تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د خوب حقیقت، درجې او ډولونه
  تعلیم الاسلام
  October 25, 2017
  0

سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه 2016-02-15 

 
د ټولو څخه اول د خوب حقیقت او ددې څخه د معلوم سوو واقعاتو او خبرونو درجه او مقام دی. په تفسیر مظهري، کي حضرت قاضي ثناء الله فرمایي چي حقیقت د خوب دا دی چي دانسان نفس یو وخت دخوب یا دبې هوښۍ په سبب دظاهري بدن د تدبیر څخه فارغه سي نو ده ته ددې خیالي قوت دطرف څخه څه صورتونه ښکاره کیږي، ددې نوم خوب دی، بیا ددې درې قسمونه دي، چي په دې کي دوه بالکل باطل دي چي هیڅ حقیقت او اصلیت یې نه وي او یو د خپل ذات په اعتبار سره صحیح او صادق دی، مګر په دې صحیح قسم کي هم کله یو عوارض شامل سي او دا فاسد او بې اعتباره کړي.
 
باطل خوبونه
تفصیل یې دا دی چي په خوب کي انسان کوم مختلف صورتونه او واقعات ویني، کله خو داسي وسي چي د بیدارۍ په حالت کي کوم صورتونه انسان ویني هغه په خوب کي ورته په نظر راځي او کله داسي وسي چي شیطان څه صورتونه او واقعات دده په ذهن کي غورځوي، کله خوشحالي کوونکي او کله بېروونکي دا دواړ قسمونه باطل دي چي نه یې یو حقیقت او اصلیت سته او نه ددې څه واقعي تعبیر کېدای سي، په دي کي اول قسم ته حدیث النفس او دوهم ته تسویل شیطاني وایي.
 
صادق خوبونه
دریم قسم کوم چي صحیح او حق دی، هغه دالله تعالی له طرف څخه یو الهام دی، کوم چي خپل بنده ته د خبرولو یا د خوشخبرۍ ورکولو د پاره کول کیږي، الله تعالی د خپلو غیبو د خزانو څخه ځیني شیان دده په زړه او دماغو کي اچوي.
 
په یو حدیث کي دنبي کریم  صلی الله عليه وسلم ارشاد دی چي دمؤمن خوب یوه خبره ده چي په دې کي دی د خپل رب سره د خبرو شرف حاصلوي، دا حدیث طبراني په صحیح سند سره روایت کړی دی. (مظهری)
 
ددي تحقیق د صوفیایي کرامو د بیان مطابق دا دی چي په عالم کي څومره شیان په وجود کي راتلونکي وي، ددې د وجود څخه مخکي د هر شي یو خاص شکل په عالم مثال کي وي.
 
او په دې عالم مثال کي چي څنګه د جوهرونو او ثابتو حقیقتونو صورتونه او شکلونه وي، دغه رکم د معانیو او اعراضو هم خاص شکلونه وي، په خوب کي کله چي نفس انساني د ظاهري بدن د تدبیر څخه فارغه سي نو ځیني وخت دده تعلق د عالم مثال سره راسي، هلته چي د کائناتو کوم شکلونه وي، هغه ده ته په نظر راسي، بیا دا صورتونه د عالم غیب څخه ښکاره کیږي،
 
ځیني وخت په دې کي څه عوارض داسي پیداسي چي د اصل حقیقت سره یو باطل خیالات شامل سي په دې وجه تعبیر کوونکو ته ددې تعبیر کول مشکل سي او ځیني وخت د ټولو عوارضو څخه پاک اوصفا وي نو دغه اصل حقیقت وي، مګر په دې کي هم ځیني خوب د تعبیر محتاج وي ځکه چي په دي کي د واقعي حقیقت واضع نه وي.
په داسي صورت کي هم که تعبیر غلط سي نو واقعه مختلفه سي،
 
په دې وجه صرف هغه خوب په صحیح طور سره د الله  د طرف څخه الهام او ثابت حقیقت وي کوم چي د الله تعالی د طرف څخه وي او څه عوارض هم پکښي شامل نه وي او تعبیر یي هم صحیح ورکول سوي وي، د انبیاء عليهم الصلاة وتسليمات ټول خوبونه داسي وي.
 
