تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د عاشوراء د ورځي د روژې فضیلت، او زموږ مسؤلیت
  تعلیم الاسلام
  August 18, 2021
  0

 

مفتي احسان الله / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 

 

پر ګناهګارو بندګانو د رب متعال یو له سترو نعمتو نه دا دی، چې د ورځو او شپو په تیرېدو سره پرلپسې ورباندي د خیر او نیکۍ وختونه راولي، اوس نیږدې د حج مبارک موسم تیر سو، ورپسې متصل د شهر الله الحرام میاشت راغله، دا ددې لپاره چې نور هم ددغو بندګانو په نېکیو کې زیاتوالی راسي.

 

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي:
 د رمضان تر میاشت وروسته بهترینه روژه، د الله د هغې میاشت روژه ده، چې تاسو ورته محرم وایاست. (ابو هریرة، مسلم: ۲/۸۲۱)

 

په مسلم کې د قتادة په روایت سره راغلي دي: چې د عرفې د ورځي روژه د مخکني او راتلونکي د دواړو کلو د ګناهو کفاره ده، او د عاشوراء د ورځي روژه د تیر سوي کال د ګناهو کفاره ده. مسلم: ۲/۸۱۸.

 

ابن حجر رحمه الله په فتح الباري کې ليکي: چې د عرفې د روځي نسبت رسول الله صلی الله علیه وسلم ته سوی ده، نو ځکه د دوو کلو د ګناهو کفاره ورباندي راځي او د عاشوراء د ورځي نسبت موسی علیه السلام ته ده، نو د یوه کال د ګناهو کفاره کیږي. یعني په دې کې هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم بهتري پر موسی علیه السلام ثابته سوه.

 

د عاشوراء د ورځي د روژې د نيولو سنت طریقه دا ده، چې نهمه او لسمه روژه ونيسو، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: چې په دې سره د اهل کتاب مخالفت راځي، ځکه هغوی به یوازي د لسم روژه نیوله.

 

د عاشوراء ورځ او زموږ مسؤلیت:
زموږ دین اسماني قانون دی، او دا قانون له هره اړخه تام او مکمل دی، په دې کې نه څوک زیاتی کولای سي، او نه هم کمی، حلال يې واضح دي، او حرام يې ښکاره دي، نو که د عاشوراء په ورځ د سنت طریقې خلاف یو داسي عمل تر سره کړو، چې له سنت ثابت نه وې، او په هغه سره د الله رضا لټوې، د ثواب کار يې بولي؛ نو نه دا چې ثواب به تر لاسه نکړو، بلکي بالعکس د الله په وړاندي به مجرم او ګناهګار هم یو.

 

لهذا ډیر کوښښ باید وکړو، چې له هغو منکراتو او ناوړو کارو ځان، اولاد، او ټول متعلقین وساتو، کوم چې د هغو په کولو سره الله نا راضه کیږي، د سنت خلاف عمل او بدعت وي، بالخصوص په نني د ټکنالوژي په عصر کې له هغو چینلو چې ددغې ورځي په مناسبت منکرات نشر وي، او دین يې بولي، او يا په خواله رسنیو کې ورته کمپاین کوي، خلک دعوت کوي، دا ټول د دین له نظره رټلي خلک، او نا روا کارونه دي.
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته