تازه سرليکونه
د (د حنفي مذهب پېژندنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
تقلید څه ته وايي؟
  تعلیم الاسلام
  August 16, 2017
  0
لیکنه : مولوی عبدالغفار "ابوجمیل" / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
تقلید په اصطلاح کي دې ته وايي، چي یو انسان د بل انسان د قول او یا فعل اتباع په داسي حال کي وکړي، چي دی ورته د حقیقت عقیده لري، بېله نظر کولو څخه په دلیل کښي. (کشاف اصطلاحات الفنون: ۱۱۷۸) 
 
موږ ځکه تقلید منو او مقلدین یو، چي تقلید په قرآن او احادیثو سره ثابت دی.
 
۱- الله عزوجل فرمايي:
 
(يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ أَطِيعُواْ اللَّهَ وَأَطِيعُواْ الرَّسُولَ وَأُوْلِي الأَمْرِ مِنكُمْ) ( النساء: ۵۹)
 ژباړه: اې مؤمنانو! د الله ( جل جلاله )اطاعت وکړئ او د رسول  صلی الله علیه وسلم  اطاعت وکړئ او د خپلو امراوو.
 
 د اولي الامر په تفتیش کي ځیني علماء دا فرمایي، چي مسلمانان حاکمان او امراء دي، لاکن اکثره مفسرین، لکه: حضرت جابر بن عبدالله رضی الله عنه ، حضرت عبدالله بن عباس رضی الله عنه ، حضرت مجاهد رحمة الله علیه ، حضرت عطاء ابن ابي رباح رحمة الله علیه ، حضرت عطاء ابن السائب رحمة الله علیه ، حضرت حسن بصري رحمة الله علیه ، حضرت ابوالعالیه رحمة الله علیه  امام فخر الدین الرازي رحمة الله علیه او نورو ډېرو مفسرینو فرمايلي دي، چي د اولي الامر څخه مراد علماء او فقهاء دي.
 
 ۲- په قرآن کریم کي راځي: 
(وَإِذَا جَاءهُمْ أَمْرٌ مِّنَ الأَمْنِ أَوِ الْخَوْفِ أَذَاعُواْ بِهِ وَلَوْ رَدُّوهُ إِلَى الرَّسُولِ وَإِلَى أُوْلِي الأَمْرِ مِنْهُمْ لَعَلِمَهُ الَّذِينَ يَسْتَنبِطُونَهُ مِنْهُمْ) [ النساء: ۸۳]
ژباړه: که چيري عوام الناس ته د امن او یا خوف څه خبره ورسیږي، نو دوی د هغې اشاعت کوي او که چيري دوی دا خبره د رسول الله  صلی الله علیه وسلم  او خپل اولي الامر طرف ته راګرځولې وای، کوم اولي الامر چي د استنباط اهل دي، هغو به ددې حقیقت لره ښه معلومېدل کړي وای.
 
 امام فخرالدین الرازي رحمة الله علیه  ددې آیت په تفسیر کي لیکي: ثابته سوه، چي استنباط حجت دی او قیاس یا خو استنباط دی او یا په ده کي داخل دی. کله چي دا ثابته سوه، نو موږ وایو، چي پورتنی آیات مبارک پر څو امورو دلالت کوي:
 
الف- دا چي په احکامو کي د حوادثو بعضي هغه دي چي په نص نه معلومیږي، بلکي په استنباط سره معلوميږي.
 
با- استنباط حجت دی.
 
جيم- پر عوامو باندي د علماوو تقلید د حوادثو په احکامو کي واجب دی. (تفسیرکبیرللامام الهمام فخرالدین الرازي، ج:۳، ص: ۲۷۲)
 
۳- درېيم آيت: 
(فَلَوْلاَ نَفَرَ مِن كُلِّ فِرْقَةٍ مِّنْهُمْ طَآئِفَةٌ لِّيَتَفَقَّهُواْ فِي الدِّينِ وَلِيُنذِرُواْ قَوْمَهُمْ إِذَا رَجَعُواْ إِلَيْهِمْ لَعَلَّهُمْ يَحْذَرُونَ) (التوبه:۱۲۲) 
 
ژباړه: بس ولي نه وتله د دوی د هر لوی جماعت څخه یوه ډله ددې له پاره، چي دا خلک په دین کي پوهي حاصله کړي او د راګرځېدو څخه وروسته خپل قوم پوه کړي، ددې د پاره چي شاید دوی د الله عزوجل د نافرمانۍ څخه وژغوري.
 
 په دې آیت کي د علم له پاره پر مخصوص جماعت باندي دا لازمه ده، چي هغه نور خلک د شریعت د احکامو څخه خبر کړي او د نورو خلکو له پاره دا لازمه ده، چي د هغو په ښوول سوو احکامو عمل وکړي او په دې ډول دوی ځانونه د الله  جل جلاله عزوجل  د نافرمانۍ څخه وژغوري.
 
 تقلید په احادیثو کي:
 
 ۱- عن حذیفه رضی الله عنه  قال قال رسول الله  صلی الله علیه وسلم:
 (إِنِّي لاَ أَدْرِي مَا قَدْرُ بَقَائِي فِيكُمْ، فَاقْتَدُوا بِاللَّذَيْنِ مِنْ بَعْدِي , وَأَشَارَ إِلَى أَبِي بَكْرٍ وَعُمَرَ.).(رواه احمد والترمذي وابن ماجه/ مشکوة ص: ۲۷)
 ژباړه: د حضرت حذیفه رضی الله عنه څخه روایت دی چي نبي کریم  صلی الله علیه وسلم  وفرمایل: ما ته معلومه نه ده زه به ستاسو په مينځ کي څونه وخت واوسیږم، تاسو په هغو دوو کسانو پسي اقتداء وکړئ، چي زما څخه وروسته دي، او ابوبکر او عمر رضی الله عنهما ته ئې اشاره وکړله.
 
۲- حضرت ابوهریرة  رضی الله عنه  وايي، چي نبي کریم  صلی الله علیه وسلم  وفرمایل: « مَنْ أُفْتِىَ بِغَيْرِ عِلْمٍ كَانَ إِثْمُهُ عَلَى مَنْ أَفْتَاهُ » (رواه ابوداؤد/ مشکوة المصابیح، ص: ۲۸)
 ژباړه: کوم کس ته چي بې علمه فتوا ورکړله سوله، هغه ګناه پر فتوا ورکوونکي ده.
 
دا حدیث په ښکاره ډول سره وایي، چي کوم کس عالم نه وي د هغه فریضه صرف دومري ده، چي هغه د داسي عالم څخه د مسئلې پوښتنه وکړي، چي د ده د معلوماتو مطابق د قرآن اوسنت علم لري، ددې وروسته که هغه عالم هغه غلطه فتوا ورکړه ګناه ئې د هغه په غاړه ده. د تقلید په هکله نور هم بې شمېره احادیث موجود دي.
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله: ۲۰ ګڼه
 
اړوند:
د تقلید حقیقت
د تقلید څوارلس پیړۍ
تقلید شخصي
 

سرته