نو ځکه د دوی خوب هم د وحي درجه لري، د عامو مسلمانانو په خوب کي هر قسم احتمال وي نو ځکه دغه د چا دپاره دلیل او حجت نه وي، د دوی په خوبونو کي ځیني وخت د طبعي او نفساني صورتونو خلط وي او ځیني وخت د ګناهونو تیاره او خړوالی پر صحیح خوب باندي خپور سي او د اعتماد قابل پاته نه سي، ځیني وخت یې صحیح تعبیر نه معلومیږي.
 
د خوبونو دا درې، قسمونه کوم چي لوړ بیان سول، دا تفصیل د نبي کریم صلی الله عليه وسلم څخه نقل دی، هغه صلی الله عليه وسلم فرمایې چي د خوب درې قسمونه دي:
 
اول قسم شیطاني دی، چي په دې کي د شیطان د طرف څخه څه صورتونه په ذهن کي راځي،
 
دوهم هغه چي بنده یې په ویښه ویني، هغه صورتونه ورته په خوب کي مخامخ سي،
 
دریم چي صحیح او حق دی، هغه د نبوت د اجزاوو څخه شپږڅلویښتم ۴۶ جز دی یعني د الله جل جلاله  له طرفه څخه الهام دی.
 
 
په خوب کي دنبوت د جزء والي معنی او تشریح:   

هغه ډول کوم چي حق او صحیح دی او په صحیح حدیثونو کي یې د نبوت یو جزء ګرځولی دی په دې کي د حدیثونو روایتونه مختلف دي، په ځینو کي څلویښتم ۴۰ جزء او په ځینو کي شپږ څلویښتم ۴۶ جزء ښوولی دی او په ځینو کي یو کم پنځوس ۴۹ او پنځوس ۵۰ او اویایم ۷۰ جزء هم نقل دی، دا ټول روایتونه په تفسیر قرطبي کي جمع سويدي، د ابن عبدالبر رحمه الله تحقیق یي دا نقل کړی دی چي په دي کي څه ټکر او خلاف نسته، بلکي هر یو روایت پر خپل ځای صحیح او درست دی او د اجزاوو د شمیر دا اختلاف د خوب لیدونکی د مختلفو حالاتو پر بناء دی،

 
کوم سړی چي ریښتني امانتدار، دیندار او کامل مؤمن وي، دده خوب به د نبوت څلوېښتم جزء وي او کوم چي په دې صفتونو کي لږ کم وي، دده شپږڅلویښتم جزء یا پنځوسم جزء وي او څوک چي نور هم کم وي دده خوب به دن بوت اویایم جزء وي.
 
دلته دا خبره د فکر کولو طلبوونکې ده چي د ریښتني خوب د نبوت د جزوالي څخه څه مراد دی؟ 
 
په تفسیر  مظهري کي یې ددې توجيه دا بیان کړېده چي په نبي کریم صلی الله عليه وسلم د نبوت د وحي سلسله درویشت ۲۳ کاله جارۍ وه، په دې کي په اوله ششماهي کي دا وحي الهي  د خوبونو په صورت کي راتله او په پاته پنځه څلوېښت ششماهیوکۍ د جبرائیل امین عليه السلام د پیغام راوړو په صورت کي راغله، په دې حساب سره رښتني خوبونه د وحي د نبوت شپږڅلوېښتم جزء سو، او په کمو روایتونو کي چي کم او زیات شمېر ذکر دي په دې کي یا تقریبي خبره سوېده یا د سند په اعتبار سره ساقط دي.
 
او امام قرطبي فرمایي چي خوب د نبوت د جزء کېدو څخه مراد دا دی چي په خوب کي ځیني وخت انسان داسي شیان ویني، کم چي دده په قدرت کي نه وي، مثلاً ویني چي په هوا کي الوزي یا دغیبو داسي شیان وویني چي علم حاصلول یې دده په قدرت کي نه وي، نو ددې ذریعه بغیر د امداد او الهام د خداي څخه نور څه نه سي کېدای کوم چي په اصل کي د نبوت خاصه ده، په دې وجه دې ته د نبوت جزء وویل سو. 
 
----------------------------------------------------
 
ماخذ: معارف القران، ج۴، ص ۱۰۴-۱۰۶، پښتو

سرته