تازه سرليکونه
د (زه ولي مسلمان سوم؟) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د روژې په برکت مسلمانه سوم!
  تعلیم الاسلام
  May 1, 2019
  0

لیکنه: عبدالغفار جبیر

فاطمه سکاټ

د اپریل پر ۲۵ د جمعې په شپه زما د وینې فشار(BP) لوړ شو او هغه داسي چي یوه میلمستیا مي درلودل او هرڅه مي بې کنټروله وخوړل، چي د څه وخت وروسته مي یو څه د عادي حالت څخه د بدلون احساس وکړ، هغه د فشار د لوړیدو ټولي نښي را پکښي پیدا شوي چي هیڅ مي ځان نه سوای کنټرولولای، یوې ملګري (نانسي) و روغتون ته یووړلمه او تداوي مي د ډاکټر جان جوزف (Dr. John Josef) په غاړه سوله.
 
د دووساعتو لپاره په روغتون کي داخله ومه اوفشارمي څه کنټرول شو، دارو درمل يې راکړل خو هغه داسي دارو درمل وه چي زه یې باید د تل لپاره وخورم، اوپوره پرهیز به هم ورسره کوم، چي دا زما لپاره واسمان ته تګ وو، د ډاکټر د مشورې مطابق یوه اونۍ وروسته ورغلم فشارمي عادي او ډېره هوسا ومه، ما ورڅخه وپوښتل چي ډاکټر صاحب که د فشار لپاره یوه طبعي درملنه وي، دا ځکه چي د دارو درمل څخه مي ډېره کرکه کیږي.  ډاکټرجان جوزف راته وویل چي سکاټ! د (۲۰-۳۰) ورځو پوري د مسلمانانو روژه ونیسه، نو ددې ټولو ناروغیو څخه به دایمي خلاصون ومومې، ماورته وویل چي ډاکټرصاحب په دې خبره پوه نه شوم دادي څه راته وویل؟؟  ډاکټر صاحب راته وویل چي د (۲۰-۳۰) ورځي د سهار څخه تر ماښامه پوري هیڅ شی مه خوره او څښاک هم مه کوه، نو ضرور به  د دایمي فشار څخه د تل لپاره خلاصه شې، او دا موږ تجربه کړېده. 
 
دا درملنه مو چاته لس ورځې، چاته شل ورځې او کله خو بیا که یو څوک ډېر په تکلیف وي تر (۳۰) ورځو پوري دا هدایت ورته کوو بیا مي ورڅخه وپوښتل چي دا خو د مسلمانانو روژه ده او که بل څه؟؟  ډاکټرصاحب راته غبرګه کړل چي ته یوڅو د قېقې پردې چوکۍ باندی کښینه چي حقیقت درته څرګند کړم اوهغه دا چي روژه د مسلمانانو یو سپېڅلي عبادت دی، دا په کال کي یوه میاشت ده، او خپله میاشت يې معلومه ده، او ودې میاشتې ته مسلمانان ډېر تقدس لري ، زموږ او ستاسو په بایبل کي هم د روژې څه بیان شته خو دا د کلیساوو واکداران یو خو ورباندي خبرنه دي او بل دا چي موږ او تاسي یې ډېر بې خبره ساتلي یو، او اوس عیسایانو روژه د عبادت څخه غورځولې ده او هیڅ ارزښت نه ورکوي، برعکس مسلمانان خپل هرعبادت په پوره مینه او لېوالتیا سره کوي، او د تعجب خبره خولا داده چي د دوی په هر عبادت کي ډېر رازونه اوارزښتونه پراته دي؛ یو د روژې ګټې د شمارڅخه وتلي دي چي شوګر، فشار، د زړه تکلیفونه، د معدې ناروغیانې او د چاغښت او کولسترول د کنټرول لپاره یواځنۍ بې مثله دایمي درملنه ده نو دا به منو چي د اسلام دین حق دی، دا چي زه هم عیسایي یم او ته هم او د اسلام پر حقانیت مو سترګې پټې کړیدې دابېله خبره ده.
 
ما ور څخه وپوښتل آیا ته مسلمان شوی یې؟ او دا دي څه د اسلام تبلیغ پیل کړی دی؟ ډاکټرصاحب په خندا سره راته وویل : نـــــه، خوري د غاړي صلیب یې راښکاره کړ، اوبایبل یې راواخیستی چي زما دی په دغه صلیب  اوپه دغه بایبل قسم وي که زه مسلمان شوی یم بلکې زه د کاتولیک عیسایی ډلي یوغړی یم، مګر تحقیقات، حقیقت او د هدایت رڼا څوک نشي پوټولای ، ماورته وویل چي زه خو په اسلام دومره خبره یمه چي اسلام د ترهګرۍ دین دی، هغه د ښځو ضد دین دی، هغه د سولې پر ځای د جنګ او جګړې دین دی او بس.
 
ډاکټرصاحب چي د ناروغانو ورباندی ګڼه ګوڼه ډېره وه راته وویل : خورې واقعیت او حقیقت تر خاورو لاندی کیږي، د اسلام څه ناڅه مطالعه ما کړېده، دومره بده څهره چي رسنیو دلته په لویدیځ کي ورکړیده دا ټول غلط او بې بنسټه دي، خو دا درته وایم چي د اسلام مطالعه وکه ضرور، پخپله به هرڅه درته جوت شي.
 
ډاکټرصاحب څه دارو درمل راکړل اوله روغتون څخه ووتلم اوله ځانه سره مي دا هوډ وکړ چي لومړی باید د اسلام پوره مطالعه وکړم ډاکټرصاحب چي کومي خبري وکړې ددې څخه دا جوتیږي چي موږ (عیسایان) ترغوږو پوري غرق یو، دا ځکه چي اسلام حق دی او موږ یې نه منو، د اسلام هر قانون ریښتنی دی خو موږ یې نه منو، او بل فکردا راته پیدا شو چي کیدای شی ډاکټر مسلمان شوی وي او زه یې هم واسلام ته هڅولې یمه، بیا مي خپل عقل دا راته وویل چي دلته  ډاکټر، نه وډګرۍ ته اړتیا لري، نه و پیسو ته اړتیا لري اونه هم وامتیاز او شهرت ته او نه هم مسلمانان دومره ځواک اوواک لري چي دومره ګټه ورته ورسوي دا ځکه چي دوی په (Minority)  یعنی لږوالي کي راځي، نو ښه به داوي چي تر ټولو لومړی د مسلمانانو د یوه عالم څخه د روژې په اړه معلومات پیدا کړم چي دا زما درملنه ده او بیا د اسلام مطالعه وکړم په زړه کي مي یوه خبره په وار وار راګرځېده اوهغه دا چي زما د اسلام څخه څومره کرکه کیږي اواوس څومره ورته اړینه یمه چي زما مرګ او ژوند په اسلام پوري وتړل شو له ځانه سره مي دا فیصله وکړل چي د یوه بل ډاکټر سره هم په دې هکله باید مشوره وکړم چي ښه مي یقین شي.
 
د سرطان د مرکز (Cancer Center)  یو پروفیسرډاکټر (رابرټ هال) سره مي ټلیفوني تماس ونیوي هغه دا خبره راته وکړه، چي دا خبره چا درته کړېده؟ ماورته وویل چي دا خبره ( ډاکټرجان جوزف) په یقینی ډول سره راته کړیده اوورته ومي خندل. ده راته وویل چي په دې کی هیڅ شک نشته ، مګر موږ دا څیړني  ډېرې پټې ساتو، تر څو خلک واسلام ته تشویق نه شي، خو د انټرنیټ په مټ اوس هر څه چي زموږ ترخوله ووځي هغه سبا په هر هیواد او هره ژبه کي شتون لري په دې کي هیڅ شک نشته چي روژه په سلو کي د انسان د (85) د ناروغیو ښه درملنه ده ، او دا چي ته و روژې ته لیواله یې نوڅیړنه پکښې وکه.
 
د ډاکټر رابرټ هال ددې خبرو څخه وروسته مي قسمت واوښتی او (۱۰۰) په سلو کي مي دا د زړه وتل ته کښته سوه چي د اسلام مبارک دین حق دی او نور نو زه باید پخپله پکښي څیړنه وکړم، او د توفیق غوښتنه مي د الله جل جلاله څخه وکړل ډاکټر رابرټ دا هم راته وویل چي سکاټ! ستا وزن هم ډېرزیات دی، یعنی ته (Over Weight)  یې نو روژه د چاغښت لپاره هم ترټولو درملنو ښه درمل ده.
 
