تازه سرليکونه
د (فتوا طهارت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: په جنابت کي ښځه خواړه تیارول سي
 
  April 24, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


مسلسله شمېره : (۶۴۹)


نوم: افغان

د اوسېدو ځای: دوبۍ

سوال : ایا ښځه په جنابت کي د کور کارونه کولای سي لکه وړه لندول ، ترکاري پاکول او داسي نور ... ؟ ډیر خلک داسي وايي چي په دې سره برکت نه وي ؟ 

 جواب : 

حامداً و مصلياً

که جنوب سړى وي او که جنوبه يا حائضه ښځه وي، د دوی په لاس شى نه خرابيږي ترڅو چي پر لاس يې ښکاره نجاست نه وي پروت (١)، او برکت په بسم الله ويلو سره راځي.
حائضه او جنوب کس د قرانکريم تلاوت نه سي کولاى نور هر ذکر کولاى سي(٢).

جواب: مولوي عبدالهادي اغا 
الجواب صحيح: مولوي سيد عبدالباري و مولوي عبدالغفار حسني
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): عَنْ عُرْوَةَ بْنِ الزُّبَيْرِ عَنْ عَائِشَةَ زَوْجِ النَّبِىِّ صلى الله عليه وسلم أَنَّهَا قَالَتْ كَانَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم يُخْرِجُ إِلَىَّ رَأْسَهُ مِنَ الْمَسْجِدِ وَهُوَ مُجَاوِرٌ فَأَغْسِلُهُ وَأَنَا حَائِضٌ. مسلم: باب جواز غسل الحائض رائس زوجها.
(٢): عَنْ عُرْوَةَ عَنْ عَائِشَةَ قَالَتْ كَانَ النَّبِىُّ صلى الله عليه وسلم يَذْكُرُ اللَّهَ عَلَى كُلِّ أَحْيَانِهِ. مسلم: باب ذکر الله تعالى في حال الجنابة وغيرها.
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته