تازه سرليکونه
د (زه ولې مسلمان سوم؟) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ابو ذر رضي الله عنه د ایمان قبلولو واقعه
  تعلیم الاسلام راډیو
  December 15, 2017
  0

 لیکنه : مولوي عنایت الله علمي / تعلم الاسلام ویب پاڼه

 

 ابو ذر رضي الله عنه  اول نفر دى چي د مکې مکرمې د دباندي څخه مسلمانيږي، حتّْی داسي هم ويل کيږي چي پنځم نفر ؤ چي مسلمان سو خو په دې کي شک نسته چي ابو ذر رضي الله عنه  د هغه اولو مسلمانانو څخه دى چي د اسلام په شروع کي په اسلام مشرفه سوي دي، ابو ذر غِفاري د غِفار د قبيلې څخه ؤ او دغه قبيله و مدينې منورې ته نژدې پرته وه،

 

دغه قبيله په غلا او لار نيولو مشهوره وه، دې قبيلې حرامي مياشتي حلالولې يعني: په حرامو مياشتو کي يې هم جنګ او تجاوزونه کول، خو په خپله ابو ذررضي الله عنه  د هغو خلكو څخه ؤ چي د شرک د اعمالو څخه بېزاره او موحِّد ؤ، پردې سربېره په حق دين پسي ګرځېدى، د مخه تراسلام راوړلو يې الله جل جلاله  ته لمونځ کاوه، خو د ابو ذررضي الله عنه  د اسلام را وړلو د قصې روايتونه يو د بل سره لږ څه فرق لري خو زه دلته هغه روايت را نقلوم چي امام احمد رحمه الله علیه  يې په خپل مسند کي د ابوذررضي الله عنه  څخه په سند سره را نقلوي.

 


 امام احمد پسله ذکر کولو د راويانو وايي: چي ابو ذررضي الله عنه  و ويل: زه، زما ورور اُنَيس او زموږ مور د خپلي قبيلې څخه چي د غِفار قبيله وه را و وتلو او زموږ د قبيلې دا عادت ؤ چي حرامي مياشتي يې حلالولې، ترڅو چي زموږ يوه ماما ته ورغلو چي هغه د مال او عزت خاوند ؤ، زموږ ماما زموږ عزت وکړی او ښه معامله يې را سره وکړه، خو د هغه د قوم زموږ سره حسد پيدا سو چي دا بيا څوک دي چي دلته راغله  او ما ته يې 

 


و ويل: کوم وخت چي ته د خپله اهله څخه را وتلې، اُنيس به دي خپلي کورنۍ ته پرې ايښى واى، په دغه وخت کي زموږ ماما راغلى موږ هغه د ده د قوم حال ورته و وايه، داسي معلومېدل چي د ده هم دغه فکر ؤ، نو موږ ورته  و ويل: هغه نېکۍ چي دي د مخه را سره کړي وې هغه دي عبث او ضائع کړې او بيا به هيڅکله ستا مخ و نه وينو، موږ هغه خپلو اوښانو ته ور ولاړ سوو او خپل سامان يا شيان مو پر بار کړل، ماما مو سر په پټو کي پټ کړی او ژړل يې، موږ رهي سوو څو مکې مکرمې ته نژدې سوو. 

 


ابو ذر رضي الله عنه  دغه سړي ته چي قصه ورته کوي ورته وايي: اې وراره! د مخه تر دې چي زه د رسول الله صلي الله علیه وسلم  سره و وينم ما درې کاله لمونځ کاوه، هغه ورته و ويل: چا ته دي کاوه؟ ويل الله ته، سړي و ويل: د لمانځه په وخت کي دي مخ کومي خوا ته کاوه؟ ابو ذر رضي الله عنه  و ويل: هري خوا ته چي به مي الله جل جلاله  مخ برابر کړى او د ماخستن لمونځ مي د شپې ترآخره کاوه. 

 


ابو ذر رضي الله عنه  وايي: کوم وخت چي موږ و مکې مکرمې ته نژدې سوو زما ورور اُنيس 
و ويل: زه په مکه مکرمه کي کار لرم ته تر هغو  زما انتظار کوه چي زه بيرته راځم او دئ ولاړى، خو ډير وځنډېدى، کوم وخت چي را غلى ما ويل: ولي وځنډېدې؟ ده ويل: يو سړئ مي وليدى داسي دعوه يې کول چي الله جل جلاله  دغه ستا په دين را لېږلى دى، وايي: ما ورته و ويل: چي خلكو د ده په باره کي څه ويل؟ 

 

ورور مي و ويل: خلكو ويل: چي شاعر، ساحر او کاهن دى، ابو ذررضي الله عنه  وايي زما ورور اُنيس شاعر ؤ او نور یې هم را ته و ویل: ما د کاهنانو خبري اورېدلي دي، د هغو پر قسم خبري يې نه کولې او د ده قول مي د شعر په ترازو کي واچاوه په والله هيڅوک به دا و نه وايي چي دا شعر دى، په والله دئ صادق دى او خلك درواغ وايي، ابو ذر وايي:

ما خپل ورور ته وويل:

 

آيا ته تر هغو  زما انتظار کوې چي زه ورسم او په خپله يې و وينم؟ ورور مي ويل: هو! مګر د اهلِ مکې سره ډير احتياط کوه چي دوى د ده سره دښمني کوي او څوک نه ور پرېږدي چي خبري يې واوري، ابو ذررضي الله عنه  وايي: زه رهي سوم ترڅو مکې مکرمې ته ورسېدم، هلته مي کتل يو ضعيفه سړئ (يعني: خوار او اسکېرلى سړئ) مي پيدا کړی او د هغه څخه مي پوښتنه وکړه، ما ويل:

 

هغه څوک چي تاسي واياست د دينه اوښتى دى چيري دى؟ سړي و ما ته اشاره کړه او ناري يې کړل: دغه دى د دينه اوښتى، د مکې ټول خلك را باندي را ټول سوه په ډبرو په هډوکو هر څه چي په لاس ورځي په هغه مي وهي ترڅو چي بېهوښه ولوېدم، نه پوهېږم چي څه وخت را پورته سوم خو داسي وم لکه سور مُنار، يعني: ټوله په وينو لړلى وم، د زَمزَم و څا ته ورغلم اوبه مي وڅښلې او هغه ويني مي د ځانه څخه پرېولې او بيا د کعبې شريفي تر پوښو لاندي سوم.  ابو ذر رضي الله عنه  و قصه اورېدونکي ته وايي:

 


 اې وراره! تقريباً يوه مياشت مي په مکه مکرمه کي تېره کړه او د خوړلو دپاره مي هيڅ شئ نه درلودی فقط د زَمزَم اوبه چښم، تر داسي اندازې چاغ سوم چي نس مي ګونجي وکړې (يعني: خېټه مي پيدا کړه) او په خپله سينه کي مي هيڅ لوږه نه حسول، ترڅو چي د سپوږمۍ په رڼا يوه روښانه شپه پر اهل مکه راغله او په دغه شپه کي الله جل جلاله  پر اهل مکه خوب غالبه کړى،

 

پر کعبه شريفه هيچا طواف نه کاوه بېله دوو ښځو، دغه دوې ښځي چي پر ما راغلې په دغه وخت کي يې په خپلو دعاوو کي  إساف او نائله یادول او بلل، ما ورته و ويل: دغه دوه څه صفت لري دا خو هغه دوه زنا کاره دي.(د ِإساف او نائلې قصه مي د مخه درته بيان کړې ده) ابو ذر رضي الله عنه   وايي دغو دوو ښځو په نارو او غالمغال شروع وکړه او ويل کشکي زموږ د نفرو څخه يو څوک دلته موجود واى.

 


ښځي په دغه نارو کي د حرم شريف څخه وتلې چي د ها خوا څخه رسول الله صلي الله علیه وسلم  او ابوبکرالصِدِّیق رضي الله عنه  د غره د طرفه څخه را کښته کېدل، دغه ښځي په مخه ورغلې د ښځو څخه يې پوښتنه وکړه:څه درته پېښه  ده؟ ښځو ويل: د کعبې شريفي تر پوښو لاندي يو د دينه اوښتى سړئ دى، دوى ويل چي هغه سړي څه و ويل؟ ښځي وايي: داسي خبره يې وکړه چي خوله په ډکيږي، يعني:

 

ډيره لويه خبره يې وکړه، ابوذر رضي الله عنه  وايي: بيا رسول الله صلي الله علیه وسلم  او د ده ملګرى راغله حجراسود يې مسحه کړی پرکعبه شريفه يې طواف وکړی او لمونځ يې وکړی (معلومه خبره ده چي ابوذررضي الله عنه  د دغه لمانځه څخه پوه سو چي دا هغه د ده د مطلب سړئ دى) ابو ذررضي الله عنه  وايي: زه ورغلم او اول هغه څوک وم چي د اسلام په تحيه سره مي تحيه ورته و ويل، يعني: ورته و مي ويل:

 

السلام عليکم، رسول الله صلي الله علیه وسلم  را ته و ويل: عليک و رحمة الله او ويل: د کوم ځاى يې؟ ما ورته و ويل: د غِفار د قبيلې، رسول الله صلي الله علیه وسلم  لاس پر تندي کښېښاوه، ابو ذر رضي الله عنه  وايي ما د ځانه سره و ويل: لکه دا چي يې نه  سوه خوښه چي ما د ځان نسبت د غِفار و قبيلې ته وکړی دا إراده مي وکړه چي لاس يې ونيسم،

 

خو د ده ملګري (چي د رسول الله صلي الله علیه وسلم  په عادت ترما ډير خبر ؤ او پوهېدى) زه منعه کړم، بيا رسول الله صلي الله علیه وسلم  را ته و ويل: د څومره مو دې راهیسي دلته اوسېږې؟ ما ويل: تقريباً د ديرشو شپو او ورځو په  منځ کي، نو ويل: خواړه چا درکول؟ ما ويل:

 

خواړه مي نه درلودل فقط د زَمزَم اوبه مي څښلې او زه په چاغ سوم حتّْی خېټه مي وکړه او په سينه کي مي هم هيڅ لوږه نه ده حس کړې، رسول الله صلي الله علیه وسلم  و فرمايل: هو دا مبارکي اوبه دي او دا اوبه د وږي سړي غذاء ده، ابوبکر الصِدِّیق رضي الله عنه  و ويل: يا رسولَ الله! اجازه راکه چي نن شپه زه و ده ته خواړه ورکړم. 
رسول الله صلي الله علیه وسلم  و فرمايل: هو  ور يې کړه،

 

بيا نو رسول الله صلي الله علیه وسلم او ابوبکرالصِدِّیق رضي الله عنه  رهي سوه او زه هم ور سره ملګرى سوم ترڅو چي ابوبکررضي الله عنه  يوه دروازه خلاصه کړه او موږ ته يې د طائف د اُوڅکو څخه په مټانو را کړې، ابو ذررضي الله عنه  وايي: دا نو هغه اول خواړه وه چي ما په مکه کي وخوړل او څومره چي الله جل جلاله  را ته مقرره کړي وه هغومره په مکه کي پاته سوم او بيا رسول الله صلي الله علیه وسلم  را ته و ويل:

 

زه و يوې داسي مځکي ته بېول کېږم چي ډيري خرماوي لري او زه ګمان نه کوم چي بل ځاى دي وي  بېله یثرِبه، آيا ته ستا و قوم ته زما د طرفه تبليغ او دعوت کوې؟ ښايي چي الله جل جلاله  په تا سره دوى ته نفعه و رسوي او تا ته د دوى په سبب اجر او ثواب درکړي، ابوذررضي الله عنه  وايي بیا نو د مکې مکرمې څخه رهي سوم تر څو زما ورور اُنيس ته ورغلم، هغه را ته و ويل: څه دي وکړه؟ ما ويل:

 

زه مسلمان سوم او د هغه سړي تصديق مي وکړی، اُنيس ويل: زه هم نه غواړم چي بېله ستا د دينه څخه بل دين اختيار کړم، زه هم مسلمان يم او د رسول الله صلي الله علیه وسلم  تصديق کوم، بيا موږ دواړه زموږ مور ته ورغلو هغې ته مو خپل دين او حال و وايه، هغې ويل: زه هم ستاسي د دين څخه مخالفت نه کوم زه هم مسلمانه يم او هغه څه منم چي رسول الله صلي الله علیه وسلم  يې وايي، نو موږ د دغه ځايه څخه رهي سوو، څو خپل قوم او د غِفار قبيلې ته ورسېدلو او هلته مو په دعوت شروع وکړه.

 

  
د مخه تر دې چي رسول الله صلي الله علیه وسلم  مدينې منورې ته راسي زموږ د قوم ځيني خلك مسلمانان سوه او ځينو ويل: کوم وخت چي رسول الله صلي الله علیه وسلم  مدينې منورې ته راسي موږ اسلام راوړو، کوم وخت چي بيا رسول الله صلي الله علیه وسلم  مدينې منورې ته راغلى هغه نورو پاته خلكو هم ايمان را وړى. 

 

 

او بيا د أسلم قبيله چي و غِفار ته نژدې وه مدينې منورې ته راغله او ويل: يا رسول الله! موږ هم پر هغه څه ايمان را وړى دى کوم چي زموږ وروڼو د غِفار قبيلې پر را وړى دى، د أسلم قبيله هم مسلمانان سوه او رسول الله صلي الله علیه وسلم  و فرمايل: 
«غِفار غَفَرَ اللهُ لَهَا، وَ أسلَم سَالَمَهَا الله».

 

ماخذ: سروري کائنات صلي الله علیه وسلم ژوند 

 

سرته