د فکر ځای
اوس زه د ځانه سره په دې فکرکي یمه چي لومړی باید زه څه وکړم؟ اوچيري ولاړسمه؟ وچاته ولاړسمه؟ مشوره مي د خپلي خور (کینګ سکاټ) څخه واخیستل اوهرڅه مي ورسره شریک کړل، هغې دا مشوره راکړل چي زه باید د محمدي مسجد وخطیب اوقاري مصطفی عزت ته ولاړسمه، او د هغه مشوره واخلم، نو سبا سهار وختي و مرکز ته ورغلم او دده د ملاقات غوښتنه مي وکړل، هغه په ډېر ورین تندي راته ښه راغلاست ووایه او تر ټولو لومړی مي ورڅخه وپوښتل چي آیا په اوسني بایبل کي د روژې څه بیان شته اوکه نشته؟
 
قاری صاحب: روژه د الله جل جلاله یوسترعبادت دی، په دې میاشت کي موږ د سولې، حوصلې، د خدای جل جلاله د پوره اطاعت، د مسکینانو او بې وزلو سره د خواخوږۍ او زغم درس راکوي او دا روژه په تورات کي هم وه، په انجیل کي هم وه، او په قرانکریم کي هم شته اوس درته د اوسنی بایبل درې ځایونه درته وایم:
 
د بایبل څخه حوالې:
۱: اوچي کله تاسي روژه نیسی نو د ریاکارانو په شان ځانونه خفه مه ښکاره کوي، هغوی ځکه خپل مخونه ورانوي چي خلک ورته ووایي چي دوی روژه ده، زه (عیسی) و تاسو ته وایم چي هغوی خپل اجر په دې دنیا کي وموندی خوکله چي تاسي روژه نیسي خپل سر غوړوي اومخ پرېمینځی ددې لپاره چي څوک ونه وایي چي د دوی روژه ده. (متی شپږم باب، د روژې په هکله تعلیم ۱۶ـ ۱۹)
۲: زه په هفته کي دوه ځله روژه نیسم (لوقا اتلسم باب ۱۲)
۳: هرکله چي دوی د مالک عبادت کوي نو روژه یې نیوله۔ (اعمال د رسولانو ۲)
 
داسي ډېر ځلي د روژې بیان په اوسني بایبل کي شته اوپردې باندي قرانکریم هم ګواهي ورکوي او موږ ته قرانکریم وایي چي په مخکنیو امتونو باندي هم روژه فرض وه لکه چي وایی: کُتب علیکُم الصیام کما کُتب علی الذین من قبلکُم۔۔۔
فرض کړل شوې ده پر تاسو باندي روژه (ای مسلمانانو) لکه پر مخکنیو امتونو باندي چي فرض وه۔
 
داچي بایبل اوس تحریف شوی، اواصلی متن یې له مینځه تللی نو ځکه هیڅ حکم یې پرخپل اصل ولاړنه دی اونه هم عیسایان ورته د یوه الهی قانون اوکتاب په سترګه ګوري.
 
سوال: ما ورڅخه وپوښتل چي دا څنګه امکان لري چي بایبل هم د خدای کتاب دی اوقران هم خو قران نه دی تحریف شوی او بایبل تحریف شویدی؟ 
قاری صاحب په مُسکا راته وویل چي بایبلونه دي لیدلې دي، اومطالعه کړی دي دي؟ ماورته وویل چي زه کاتولیکه یم هم مي د کاتولیکانو بایبل اوهم مي د پروتستانو بایبل مطالعه کړی دی قاری صاحب راته وویل چي د دغو دوو بایبلو ترمنځ څومره توپیر سته؟ ماورته وویل چي ډېر توپیر یې سته خو زما په یاد کي نشته، قاری صاحب بیا راته وویل چي (۲۴۰۰۰) نسخې د بایبل  لیکل شویدي اوپه دې ټولو نسخو کي دوې نسخې یو شان ته نه دې!
 
ته کولای سې دی (The Root of Bible) دا کتاب وګورې او یوه ساده بېلګه درته وړاندي کومه چي هرعیسایی یې مني او ډېر ژر یې منلای سی او هغه دا چي که موږ ومتی او لوقا ته وګورو نو د ځانه څخه جوړه سوې. د حضرت عیسی علیه سلام نسب پاڼه څومره اختلاف پکښې شته او بل دا چي که غواړی چي د بایبل په تعارضونو هم پوه سي نو دا درته وایم چي موږ دا ټول یو ځای کړي دي اوکولای سې چي ویې ګورې اوخپل پوره فکر پکښې وکړې، اوبل دا چي داسي پوه چې، بې بنیاده قصې اوویناوې پکښې دي زه د یو انسان په حیث ورڅخه شرمېږم نودا به څنګه د الله جل جلاله کتاب وي؟ 
 
قرانکریم په ټوله نړۍ کي چي د هرمسلمان په لاس کي دی که په شرق کی دی اوکه په غرب کی یوشان ته دی، د یوه توری په اندازه توپیر پکښې نشته او نه یې څوک پکښې راوستلای سي، په قرانکریم کي د ابراهیم علیه سلام نوم په دوه قسمه املاء راغلی دی (ابراهیم،ابراهم)، په دې (۱۴۰۰) کاله کي د یوه توري پرځای بل توری نه دی راغلی اونه هم چا بدل کړیدی اونه یې  هم څوک بدلولای سي ،چي دا خپله د قرانکریم معجزه ده، اوحق دی او دا هم درسره په یاد وساته چي قرانکریم پخپل اصلی بڼه سره دی او تر قیامته پوري به پاته وي.
 
سوال: وقاري صاحب ته مي وکتل اوورته مي وویل چي تسلی می وسوه، خو څو اجنبي پوښتني در څخه کوم :
 
اول دا چي دلته ستاسو سره په دفتر کي د پوره سکون احساس کوم اوڅه ارامه شومه دا ولي؟
 
قاری صاحب: دا خو د مسلمانانو مرکز او مسجد دی هرهغه ځای چي د خدای کور وي او د خدای جل جلاله د دین خدمت پکښې کیږي هلته به ضرور سکون وي او زموږ خوږ پېغمبرصلی الله علیه وسلم فرمایي:
احب البلاد الی الله مساجدها۔
بهترین د ځایونو څخه د الله جل جلاله په نزد مسجدونه دي.
 
سوال: آيا مسلمانان لکه د رسنيو په اند ظالمان اوبې رحمه دي او اسلام په زور سره خپرېږي؟
 
قاری صاحب:نه هیڅکله نه! دا د عیسایی نړۍ یوه پروپاګنډا ده، او دا د کرکې تور رنګ دی چي مسلمانه نړۍ په بدناموي، ایا دلته په لویدیځ کي کوم مسلمان د خلکو د مسلمانیدو او یا هم د اسلام د خپرېدو لپاره بې ګناه خلک وژلي دي؟ دلته اسلام چا په زورسره خپور کړ؟ آیا دا اوسنۍ د اسلام شغلې چي خپرېږي دا زور او ظلم دی؟ دا چي امریکا او نور متحدین یې په عراق اوافغانستان کي بې ګناه خلک وژني آیا دا انصاف اوعدل دی؟ آیا دا وحشت او بربریت نه دی چي په میلیونو انسانان ووژل سول، اووژل کیږي، پوره هیوادونه بې ثباته او د تورو خاورو سره خاورې سول، مسلماني مېرمني بې کوره، سرتورې اوبې عفته سوې؟ او ددې اسلامي هیوادو صلح یې په جنګ بدله سول، مینه یې په ژړابدله سول او هر څه یې لکه تعلیم، اقتصاد سیاسي ثبات له مینځه ولاړل؟ اوهغه څوک چي پخپلوهیوادونو کي ددې اشغالګرو پرضد جنګیږي دا د هغوی حق دی او موږ مسلمانان د مځکي پرمخ زړه سواندی، میلمه پاله او د ښو اخلاقو څښتنان یو دا ځکه چي زموږ خوږ پېغمبرصلی الله علیه وسلم وموږ ته فرمایی:
لایرحم الله من لایرحم الناس۔
که څوک پرخلکورحم ونه کړي نو الله جل جلاله ورباندي نه رحمیږي.
اسلام د سولې، رحم، د مینې اود ټولنې دهرې ناروغۍ یواځنی درمل دی.
 
د امریکا یرغل او کلیسا
دقاری صاحب دتائد لپاره ما ورته وویل چي هو دا منم چي د امریکا جمهوریس ډبلیوبوش پرافغانستان اوعراق د حملو مخکي په واتیکان کي د پاپ سره دوه ساعته غونډه درلوده، او موږ ته حکم وشو د واتیکان له خوا څخه چي تاسي و بوش ته په کلیساوو کي دعاوي کوی او پاپ پخپله ورته دعاوې کولې دا و ټولو امریکایانو ته جوته ده چي ټولې عیسایی نړۍ ودې جنګ ته د صلیبی جنګونو سرلیک ورکړ چي بوش پخپله هم په لومړی ځل دا د صلیبي جنګ اوجګړې اعلان وکړ.
 
د ښاغلي قاري صاحب سره زما مجلس ډېر په زړه پوري وو ټولې خبرې یې رېښتنی او زما په زړه کي یې ځای پیداکړ، یوقرانکریم، بل د عباداتو او یو د روژې په هکله یې یو کتاب راکړ چي ډېر په زړه پوري وو او ټول معلومات پکښې وه، او فیصله مي له ځانه سره داسي وکړل چي لومړی به روژه نیسم خپله ناروغي به ګورم او بیا به اسلام راوړم، همدغسي وسو ؛ د یوې روژې په نیولو سره مي څه حالت بدل سو، خوبل لورته روژه نیول زما لپاره یوناشونې کاروو، او ملګرو به راته ویل دابې عقلي ده، چي ځان دی تږی وږی کړی دی، مابه صرف په مُسکا سره ورته ځواب ورکاوه اوبس.
 
لومړۍ روژه
لومړۍ روژه مي ترخپل وخت مخکي ماته کړل یعنی لمرلا خپله سترګه نه وه پټه کړې چي ماروژه ماته کړل حال دا چي مسلمانه لاهم نه وم تراوسه پوره.  درې ورځې وروسته څه د روژې نیولوسره څه عادی سومه هره ورځ مي فشار کتی، په (15) ورځو کي مي فشار وخپل عادي حالت ته راغی او دارو درمل مي پرېښودل چي دا زما د زړه ارمان او لویه هیله وه چي راته په لاس راغلل؛ روژه نیول مي د اسلام مطابق جارې وساتله د پوره یوې میاشتې روژې نیولو څخه وروسته تر پخوا ځوانه، روښانه، دماغ مي تازه، او د پوره خوښۍ احساس مي کاوه اوس دا راته ثابته سول چي واقعا اسلام حق دین دی اوپه هرعبادت، امر او نهي کي یې ضرور ډېري ګټې سته، دقاري صاحب د ملاقات څخه وروسته یوه میاشت اولس ورځ ورسته مي د اسلام د مبارک دین د قبولو هوډ وکړ، چي هغه د جمعې مبارکې ورځ راته انتخاب کړل او دده د لارښونې مطابق د جمعې په ورځ سهار ورغلم اوهلته یوه غونډه هم راغوښتل سوی وه، څه تقریرونه وسول او په اخر کي وماته بلنه راکړل سول او څه خبرې مي د خپلې ناروغۍ او په روژې د درملنی په هکله ورته وکړې او بیا مي د شهادت کلمه چي قاري صاحب راته ویله وویل او د اسلام په مبارک دین مشرفه سوم لله الحمد.     
 
زماتوصيه:
زما توصیه وټول اُمت مسلمه ته دا ده چي هرمسلمان که نر دی اوکه ښځه د اسلام پوره ـ پوره احکام په بشپړ ډول سره عملي کړي، د کفارو په پټو توطیو ځانونه خبر کړي، د زړه له کومي د اسلام چوپړ وکي که څه هم تکلیفونه، کړاوونه، شهادت، د سر او مال تاوان پکښې وي، دا ځکه چي الله جل جلاله لوی ذات دی او د اخرت  یوه ذره د نعمت ددې نړۍ د ټولو مادی شیانو څخه ډېر زیات او ابدي دی هغه خوښي او ښه ژوند چي په اخرت کي سته هغه زموږ لپاره کافي دی؛ او دا هم درته وایم چي که موږ (مسلمانان) پخپل دین باندي په بشپړ توګه سره ټینګ ودرېږو نو هیڅوک په موږ هیڅ هم ونسي کولای، هم به په دې دنیا کي ښاد یو او هم به په اخرت کي.
 
د کفرې نړۍ یوه بله توطیه داده چي غواړی اسلامي حجاب بند کړي زه ومسلمانو خویندو ته که په فرانسه کي دي، که په بلجیم کي او یا هم د نړۍ په هرګوټ کي دي دا وایم چي پخپل اسلامي اصولو باندي ټینګې او مستقیمې سئ، اوپه دې لاره کي شهادت تر بې حجابۍ غوره وګڼی. انشاء الله د کفر دا ټولې توطیې به شنډې او د خاورو سره به خاورې سي. امین
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته