تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مسلمانانو د وروسته والي لاملونه
  تعلیم الاسلام
  November 1, 2017
  0

 

ژباړه: غلام عمر عبدالله / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د مسلمانانو وروسته پاته والی ګڼ شمېر اسباب لري چي لوی او عمده يې په لاندي ډول سره دي:

 

لمړی:
د مسلمانانو ریح (قوت) له منځه تلل ، په دې هکله الله تعالی په قران کريم کي فرمايلي دي :

وَلا تَنَازَعُوا فَتَفْشَلُوا وَتَذْهَبَ رِيحُكُمْ [الأنفال:۴۶]
ژباړه : او په خپلو منځو کښې شخړه مه کوئ ، که نه نو په تاسي کښې به کمزوري پيداسي ، برم ( د مقاومت توان ) به مو لاړ سي.

 

ټول مفسرین وايي چي له (الریح ) نه مقصد (د مسلمانانو واحد مرکزي ) دولت دی ، په دې کي هيڅ شک نه سته چي د اسلامي خلافت په سقوط سره اسلامي امت ټوټه ټوټه سو ، قوت او دولت یې له لاسه ور کړ ، (لویه اسلامي خاوره) په وړو وړو ولایتو وویشل سوه ، خپل ثبات يې له لاسه ورکړ ، پر ډېرو اسلامي ښارونو اسلام دښمنه کسان حاکمان سول او د هغه ښارو شتمنیو ته يې لاره پيدا کړل او لوټ يې کړل ، خپل منځي خیر ښېګڼه يې په خپل منځي کرکي او بخل بدله سوه ، په خپل منځي کورنیو اوږدو جګړو کي ښکېل سول او هر هغه څه يې له لاسه ورکړل (کوم چي اسلامي امت يې یو وخت) څښتن و.

 

دوهم : 
په اسلامي ټولنو کي د ورانونکو (غیر اسلامي) افکارو (سوسیالیزم ، کمونيسزم ، نيشنالیزم ، سيکولریزم او نورو اسلام ته منسوبو ګمراه او منحرفو ډلو) نفوذ ، چي خپل منشور او تګلاره يې له اسلام څخه په عجیب او غریب برداشت سره برابره کړې ده ، یعني منشور او تګلاري يې له اسلامي لارښوونو سره په ټکر کي دي.

 

دا هر څه په اسلامي ټولونو کي د اسلام د دښمنانو په ملاتړ ، د اسلامي علماء د غفلت او د مسلمانانو د بچیانو د ناپوهۍ په صورت کي تر سره کېدل.


چي په دې سره په ځانګړي توګه د اسلامي امت ځوانان او په عامه توګه ټول اسلامي امت د اسلام په مخالفه لار روان سول ، ( د اسلامي امت پر ایمان او عقیدې د باطلو افکارو) د پرلپسې ایمان لړزونکو حملو له وجهي (د اسلامي امت ) په زړونو کي د ایمان نور کمزوری سو.

 

(همدارنګه په اسلامي ټولنه کي ) د بې مهاره مبتذلو رسنیو (ټلویزیون ، راډیو، مجلې ، جریدې ، فاحش اڼټرنيټي او فضايي ټلویزیوني چینلونه او نور..) ایمان او عقیده سوځوونکي نشرات (ولا حول ولا قوة إلا بالله).

 

دريم : 
(د دولت او سیاست) د قانون او قضا په برخه کي د شریعت لېري کول ، او له دې برخي څخه د شرعي احکامو ایستل ، او ځينو اسلامي هیوادونو د کفري هیوادو قوانین خپلو ژبو ته را وژباړل او د مسلمانانو ( ترمنځ) يې حکم او فیصلې په همدې قوانیونو کول.

 

الله تعالی فرمايي : وَمَنْ لَمْ يَحْكُمْ بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ فَأُولَئِكَ هُمُ الْكَافِرُونَ [المائدة:۴۴]
ژباړه : کوم خلک چي د الله له نازل کړي قانون سره سمي فيصلې ونه کړي ، هم هغوی کافران دي.

 

( یعني د منصوصو حکمونو له وجوده انکار وکړي او د هغه په ځای نور احکام په خپله رایه او غوښتنه سره منځ ته راوړي لکه یهودانو چي د (رجم) د حکم په نسبت همداسي کړي وو نو دداسي خلقو په کفر کي هیڅ شبه نسته او که داسي مراد وي چي (ما انزالله) عقیدتاً مني او د هغه پر خلاف عملاً فیصله کوي نو د کافر څخه به عملي کافر مراد وي یعني د هغه عملي حالت د کافرانو په شان دی. (کابلی تفسیر) )

 

څلورم : 
د اسلام د دښمنانو په وړاندي بې زړه توب (بې غیرتي) ، په کوم ملت کي چي د دښمن سره د مقابلې توان او استعداد موجود وي هغه به د استعمار ( د کفارو له تسلط او غلامۍ ) څخه خوندي وي.

 

لبنانی ادیب آلامیر شیکیب ارسلان وايي : په اوسني وخت کي د مسلمانانو د زوال یو ستر لامل دا هم دی چي د مسلمانانو ترمنځ پر یو او بل د اعتماد او باور فضاء له منځه تللې ده چي په ټولنیز لحاظ دا ستره ناروغي ده ( یعني په ټولنیزه توګه مسلمانان يو پر بل بې باوره سوي دي).

 

او (بې باوري په ټولنه کي) ډېر بد رواني افت دی. د بې باورۍ افت پر يوه امت نه برلاسي کېږي مګر نه دا چي هغه به له پښو غور ځوي او له منځه به يې وړي.

 

پنځم:
(همدا شان د مسلمانانو رهبرۍ ته ) د داسي کسانو راوړاندي کېدل چي د اسلام د دښمنانو د طرحو او پلانو له مخي مشرتوب ته رسېدلي وي ، یعني داسي اشخاص واک ته رسېدل چي د اسلام د دښمنانو خوښ وي.

 

په یوه حدیث کي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ :دعاة على أبواب جهنم من أجابهم إليها قذفوه فيها، قلت: صفهم لنا، قال: هم قوم من جلدتنا يتكلمون بألسنتنا. (أخرج الإمام البخاري رحمه الله في صحيحه في كتاب الفتن بسنده إلى حُذَيفَة بن اليمان)


یعني : ځيني بلونکي د جهنم پر دروازو سته، چا که د دوی اجابت وکړ (د دوی بلنه یې ومنل او د دوی پیروي یې وکړل) دغه (د جهنم بلونکي به) دغه سړی جهنم ته و غورځوي (جهنم ته به یې واچوي) (د دغه حدیث راوي) وایي: ما رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل:دا (خلک) موږ ته توصیف کړه (صفات یې راوپېژنه) ، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: دوی داسي قوم دی چي (ظاهراً) زموږ څخه دي ، زموږ په ژبه خبري کوي.

 

علماء لیکي چي دوی په دنیا کي داسي انسي شیطانان ، د فحشاء او جهنم لوري ته بلونکي کسان سته که یې څوک خبره ومني یا یې پیروي وکړي نو جهنم ته به واچول سي. دا هغه مفسد کسان دي چي د دین او (اسلامي امت) د دښمنانو له لوري په ښکاره توګه داسي نارې وهي او ځان د یو اصلاح غوښتونکي په توګه ښکاره کوي. الله تعالی د داسي کسانو په هکله فرمایلي دي:

 

وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ لَا تُفْسِدُوا فِى الْأَرْضِ قَالُوٓا إِنَّمَا نَحْنُ مُصْلِحُونَ. [سُوۡرَةُ البَقَرَة : 11].
ژباړه: او کله چي دې (منافقانو) ته وویل سي: "په ځمكه كښي فساد مكوئ!" - نو دوی وايي: بیشکه موږ خو اصلاحات را وستونكي يوو.

 

شپږم : 
د ډېرو مسلمانانو لخوا د غربي فاحش ثقافت او کلتور خپلول ، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي : لتتبعن سنن الذين من قبلكم شبرا بشبر وذراعا بذراع حتى لو دخلوا فى جحر ضب لاتبعتموهم. (رواه البخاري ومسلم عن أبي سعيد الخدري)

 

ژباړه : نبی کریم صلی الله علیه وسلم فرمایي: هرومرو به تاسو د هغه چا پیروي وکړئ، چي تر تاسو مخکي وه، لوېشت په لوېشت او ذراع په ذراع، حتی که هغوئ د "ضب" (کربوړی، سمسارې) غار ته ننوځي، نو تاسو به یې متابعت کوی.

 

اووم :
له دنیا ( له مال او شتمنۍ سره بې کچي مینه) : کله چي (انساني ) نفسونه له دنیا ، د دنیا نفسي غوښتنو او د دنیا له خوندونو سره بې کچي مینه وکړي او په دې لاره کي یو له بل سره په سیالۍ کي بوخت سي ، نو د عروج (لوړ والي ) له چارو راوګرځي ، د اخرت (له جوړولو) څخه را وګرځي او دنیا ته يې مخ سي ، ددې لا علاجه ناروغۍ په هکله د رسول الله صلی الله علیه وسلم په هغه حدیث کي اشاره سوېده کوم چي امام ابو داود او نورو رحمهم الله له ثوبان رضي الله عنه څخه روایت کړی دی؛

 

عن ثوبان قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: يُوشِكُ الأُمَمُ أَنْ تَدَاعَى عَلَيْكُمْ كَمَا تَدَاعَى الأَكَلَةُ إِلَى قَصْعَتِهَا ». فَقَالَ قَائِلٌ وَمِنْ قِلَّةٍ نَحْنُ يَوْمَئِذٍ قَالَ « بَلْ أَنْتُمْ كَثِيرٌ وَلَكِنَّكُمْ غُثَاءٌ كَغُثَاءِ السَّيْلِ وَلَيَنْزِعَنَّ اللَّهُ مِنْ صُدُورِ عَدُوِّكُمُ الْمَهَابَةَ مِنْكُمْ وَلَيَقْذِفَنَّ فِى قُلُوبِكُمُ الْوَهَنَ ». فَقَالَ قَائِلٌ يَا رَسُولَ اللَّهِ وَمَا الْوَهَنُ قَالَ « حُبُّ الدُّنْيَا وَكَرَاهِيَةُ الْمَوْتِ ».

 

رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمایي: نږدې ده، پر تاسي به امتونه داسي راوبلل (چاپېره) شي، لکه ډوډۍ خوړونکي پر کاسه باندي، 
چا وویل: ایا (پر موږ به دا حالت) زموږ د شمېر د کمښت له کبله (راځي)؟ 
وې فرمایل: نه بلکي تاسو به ډېر یاست (خو د حیثیت له مخي) به داسي خاشاک یاست لکه د سېلاب خاشاک،
الله به ستاسو هیبت ستاسې د دښمنانو له زړونو څخه وباسي او ستاسي په زړونو کي به وهن واچوي.
نو چا ویل: وهن څه شی دی؟
ویل: د دنیا مینه او له مرګ څخه نفرت.

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته