تازه سرليکونه
د (د حنفي مذهب پېژندنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
شرعي تقلید د امت د اکابرینو له نظره
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 26, 2018
  0

لیکنه: عزت الله کوټوال


مخکې له دې چې د اکابرینو څو عبارات وړاندي کړم باید ووایم چې تقلید د علماؤ په نیزد په دوه ۲ قسمه دی:


۱:محمود (ښه تقلید)

۲: مذموم (بد تقلید)

 

چې په لاندې عباراتو کې به یې ولولئ:

خو افسوس کوم خلک چې د محمود یا په بل عبارت د جایز او ښه تقلید رد کوي، نو دوې د نه پوهیدلو او یا د تعصب له امله د مذموم او ناجایز تقلید رد کونکي دلایل د محمود تقلید په رد کې وړاندې کوي .


اوس به علماؤ ته راشو:


★ علامه ابن قیم رحمه الله د يو سوال په جواب کې د تقلید په واجب کیدو او اقسامو داسې اعتراف کوي:
''فالجواب انه سبحانه من اعرض عما انزله الی التقلید الاباء هذ القدر من التقلید هو مما اتفق السلف الایمة الاربعة علی ذمه وتحریمه و اما تقلید من بذل جهده فی اتباع ما انزل الله وخفی علیه بعضه فقلد فیه من هو اعلم منه فهذا محمود غیر مذموم  ومأجور غیر مأزور کما سیاتی بیانه عند ذکر التقلید الواجب والسائغ ان شاء الله''. (اعلام الموقعین ، جلد ۲ صفحه۱۳۰)


د ابن قیم رحمه الله له جوابه پنځه خبرې څرګندې شولې:


① أیمة الأربعة او سلف الصالحینو چې په تقلید کوم رد کړی ددې څخه مراد تقلید مذموم دی نه محمود .
② قرآن او حدیث کې د مذموم تقلید رد دی، نه ده محمود .
③ محمود تقلید باندې اجر او ثواب حاصل کیږي، نه ګناه .
④ صحیح نتیجې باندې د پوهیدلو لپاره تقلید ضروري دی.
⑤ د ابن قیم رحمه الله په نيز تقلید محمود واجب دی او دغه تقلید د قرآن او حدیث سره مخالف هم ندی .


اوس دې نو هغه خلک چې تقلید شرعي ته جهل او ناپوهي وايي په انصاف فیصله وکړي او د ( اعلام الموقعین ) او یا د نورو کتابونو کوم عباراتونه چې دوي یې د تقلید په رد کې راخلي ، نو له پورته عبارته واضح شو چې هغه هم د مذموم تقلید تردید کوي نه د محمود .


★ شیخ الاسلام ابن تیمیه رحمه الله لیکلي:
وَمَعْلُومٌ أَنَّ أَهْلَ الْمَذَاهِبِ كَالْحَنَفِيَّةِ وَالْمَالِكِيَّةِ وَالشَّافِعِيَّةِ وَالْحَنْبَلِيَّةِ دِينُهُمْ وَاحِدٌ . وَكُلُّ مَنْ أَطَاعَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ مِنْهُمْ بِحَسَبِ وُسْعِهِ كَانَ مُؤْمِنًا سَعِيدًا بِاتِّفَاقِ الْمُسْلِمِينَ . ( مجموعة الفتاوی )
یعني هر چې د څلورو مذاهبو والا ټول احناف، مالکیان، شافعیان او حنبلیان دي، دا د یو دین پیروان دي او هر چا چې د خپل وسع مطابق د الله او د رسول اطاعت وکړو نو دا د امت په اتفاق نیکبخت مؤمن دی. 


دا هم د ابن تیمیه رحمه الله یو بل قول دی کوم چې په مجموع الفتاوی کې موجود دی:
" وَاَلَّذِي عَلَيْهِ جَمَاهِيرُ الْأُمَّةِ أَنَّ الِاجْتِهَادَ جَائِزٌ فِي الْجُمْلَةِ ؛ وَالتَّقْلِيدَ جَائِزٌ فِي الْجُمْلَةِ لَا يُوجِبُونَ الِاجْتِهَادَ عَلَى كُلِّ أَحَدٍ وَيُحَرِّمُونَ التَّقْلِيدَ وَلَا يُوجِبُونَ التَّقْلِيدَ عَلَى كُلِّ أَحَدٍ وَيُحَرِّمُونَ الِاجْتِهَادَ وَأَنَّ الِاجْتِهَادَ جَائِزٌ لِلْقَادِرِ عَلَى الِاجْتِهَادِ وَالتَّقْلِيدَ جَائِزٌ لِلْعَاجِزِ عَنْ الِاجْتِهَادِ ." .


بل ځای یې د تصحیح او تضعیف په موضوع کې داسې لیکلي:
اعلم الناس به أهل العلم بحديثه الذين اجتهدوا في معرفة ذلك و طلبه من وجوهه و علموا أحوال نقلة ذلك و أحوال الرسول صلى الله عليه و سلم من وجوه متعددة و جمعوا بين رواية هذا و هذا و هذا فعلموا صدق الصادق و غلط الغالط و كذب الكاذب و هذا علم أقام الله له من حفظ به على الأمة ما حفظ من دينها و غير هؤلاء لهم تبع فيه أما مستدل بهم و أما مقلد لهم كما إن الاجتهاد في الأحكام أقام الله له رجالا اجتهدوا فيه حتى حفظ الله بهم على الأمة ما حفظ من الدين و غيرهم لهم تبع فيه أما استدل بهم و أما مقلد لهم. ( منهاج السنة النبویة جلد۴ صــ۱۱۳ د مصر چاپ )


ژباړه: د رسول الله ( صلی الله علیه وسلم ) د حالاتو پیژندونکي په خلکو کې هغه دي چې د حدیثو علم لري چې ددې په پیژندګلوۍ کې یې اجتهاد وکړ او  د هغې د وجود نه یې ددې طلب وکړ. د راویانو حالات یې معلوم کړل او د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) حالات یې په ډیرو طریقو جمع کولو سره وپیژندل او د مختلف راویانو  روایتونه یې جمع کړل. نو دوی د رشتین انسان په رښتیا  او د غلطي کونکي په غلطۍ او د دروغژن په درواغو  پوه شول. دا یو داسې علم دی چې ددې لپاره الله عز وجل امت کې د دین د حفاظت د پاره څه خلک ودرول او باقي خلک د دوی تابع دي، یا د دوی د اصولو نه استدلال کوي او یا د دوی مقلد دي،  لکه څنکه چې الله تعالی مسایلو او احکامو کې اجتهاد کولو والا ودرول هغوی د اجتهاد نه کار واخیست او د دوی په وجهې د امت د پاره دین محفوظ شو او باقي خلک  د دوی تابع وي یا د دوی د اصولو نه استدلال کوي او یا د هغوی مقلد دي.


_ د شیخ الاسلام حافظ ابن تیمیه صاحب د پورته عبارت نه دا واضحه شوه چې څنګه اجتهاد فقهاؤ کړی دغه رنګې اجتهاد محدثینو هم کړی.


او هر چاته دومره مقام او علم حاصل ندی چې اجتهاد وکړي، بلکه الله جل جلاله دواړه ډلو کې فرښته صفته خلک پیدا کړي او باقي خلکو یا د دوی د جوړو شو اصولو مطابق استدلال وکړ او یا یې د دوی تقلید وکړ.


خو افسوس د ځينو خلفو په علم چې د فقهاؤ تقلید ته شرک، فتنه، تخریب کاري او ناجایز وايي خو د محدثینو تقلید بیا ورته جایز او په دین کې د کوم نقصان سبب دې نه وي. (او په عین حال کي خلګ د خپل فهم تقلید ته دعوتوي او کتابونه یې هم د سلفو د اقوالو د تقلیده ډک وي، د حیرت ځای لا دا دی چي د ترک تقلید په بحث کي بیرته د سلفو تقلید کوي!!).


لکه څنګه چې مؤلف د نتایج التقلید او مؤلف د التحقیق السدید په خپلو کتابو کې ځای پرځای دغه خبرې کړي دي.
 مولانا عبدالسلام روستمي په احسن الکلام  جلد ۱ صفحه ۵۵۳ کې د تقلید څلور اقسام ذکر کړي دي، په هغې کې یو تقلید محمود دی او بل مذموم دی او د دواړو لپاره یې مصداقات هم ذکر کړي دي. اول تقلید د پاره یې څلور مصداقات او دوهم قسم لپاره یې نهه مصداقات ذکر کړي دي او شیخ د تقلید محمود لپاره په ۵۵۵ صفحه کې دلایل هم بیان کړي دي او حواله یې د دغو اقوالو په ( اعلام الموقعین جلد ۲ صــ۲۴۱ ) د ابن قیم رحمه الله په کتاب ورکړې ده.


دا هم په هغو خلکو سخت رد دی چې د مطلق تقلید څخه انکار کوي.


امام بخاري رحمه الله يو اړخ ته مجتهد ؤ او پر اجتهاد سربېره مقلد هم ؤ. دى مبارک د امام شافعي رحمه الله پر مذهب ؤ. 


دغه خبره د غېر مقلدينو مخکښ او پيشوا جناب نواب صديق حسن خان بهوپالي په خپل کتاب ( الحطه في ذکر صحاح السته ) کې کړې ده، دى وايي:


امام بخاري رحمه الله د امام شافعي رحمه الله پر مذهب ؤ او ابو عاصم رحمه الله شافعي مذهبه بللى دى. ( و قد ذکره ابوعاصم في طبقات اصحابنا الشافعية نقلاً عن السکبي )


 همدارنګه دى جناب د دغه کتاب په ( ١٢٧ مخ ، ٦ فصل ) کې د امام نسائي رحمه الله په اړه وايي:
( کان احد اعلام الدين وارکان الحديث امام اهل عصره و مقدمهم بين اصحاب الحديث و جرحه و تعديله معتبر بين العلماء و کان شافعي المذهب)  
ژباړه:  امام نسائي رحمه الله د دين په غرونو کې يو غر ؤ. د حديثو په ارکانو کې يو رکن ؤ ، د خپل وخت او دور په محدثينو کې مخکښ ؤ ، د ده مبارک جرح او تعديل د علماء کرامو په وړاندې معتبر دي او همدارنګه دى مبارک د امام شافعي رحمه الله پر مذهب ؤ .


محترم !  نواب صديق حسن صاحب هم داسې د امام ابوداؤد رحمه الله په اړه ليکي: (فقيل حنبلي و قيل شافعي ) 
امام اوبوداؤد رحمه الله د حديث او د علل حديث حافظ ؤ. په تقوى، علم، فقه، اصلاح او اتقان کي يې لوړ مقام درلوده، يوازي اختلاف په دې ټکي کې ؤ چې په مذهب حنبلي ؤ او که شافعي، ځيني کسانو حنبلي مذهبه بللى دى او ځينو بيا شافعي مذهبه بللى دى. 

 

د دې خبري سربېره، امام مسلم رحمه الله، امام ترمذي رحمه الله ، امام بهيقي رحمه الله، امام دارقطني رحمه الله، امام ابن ماجه رحمه الله ، ټول مقلدين وو او د يوه صحيح قول سره سم دوى ټول پر مذهب د امام شافعي رحمه الله باندي وو.   (الحطة في ذکر صحاح الستة : ١٣٥ مخ)


★  امام أهل السنة احمد بن حنبل رحمه الله فرمایي: 
ومن زعم أنه لا يرى التقليد ولا يقلد دينه أحدا فهو قول فاسق عند الله ورسول صلى الله عليه وسلم. (طبقات الحنابلة ٣١/١)
څوګ چې ګمان کوي، تقلید لازم نه دی یا په دین کې تقلید نه مني، دا د الله او د رسول (صلی الله علیه وسلم) له طاعت څخه د وتلي فاسق قول دی.


 
★  امام
ابن قدامه المقدسي (مړ۶۲۰هـ) رحمه الله په تقلید شرعي د أهل السنة والجماعة د ﺍﺟﻤﺎﻉ په ذکر کولو سره په " اﻟﺮَّﻭْﺿَﺔ " نومې کتاب کې داسې لیکي:
" ﻭَﺃﻣﺎ ﺍﻟﺘَّﻘْﻠِﻴﺪ ﻓِﻲ ﺍﻟْﻔُﺮُﻭﻉ ﻓَﻬُﻮَ ﺟَﺎﺋِﺰ ﺇِﺟْﻤَﺎﻋًﺎ، ﻭَﺫﻫﺐ ﺑﻌﺾ ﺍﻟْﻘَﺪَﺭِﻳَّﺔ : ﺇِﻟَﻰ ﺃَﻥ ﺍﻟْﻌَﺎﻣَّﺔ ﻳﻠْﺰﻣﻬُﻢ ﺍﻟﻨّﻈﺮ ﻓِﻲ ﺍﻟﺪَّﻟِﻴﻞ ﻓِﻲ ﺍﻟْﻔُﺮُﻭﻉ ﻭَﻗَﺎﻝَ ﺍﻟﻄﻮﻓﻲ ﻓِﻲ ﻣﺨﺘﺼﺮﻫﺎ ﻭَﻏَﻴﺮﻩ : " ﻭَﻳﺠﻮﺯ ﺍﻟﺘَّﻘْﻠِﻴﺪ ﻓِﻲ ﺍﻟْﻔُﺮُﻭﻉ ﺇِﺟْﻤَﺎﻋًﺎ ﺧﻼﻓًﺎ ﻟﺒَﻌﺾ ﺍﻟْﻘَﺪَﺭِﻳَّﺔ "  ( ﺍﻟﺘﺤﺒﻴﺮ ﺷﺮﺡ ﺍﻟﺘﺤﺮﻳﺮ - ج ۸ صــ ۴۰۳۲ )
ژباړه: په فروعي مسائلو کې تقلید کول بالإتفاق جائز دی او د قدریه فرقې د بعضې خلکو نظر دا دی چې په عامو مسلمانانو باندې هم د فروعي مسائلو په دلائلو کې غور او فکر کول (اجتهاد)  کول لازم دي. او طوفي د روضي مختصر نومې کتاب کې ویلي دي چې سیوا د قدریه فرقې سره تعلق لرونکو څو کسانو نه په اتفاق د ټول امت په فروعي مسائلو کې تقلید کول روا دي.


د مؤلف پیژندنه : ﺃﺑﻮ ﻣﺤﻤﺪ ﻣﻮﻓﻖ ﺍﻟﺪﻳﻦ ﻋﺒﺪ ﺍﻟﻠﻪ ﺑﻦ ﺃﺣﻤﺪ ﺑﻦ ﻣﺤﻤﺪ ﺑﻦ ﻗﺪﺍﻣﺔ ﺍﻟﺠﻤﺎﻋﻴﻠﻲ ﺍﻟﻤﻘﺪﺳﻲ ﺛﻢ ﺍﻟﺪﻣﺸﻘﻲ ﺍﻟﺤﻨﺒﻠﻲ، ﺍﻟﺸﻬﻴﺮ ﺑﺎﺑﻦ ﻗﺪﺍﻣﺔ ﺍﻟﻤﻘﺪﺳﻲ ‏( ﺍﻟﻤﺘﻮﻓﻰ : 620 ﻫـ ‏)


★  مشهور محدث امام ابن العربي مالکي رحمه الله د نن زماني ورته ځیني خلک لیدلي نو داسې یې لیکلي:
فلما جاء الحمير الذين يطلبون النص (الدليل) في كل صغير و كبير طمس الله عليهم باب الهدى و خرجوا عن زمرة من استن بالسلف و اهتدى. (شرح جامع الترمذي ۳/۱۰۴)
کله چې هغه خره راغلل، چې په هره لویه او وړه مسئله کې د دلیل غوښتنه کوي، الله تعالی په دوی د هدایت دروازه بند کړه او الله تعالی د سلفو له ټولۍ او هدایت څخه دوی وویستل.

 

★   مشهور محدث امام جلال الدین السیوطي رحمه الله لیکي: 
اعلم أن اختلاف المذاهب في هذه الملة نعمة كبيرة وفضيلة عظيمة، وله سر لطيف أدركه العالمون، وعمي عنه الجاهلون، حتى سمعت بعض الجهال يقول : " النبي ( صلی الله علیه وسلم ) جاء بشرع واحد، فمن أين مذاهب أربعة ؟" . ( أدب الإختلاف صــ٢٥ )
ژباړه: پوه شه چې په دې ملت کې د څلورو امامانو ترمینځ اختلاف یو لوی نعمت او لوی فضیلت لري. او دا اختلاف باریک راز لري چې عالمانو پیژندلی دی، جاهلان ور څخه ړانده سوه حتی له ځینې ناپوهانو اورو چې وایي:  رسول الله (صلی الله علیه وسلم) خو یو شریعت راوړی مذهبونه له کوم ځایه راپیدا شول؟

 

★  امام برهان الدین اللقاني اشعري رحمه الله په خپله منظومه جوهر التوحید کې لیکي:
فَكُلُّ خَيْرٍ فِي اتِّبَاعِ مَنْ سَلَف = وَكُلُّ شَرٍ في ابْتدَاعِ مِنْ خلَفْ.
د سلفو په تابعدارۍ کې ټول خیر دی او د خلفو په تابعدارۍ کې ټول شر دی.

 

امام باجوړي رحمه الله په تحفة المرید شرح جوهر التوحید کې د دې شعر لاندې لیکي:
(والمراد بمن سلف: من تقدم من الأنبياء والصحابة والتابعين وتابعيهم خصوصا الأئمة الأربعة المجتهدون الذي انعقد الإجماع على امتناع الخروج عن مذاهبهم في الإفتاء والحكم . (ومن خلف) أي من تأخر من الخلف السئ الذين أضاعوا الصلوات  واتبعوا الشهوات …

ولعله يقصد من خرج عنهم لأجل الهوى أو الفهم المبتدع المخالف. (تحفة المرید شرح جوهر التوحید صــ۲۱۱)
یعني مراد له سلفو څخه انبیاء، صحابه، تابعین، تبع تابعین په ځانګړي توګه څلور امامان مراد دي، هغه چې د امت د اجماع په فیصله په فتوی او حکم کې د دوی له مذاهبو څخه وتل ناروا دي او په خلفو سره مراد راوروسته هغه خلک دي چې لمونځونه یې ضایع کړي او د خپلو خواهشاتو تابع شوي او هغه خلک مراد دي چې د خپل خواهش او ناروا فهم لامله له امت نه وتلي دي.

 

★  شیخ سلیمان بن سحیم په شیخ محمد بن عبدالوهاب النجدي باندې دا رد کاوه، چې ګوندې دا د ائمه أربعه وو د تقلید خلاف دی او د مذاهبو وسعت د امت لپاره رحمت نه بولي، پدې تردید کې محمد بن عبدالوهاب النجدي داسې لیکي چې:
" ان الرجل افتری علی امور لم اقلها ولم یأت اکثرها علی ما یأبی (فمنها ) قوله انی مبطل المذاهب الاربعة وانی اقول ان الناس من ستمأة سنة لیسوا علی شئ وانی ادعی الاجتهاد وانی خارج عن التقلید وانی اقول ان اختلاف العلماء نقمة وانی اکفر من توسل بالصالحین " (مؤلفات الشیخ محمد بن عبدالوهاب جلد۱۱ صــ۲۴ د ریاض چاپ)


ژباړه: دې شخص پر ما باندې د ډیرو خبرو افتراء کړې ، چې هغه ماندې کړي او نه پر ما باندې ددې اکثرو مسؤلیت راجع کیږي ، یوه خبره پدې کې دا ده ، چې ګوندې ما پر څلورو مذاهبو باندې د بطلان فیصله کړې (دوي دا خبره غلطه کړې) یا دا چې ما ویلي چې ګوندې له شپږ سوه ۶۰۰ کالو راهیسې خلک په حق باندې ندي ، یا دا چې ګوندې زه د اجتهاد د مرتبې مدعي یم ، یا دا چې زه د تقلیده وتلی یم، یا دا چې ګوندې ما ویلې چې په فروعي مسایلو کې د مجتهدینو اختلاف مصیبت دی او یا دا چې په صالحینو وسیله نیولو ته زه کفر وایم (دا ټولې خبرې ما پورې بهتان او افتراء ده ).


★  د شیخ محمد بن عبدالوهاب زوی عبدالله پر خپل مسلک یوه رساله لیکلې ، چې هغه په صفا ټکو سره پکې د تقلید ملاتړ او تائید کړی ، هغه داسې لیکي :
" ونحن ایضاً فی الفروع علی مذهب الامام احمد بن حنبل ولا ننکر علی من قلد ائمة الأربعة دون غیرهم لعدم ضبط مذاهب الغیر………ونجبرهم علی تقلید احد الائمة الأربعة ولانستحق مرتبة الاجتهاد وما اهدمنا یدعیه " . (ترجمه مولانا اسماعیل غزنوي چاپ ځای انوارالاسلام امرتسرصـ۶۱)
ژباړه:  او موږ په فروعي مسائلو کې د امام احمد بن حنبل رحمه الله پیروان یو او مونږ د ائمه اربعه وو پر مقلدینو (د ترک حدیث) تنکیر نه کوو، ځکه دا نور مذاهب منضبط ندي پاتې شوي ، مونږه په ائمه اربعه وو کې د یوه امام د تقلید پابند او مننونکې یو، د خپل ځان لپاره د اجتهاد د مرتبي مدعیان نه یو او نه موږ (د نجد علماوو) کې چا ددې دعوه کړي ده .


_  دا چې داسې ستر ستر علماء کرام په شخصي تقليد باندې رد نه کوي نو زه بيا څوک يم چې، بېله کوم علم او پوهي اعتراض کوم او بېله اجتهادي شرائطو چې علماء کرامو د يوه مجتهد لپاره ټاکلي دي زه په مسائلو کې اجتهاد کوم او ځان مجتهد بولم.


_  که چیرته موږ د دیوبند علماء خپل ځانونه د امام ابوحنیفه رحمه الله مقلدین بولو، نو هیڅکله داسې هم نده چې د نورو څلور ګونو مذاهبو تقلید او پیروۍ ته موږ وحشت یا شرعي قباحت وایو ،(خدای جل جلاله مکړه ) که چیرته په حنفیت کې کوم قباحت وای، نو نن به د سعودي عرب د مشائخو په شمول په ګرده اسلامي نړۍ کې (عقیده طحاويه) هیڅ چا هم پخپل تعلیمي نصاب کې نه شاملولای او د امام طحاوي رحمه الله (۳۲۹هـ) د حنفیت هغه خبره ده چې له هیڅ چانه پټه نده (چي د احنافو مشهور عالم دی او د عقیدې کتاب یې په درسته نړۍ کي تدریسیږي.)


_ البته دا خبره هم د یادولو وړ ده، چې کله په کتاب او سنت کې کومه مسئله په دلالت کې څرګنده او قطعي نه وي ، نو د کوم مجتهد تقلید هلته کیږي خو د کتاب الله او سنت الرسول (صلی الله علیه وسلم) د قطعیاتو خلاف څوک نشي کولای او نه پکې د چا خبره اوریدل کیدای شي ، خو کله چې د آیت یا حدیث په معنی کې د سلفو اختلاف وي، نو شک نشته، چې د کوم امام یا مجتهد رهنمایي او اجتهاد باندې یې حل کیدل شونتیا لري.


عجیبه خبره خو داده: 
چې حافظ ابن تیمیه رحمه الله چې د امام احمد بن حنبل رحمه الله د مذهب مقلد دی، له بده مرغه ځینې خلک یې په لوی لاس د تقلید له دایرې نه وباسي او حتی د تقلید مخالف یې بولي، پداسې حال کې چې نوموړی مقلد دی او هیڅکله له تقلیده انکار نه کوي ،دې ته ورته نور داسې علماء شته ، چې بعضي خلک کوشش کوي چې أهل مذاهب د تقلید له دايرې نه خارج کړي ، خو د دوی د حوالو همدا (شیخ محمد بن عبدالوهاب ) لویه مرجع وه ، دا دی د نوموړې په خپل عکس العمل ثابته شوه، چې هغه هم مقلد دی او هیڅکله یې د مذهب مخالفت ندې کړی نو دا نور خو بي له هغې هم أهل مذهب دي او پخپله یې کله هم د محمود تقلید په رد کې څه ندې ویلې.

سرته