش کړي، او په دې فتنه کي د ژبي نه ساتنه د توري د ګذار په اندازه سخته دی).


په تاریخ کي چي کومي فتنې واقع سوي دي، د هغو سبب ژبه او قلم وو، ځکه نو حضرت ابن عباس رضی الله عنه د فتنو په اړه داسي ویلي دي: فتنه له ژبي پېښېږي، نه له لاسه.


په داسي وخت کي پر علماوو، حاکمانو، تربیه کوونکو، او رسنیو څېړنه او تحقیق کول لازم دی، دوی باید د فتنو په زمانه کي په خپلو ټولو کارونو کي پوره څېړنه او تحقیق وکړي، او له هغه څه باید ځانونه وژغوري کوم چي د فتنې د راپورته کولو او زیاتېدلو لامل ګرځي.


او د دې خبري تصدیق هغه فتنې کوي، کوم چي نن ورځ یې مسلمانان ویني او ګوري، هغه له شر او بدۍ ډکي فتنې کوم چي هر لوري ته یې زیان خپور سوی، الله تعالی دي زموږ او ستاسی مرسته وکړي.

 

 تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته