تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د حق پیژندنه او ملتیا
  تعلیم الاسلام
  January 25, 2018
  0

لیکنه: شیخ الحدیث مولوي محمد عمر خطابي حفظه الله / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

درنو او معززو لوستونکو! 
السلام علیکم و رحمة الله و برکاته! و بعد:


 د حق ملتیا ایماني غوښتنه ده؛ خو د دې برعکس د حق په مقابله کي د باطل ملتیا شیطاني هڅونه او تباهي ده، د حق ملتیا کامیابي او سعادت دئ، د حق ملتیا لکه د نوح  علیه السلام  کښتۍ د نجات وسیله ده، د دې برعکس د باطل ملتیا تباهي ده، د نوح علیه السلام رسالت حق دئ، کومو کسانو چي ئې ملتیا وکړه هغو ټولو په کښتۍ کي نجات وموند؛ خو د نوح  علیه السلام  زوی کنعان چي د حق ملتیا پرېښودله، د باطلي ډلي سره یو ځای سو، د باطل د ملتیا له کبله په طوفان کي غرق او تباه سو. 

 

 د حق په ملتیا کي بندي لاري د خلکو پر مخ خلاصیږي؛ خو د دې برعکس د باطل په ملتیا کي خلاصي لاري پر خلکو بندیږي، د موسی  علیه السلام  رسالت حق دئ، بنو اسرائیلو د حق ملتیا وکړه، د موسی  علیه السلام  رسالت ئې ومانه هغوی ته د محاصرې په داسي سخت حالت کي چي مخ ئې دریاب بند کړی وو، د شا له خوا داسي دښمن د لښکرو سره پسي ورورسېدی کوم چي ډېر کوچنيان ئې ور حلال کړي وه ؛ خو د حق د ملتیا له کبله الله تعالی بنو اسرائیلو ته په دریاب کي دوولس لاري پرانيستلې او په امن تر دریاب پوري وتل؛ خو د فرعوني فوجیانو پر مخ کوم چي د باطل په ملتیا کي د حق مقابلې ته راوتلي وه، د دریاب په منځ کي همدا خلاصي لاري بندي او پکښي غرق سول. 

 

د حق ملتیا د ستایني وړ عمل دئ؛ ځکه نو د مخکنیو امتونو کوموکسانو چي د حق ملتیا کړې ول الله تعالی په قرآن کریم کي هغوی ستایلي دي؛ خو کوم کسان چي د باطل په څنګ کي درېدلي وه، د حق مقابله ئې کړې وه هغوی بیا الله تعالی غندلي او رټلي دي. 

 

د حق ملتیا د حق په پېژندلو سره کېدلای سي؛ ځکه نو د حق د ملتیا له پاره د حق پېژندنه ضروري ده؛ خو حق په خلکو نه پېژندل کیږي؛ ځکه کله د تقدیر په قلم د صالح څخه طالح یعني بد جوړیږي؛ وایي: حق په خلکو مه پېژنه بلکي حق وپېژنه څو اهل الحق وپېژنې.

 

په ښو امر کول حق دي، د بدو څخه منع کول حق دي، څوک چي د امر بالمعروف او نهي عن المنکر سپېڅلې دنده انجاموي هغه اهل الحق دي مل ئې سه! خو د دې برعکس که څوک په بدو خلک امر کوي او د ښو څخه ئې منع کوي، هغوی اهل الباطل دي، ملتیا ئې مه کوه!

 

قرآني اونبوي علومو ته اشاعت ورکول، نارینه او ښځينه لوی او کوچنی په دین پوه کول حق دي، څوک چي د تعلیم او دعوت همدا سپېڅلې دنده اجرا کوي، هغوی اهل الحق دي، د هغو مل سه! خو د دې بر عکس که څوک د قرآن او حدیثو د دیني احکامو او مسائیلو د اورېدلو څخه خلک منع کوي، هغه اهل الباطل دي، له ملتیا څخه ئې ډډه وکړه.

 

نبوي سنتو ته ترویج ورکول حق دي، کوم کسان چي په ټولنه کي نبوي سپېڅلو سنتو ته اشاعت ورکوي هغوی اهل الحق دي، د هغو ملتیا کوه؛ خو د دې برعکس که څوک د نبوي سنتو مقابله په بدعتونو او خرافاتو کوي، هغوی اهل الباطل دي، د ملتیا څخه ئې ځان لیري ساته.

 

د باطل مله چي څه مهال د خپلو کړنو د بد انجام سره مخ سي، نو هلته به بیا یو او بل ته د ملامتیا ګوته نیسي آن تر دې چي پر بل به لعنت وایي، لهذا مسلمانان باید تل ویښ او هوښیار واوسي، کله هم خپل دین او آخرت د یو کس پر شخصیت قربان نه کړي، ‎بلکي تل د حق ملتیا وکړي.

 

په درنښت
شيخ الحديث مولوي محمد عمر "خطابي"

 

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله: ۲۳ ګڼه

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته