تازه سرليکونه
د (مطمئن ژوند) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
(۳) ډوله خلکو سره خپلې موخې مه شریکوئ
  تعلیم الاسلام راډیو
  March 21, 2018
  0

ژباړه: حضرت عثمان نوري / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


ارواپوهان وايي:

خپل اهداف د هغو کسانو سره تشریح کړئ چې مخکې په دې ساحه کې بریالي شوي وي. دا چې تاسې کوم اهداف ټاکئ، لومړی د بریالیتوب لپاره ډاډ ترلاسه کړئ، ځکه باور ستاسو مزل د بریا په لور ګړندی کوي. خپلو موخو ته رسېدل آسانه کار نه دی او د هر ډول سختېو ترڅنګ باید د اضافي فشار سره هم مقابله وکړئ.

 

تاسو باید محتاط اوسئ او ددې لاندې کټګورېو خلکو سره باید خپلې موخې شریکې نه کړئ.


لومړۍ: هغه ډول خلکو سره خپلې موخې مه شریکوئ چې خپلې موخې نه تعقیبوي 

که تاسې له هغه ډول خلکو سره خپلې موخې شریکوئ چې خپله یې ځان ته کوم هدف نه وي ټاکلی، نو دا ستاسو تېروتنه ده، ځکه که تاسې خپلې موخې له دې ډول خلکو سره شریکوئ، نو ممکن دوی تاسو ته وړاندیز وکړي، چې تاسې بدلون ته اړتیا نه لرئ؛ په دې اړه جدي فکر وکړئ، ځګه دا یو زیانمنوونکی کار دی. ځینې بدتر اشخاص شته چې په شفاهي ډول ستاسو نږدې ملګري او همکاران وي، خو په زړه کې یې د ملګرتیا یو تار هم موجود نه وي، دا د ارواپوهنې د هغې څېړنې پایله ده چې ویل کیږي موږ ۹۳ سلنه د یو بل سره په نفاذ کې اړیکې لرو.


امکان او امکانات ستاسو موخې هدف ګرځوي او که تاسې هم په شته امکاناتو خپل فعالیت ته دوام ورکړئ. د موخو ترلاسه کولو لپاره باید خپل چلندونه بدل کړئ، نوښت ته اړتیا لرئ او باید مثبت بدلون وکړئ.


حل لاره: خپلې موخې د هغه اشخاصو سره مباحثه کړئ چې له تاسو وړاندې دویو خپل اهداف ټاکلي وي او بیا خپلو موخو ته رسیدلي وي، یا له هغو خلکو سره خپلې موخې شریکې کړئ چې له تاسو وړاندې دویو په ژوند کې د بریالیتوب لپاره مبارزه کړې وي.


دوهم: خپل اهداف له هغه خلکو سره مه شریکوئ چې د ژمنې او مرستې پر ځای مو تحقیروي 


 څرنګه چې موږ ټولنیز مخلوق یو، موږ ډېر وخت د هغو خلکو لخوا منل کیږو، چې زموږ سره نږدې وي. زموږ ښه رژیم او کورنۍ هڅه کوي چې موږ خپلو موخو ته ورسوي. ټولنه کې هر ډول خلک وي، ځینې یې نه خپلې موخې لري او نه ورته د نورو موخې ښې ښکاري او دویو همېشه چاته نېک نظر او مشوره نه ورکوي، او که څوک ورسره مشورې ته زړه ښه کړي، بیا یې د مشورې او نظر پر ځای تحقیروي هم.


حل لاره:  که تاسو خپل اهداف د هغو کسانو سره شریک کړئ چې له ځان سره مینه لري، تاسې هم له خپل ځان سره مینه وکړئ او په ځان کې ددې روحیه پېدا کړئ چې تاسو لاهم نا اشنا اوږد لاره لرئ او په دې نابلده لاره لارښوونې د نورو هم فکره خلکو لخوا تصویب کیږي.


دریم: له هغه ډول خلکو سره خپلې موخې مه شریکوئ چې تل نیوکه کوي


نقد، انتقاد او نیوکه د هر ډول فعالیتونو سره ملې کلمې دي، دا چې انتقاد په ظاهره خوږه کلمه نه ده، خو په باطن کې ډېره ګټوره تمامیږي. نیوکه کول هم خپل مهارت غواړي او تاسې له هغه ډول خلکو سره موخې مه شریکوئ چې تل نیوکه کوي او په نه موضوع بې ځایه چېړ او بحث کوي، دوی همداراز ټکي په ټکي دې ته متوجه کیږي چې اوس به یې په کوم ځای کې معمولي تېروتنه وي چې ښه یې وشرموو.


حل لاره: هدف مو ځانه ته لوړ وټاکئ؛ ځکه که کوچنی هدف وټاکئ، نو ممکن ژر یې ترلاسه کړئ او بیا به د بل هدف لپاره بیا ځان په زحمت کوئ، نو لومړی د امکان وړ ستر هدف ځان ته وټاکئ او بیا د خپلو موخو په اړه له هغه چا سره مشورې وکړئ چې ستاسو بدبینه نه وي او یواځې ستاسو پرمختګ یې هیله وي. همداراز ارواپوهانو دا ثابت کړې ده چې د موخې ټاکلو تر څنګ باید خپلو پرلپسې کارونو ته ښه پام وکړئ او د نن ورځې کارونه سبا ورځې ته مه پرېږدئ.


خپلو هر ډول فعالیتونو کې سالم نظریات، نیوکې او پشنهادونه ومنئ، ځکه دا چاره ستاسو هدف په ډېرې آسانۍ ټاکي.

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته