تازه سرليکونه
د (نکاح) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
عده او د وفات عده
 
  May 4, 2013
  0
عده په عربي ژبه کي د یو شي شمېرلو ته وایي ، عده د شریعت په اصطلاح کي هغي ټاکلي مدې ته وایي چي ښځه یې د مېړه د وفات یا د طلاق او یا هم  د بیلتون یعني د مېړه څخه یې د نکاح د اړیکو د ختمېدلو وروسته په حتمي ډول تېروي ، تر څو چي دا مده یې پای ته رسیدلې نه وي دا ښځه د بل سړي سره نکاح نسي تړلای .

د وفات عده

د ښځي چي مېړه مړ سي دا به د خپل مېړه تر مړیني وروسته د وفات عده تېروي .

که ښځه حامله نه وه یعني اولاد یې په نس نه وو نو د وفات عده یې څلورمیاشتي او لس ورځي ده .

که د ښځي اولاد په نس وو يعني حامله وه ، نو عده یې د اولاد د لنګون تر وخته ده ، څه مهال چي اولاد یې وزیږي عده یې پای ته رسیږي .

د حاملې ښځي که تر څلورو میاشتو او لسو ورځو څخه زیاد اولاد په نس وو بیا هم دا په عده کي ده . 

د حاملې ښځي که د څلورو میاشتو او لسو ورځو څخه دمخه اولاد وزیږي که څه هم دا لنګون یې د مېړه د وفات څخه لږ ورځي وروسته وي یا بيخي څو ساعته وروسته وي بیا یې هم عده ختمیږي .

ماخذ: فقه المبتدي، دوهم ټوک- نکاح
مؤلف: مولوي محمد عمر خطابي
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته