تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ژورنالیزم د اسلام له نظره
 
  November 17, 2013
  0

 لیکنه: محمد نبي سلطاني


د مځکي  او  اسمانونو  د خاوند د پالني  سترخان  په خپل  ټول   پرا ختیا سره  د روزي رسوني  د هر ډول   ځانګړتیاوو  څخه ډک دئ ، د کائناتو  په ټولو  اړخونو کي    هر لوري  او  په  هر  ځاى  کي  غوړ ول سوئ دئ او  د هغه  څخه  د کائناتو ذره ذره   ګټه  اخلي  او  ځان  ورڅخه  برخمن کوي .  هره لحظه  د هغه  د پالني  او  ربو بیت  نوى  شان دئ او په حیرانوونکي ډول  ټولو مخلوقاتو ته  روزي او  رزق ور کوي لکه څنګه چي الله جل جلاله  فرمايي: 

وَمَا مِنْ دَابَّةٍ فِي الْأَرْضِ إِلَّا عَلَى اللَّهِ رِزْقُهَا. (سورة هود الاية ٦)  
ژباړه : او د مځکي پر مخ هيڅ ساه لرونکى حرکت کونکى نسته ، چي دهغه روزي دي د الله جل جلاله  پرذمه نه وي .

  الله جل جلاله  د  انسان   د ژوندانه  د سمون په موخه ستر  الهي لار ښود قران کريم  ورته  را  استولى دئ ، چي د ژوندانه د ټولو لارو چارو لار ښووني پکښي نغښتي دي او له هر اړخه يې  د الهي قانون په چوکاټ کي ورته د ژوند کولو طريقه ښودلې ده  او  د دې تر څنګ يې  د هر کار په کولو سره د هغه کار د کولو لار ښووني هم ورته کړي دي ، چي د هغو د جملې څخه موږ دلته تر يو بريده د ژورناليزم پر موضوع باندي ږغېږو . 

      كه  د قران عظيم  الشان  او  نبوي ار شادا تو پاڼي  راوا ړول سي نو د ژورناليزم په اړه به يوه بشپړه اخلاقي ضابطه  پکښي  ووينو ، چي  د عمل په  صورت كي  به  په  يقين سره ژورناليزم د انسانيت د سلامتۍ ، خوشحالۍ ، پرمختګ  او  سو كالۍ  لامل  وګرځي . 

         په اسلام کي د ژورناليزم دنده ابلاغ  يارسول دي، ابلاغ د عربي ژبي يو لغت دئ، چي له بلغ څخه اخستل سوئ  دئ  او  معنى  يې رسول دي او دې ته ورته نوري کلمې هم دبلغ له کلمې څخه جوړي سوي دي  لکه:  تبليغ  ، مبلغ  ، بلاغت ، بليغ او داسي نور . 

       د ابلاغ  يادونه  الله جل جلاله  په قران کريم کي  هم کړې  ده  لکه څنګه چي فرمايي  : ( يَا أَيُّهَا الرَّسُولُ بَلِّغْ مَا أُنزِلَ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ) ( سورت المائده الاية ٦٧) 
ژباړه : اې پيغمبره  صلی الله علیه وسلم  ! پرتاچي د خپل رب د لوري کوم ( حکمتونه ) نازل سوي دي هغه و خلکو ته ورسوه. 

 او په بل ځاى کي  بيا الله جل جلاله   فرمايي  : وَمَا عَلَيْنَا إِلاَّ الْبَلاَغُ الْمُبِينُ) (سورت يس ١٧)   
ژباړه: دښکاره پيغام درسولوپرته پر موږ نور څه نسته . 

او په بل ځاى کي بيا فرمايي : ( هَذَا بَلاَغٌ لِّلنَّاسِ)  ( سورت ابراهم الاية ٥٢).  
ژباړه : دا ( قران ) دخلکو له پاره يو  لو ئ پيغام دئ . 

او همدا رنګه  د پيغمبر صلی الله علیه وسلم   يو مشهوره حديث دئ  ، چي  فر مايي : بلغوا عني ولو اية .(بخاري ) 
 ژباړه : زماله لوري يې  ورسوئ که  هغه يو ايت هم وي . 

      له پور تنيو مبارکو اياتونو او نبوي حديث څخه معلومه سوه ، چي  ابلاغ  د ر سولو په  معنا  دئ  اودا هم څرګنده خبره ده  چي د ژوندانه  د ودي( ترقۍ ) يوه برخه  خبري کول جوړوي چي د ژورناليزم معنا پکښي نغښتې ده ، ژورناليزم  هغه  وسيله ده ، چي د ژوندانه  ډېري  اړتياوي په پوره کېږي ، لکه څرنګه چي انسان خوراک او چيښاک ته اړتيا لري په همدې ډول انسانان  اړتيالري ترڅو په  خبر  باندي  پوهاوى ترلاسه کړي . 

         د دغي اړتيا د پوره کولو له پاره بايد په ټولنه کي  يوه دا سي ډله وي ، چي د خلکو اړتيا وي پوره  ، پر ښو يې امر او له  بديو  څخه  يې را وګر ځوي و پورتنيو څرګندونو ته  په  کتو سره ويلاى سو ، چي   اسلامي ژورناليزم  ، هغه علم دئ چي حق ته بلنه  ورکوي او له ناوړو کارنو څخه منعه کوي او هغه څوک چي دا علم زده کوي او عمل  په کوي نو ژورناليست  بلل کيږي او شرط  يي  هم  دا دئ  ، چي د خپلو زده کړو  د علم  ټولو  اصولو  ته  به  احترام  لري   د ژورناليزم  يو دا سي  کلمه ده ، چي  په عربي کي  صحافت  ور ته وايي او  په انګلسي کي ورته ژورناليزم  ويل کېږي ،  د صحافت  او صحافي کلمه  د عربي له  صحيف  څخه اخستل سوې ده  خو زموږ  په  هيوادکي يې پر ځاى  د انګليسي ژبي  ژورناليزم  او  ژورناليست رواج  موندلى دئ . 
 

     ژورناليزم   په اسلام کي يو  ځانګړى  مقام لري  او د ژوندانه يو ضروري  او  اړينه  اړتيا هم  بلل کېږي ،که د قران کريم ايتونو ته ځير سو ،  او  غور  پکښي وکړو  نو دا به  راته  څرګنده سي ، چي د اسلامي رسنۍ او ابلاغ  پيلامه  د ادم علیه الصلاة و السلام  له پيدا يښت  څخه  سوې ده  دا ځکه ، چي الله جل جلاله   و  ادم  علیه الصلاة و السلام ته پر مځکه  د  شته ټو لو شيانو نومونه ور وښودل او پر مځکه يې خپل خليفه  و ګرځوئ  ترادم علیه الصلاة و السلام  وروسته ، چي د نبوت لړۍ پيل  سوه  نو هر پيغمبر د حق، رښتيا او د دين د خپرولو دنده پرغاړه  درلودل، نو د دې دندي د تر سره کولو  په لړکي يې ټولي رسنيزي لاري چاري لکه: ليک، وينااو داسي نوري کارولي دي . 

    اسلام، چي  د ژورناليزم په اړه کوم  نظر وړاندي کوي هغه  له تاريخي، اخلاقي او علمي  پلوه هم ډېر غښتلي  او قوي بنسټونه لري .

      د ژورناليزم  بنسټيزه  موخه  به امربالمعروف او نهي عن المنکر، ولس ته تازه او رښتني خبرونه رسول، د شخصي ژوند خوندي توب، د پيښو په شنني سره عامه رايي ته لارښوونه، د اخرت د خلاصون او برياليتوب له پاره هڅي، د خپل رښتين توب نه پټول، د حق، نصيحت  او د صبر هڅونه، د تېرى کونکو واکمنانو په وړاندي دي  د حق وينا او د انصاف خبره کول،  په هيڅ  قيمت د هغو  د بدو ملاتړنه کول، د دوئ درواغ رښتيا نه بلل ان تر دې، چي په  دې  جهاد کي  بايد له  سر ښندني څخه هم ډ ډه  و نه کړي ،  ځکه  چي  الله جل جلاله  فرمايي : وَتَعَاوَنُواْ عَلَى الْبرِّ وَالتَّقْوَى وَلاَ تَعَاوَنُواْ عَلَى الإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ وَاتَّقُواْ اللّهَ إِنَّ اللّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ . ﴿سوة المائده ايت  ٢ ﴾. 
ژباړه : د نېکۍ  په چارو کي  يو دبل  سره مرسته کوئ او د ګناه په کارونوکي له  چاسره مرسته مه کوئ د الله جل جلاله   څخه  بېره کوئ ، بېشکه د الله جل جلاله  عذاب ډېر سخت دئ .  

        نوله دې څخه څرګنده سوه، چي مؤمن ژورناليست هغه څوک دئ، چي دالله جل جلاله  او نبي کريم صلی الله علیه وسلم  په لار ښوونو عمل کوي، خلکوته د حالاتو ښه او حقيقي خبرونه  وړاندي کړي او په دې توګه  د تروږميو څخه د رو ښنايي و خواته  د خلکو د تللو دنده  سر ته رسوي ،  دا په داسي حال کي چي  په  قران کي  و  رڼا ته  خبر  ويل سوئ  دئ . 
يو ليکوال ليکي : روښنايي  په حقيقت کي د خبر دوهم  نوم  دئ ، الله جل جلاله   چي دا نبياوو علیهم السلام  په وسيله موږ څه  ډول  له تياروڅخه را باسي او رڼا ته مو رسوي هغه  د الله جل جلاله  وجود ، د هغه وحدانيت ، د هغه ټول صفات  ، په  اخيرت کي  هغه  ته  وړاندي کېدل  او بيا د جزا  او  سزا  په  ډول  د جنت  او  دوږخ  په  اړوند خبر دئ ، چي و موږ ته   يې  په  اړه   خبر   راکړئ  دئ .   

       نو په همدې توګه ژورناليست په ټولنه کي د يو معلم وظيفه پر غاړه لري، ځکه الله جل جلاله  موږ ته په قران کي فرمايي:
 كُنتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِاللّهِ . (سورة ال عمران الاية ١١٠) .
 اې مسلمانانو ! تاسي بهترين ا مت ياست ، چي د خلکو ( د هدايت ) له پاره پيدا کړل سوي ياست ،  و خلکو ته  د نېکۍ حکم کوئ او  د بديو څخه يې منع کوئ  او  پر  الله  جل جلاله   باندي باور  ولرئ . 

         د بديو په  وړاندي جهاد کول د ايمان غوښتنه ده لکه څنګه ، چي  رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايي : که څوک له تاسي څخه يو نا روا کار  وکړي نو په لاس سره يې مخنيوى وکړئ که  دا  وس  مو  نه  وي نو په  ژبه  سره يې  مخنيوى  وکړئ ، او که  دا هم  نه  سئ کولاى نو په زړه کي خو  دغه  کار  بد وګڼئ   او   په  زړه کي  د ناروا کار بد ګڼل  د ايمان  تر ټولو  ټيټه  درجه  ده . ( رواه مسلم )

      که  څه  هم  د پور تني  حديث مفهوم عام دئ خو په ځانګړې توګه هغو کسانو ته پکښي اشاره سوې ده، چي د چارو  مسئولين ګڼل کېږي او  د چارو  واګي  يې په لاس کي وي  او  د خلکو ږغ  تر لوړو کسانو پوري      ر سولاى سي  ، چي  په  ننني  عصر کي هغه کسان په  خاصه  توګه ژورناليستان دي، چي ور ته د ټولني ترجمان او سترګي ويل کېږي او د ولس ږغ لوړو اميرانو ته رسولاى سي ،  په اسلام کي  د ژورناليست  دنده يوازي دا نه ده، چي و   ورځنيو  پېښوته  انعکاس  ورکوي او  د ټولني تر هر فرد پوري يې  ور  رسوي او يا د احتمالي پېښو د مخنيوي له پاره  د دولت او  ولس در وازې ور ټکوي، ترڅو  دوئ  پر وخت  و  دې ته  متوجه کړي ، چي د پېښو مخنيوى وکړي، بلکي دا وظيفه هم پر غاړه لري، چي خلک له بديو څخه را وګر ځوي او پر  ښو يې امر کړي، ځکه ر سول الله صلی الله علیه وسلم  په دې اړه فرمايي  : تاسو د خپل  ورور   سره  مرسته  وکړئ  ، که ظالم وي او که مظلوم ، که ظالم  وي  له  ظلم کولو څخه يې  را وګرځوئ ، او که مظلوم  وي  د ظالم  د ظلمه څخه  يې د ژغورلو هڅه وکړئ .

       او  په  بل  ځاى کي  بيا فرمايي : تر ټولو غوره جهاد د ظالم حکمران په وړاندي د حق خبري کول دي،که په دې لاره کي  څوک  مړسي  نو هغه شهيد دئ د دې تر څنګ  دا زموږ  يو ايماني او وجداني  وظيفه هم ده، ترڅو خلک  پرښـو  امر  او له  بدو څخه  يې را ګرځوو  . 

          د قران او احاديثو له مخي د ژورناليزم او نورو تبليغاتي  و سايلو مسئوليت  دا دئ ، چي  د الله جل جلاله  د رضا د لاس ته  راو ړلو له پاره  او  د مسلمانانو د نجات  او  برياليتوب په خاطر دي خلک د نېکۍ  و خواته  را  و بولي ، د نصيحت  او صبر لار ښوونه  دي ورته وکړي ، د ظالمو مشرانو په وړاندي دي د حق او انصاف  خبره  وکړي  او په هيڅ صورت کي  دي  د هغو د بديو تائيد او  د هغو  د درواغو تصديق   نه کوي  .

          زموږ  د زده کړي  او  د ننني عصر تقا ضا هم  همداده  چي  ښه  او بد وخپلو ځانونو ته روښانه کړو تر څو په تياروکي تندکونه  ونه  خورو او د خپل ژوندانه پر چاپېر يال  د نور  وړانګي خپرې کړو،  داسلامي ژورناليزم  موخه  هم  د شر ختمول، د حق اواز پورته کول  او د مسلمانانو په منځ کي د مشرانو او کشرانو نيمګړتياوي ورپه کوته کول دي دا ځکه چي حضرت عمر رضي الله عنه  فرمايي: هغه څوک ، چي زموږ عيبونه را ښيي الله جل جلاله  دي پر ورحميږي . 
       يو ژورناليست  به  دا سي خبرونه  او اطلاعات نه خپروي، چي په هغو سره  په اسلامي  امت کي د اور بڅري  شندل کېږي او  ترمنځ يې د جنګ  او جګړو اور ته  لمن  وهل کېږي  بلکي  يو داسي نظر به  وړاندي کوي ، چي په هغه سره اسلامي امت  د نړۍ غوره  پوهه تر لاسه کړي ، او  په مټ  يې  خپل  پيغام  و ټولو نړۍ والوته ورسوي . 

         اسلام  و  ژورناليست  ته  د يو معلم حيثت  ورکړى دئ ، چي  دټولني اخلاقي ار زښتونه  او د عدل  او  انصاف لوړ  اصول  خوندي  کړي ، چي د فکري او نظري ښوونو په مټ  د ټولني ګټي خوندي پاته سي او  د  وګړو  ذهنونه   سمي لاري ته برابر سي . 

        د يو ژورناليست اساسي وظيفه همداده ، چي په ټولنه کي اخلاقي نيمګړتياوي او بد اخلاقي له منځه  يوسي، پاکي  او سادګي  رامنځ  ته  کړي .

       نو په همدې توګه  د حقيقت  څخه  ليري ، ناروا  او بې ځايه  اطلاعات  او مسايل  ، چي د هغو له امله په ټولنه کي  د فساد  د خپرېدو وېره وي خپرول يې هم سم کار نه دئ ،  د حالاتو ، پېښو او حقايقو خبر  ذهن او فکر ته د روښنايي مثال لري او کوم خبرونه ، چي فکر ته د روښنايي او رڼا پر ځاى تياره ورکوي د هغو خپرول  او عامول  هم  ښه کار نه  دئ . ژورناليزم  دا دواړه کارونه کوي او کولاى يې سي  ، خوښه او اسلامي ژورناليزم هغه دئ ، چي فکر ته  روښنايي او رڼا ورکړي ، او له رڼا څخه و محرومو کسانوته رڼا ور  ډالۍ کړي. 
 

 

سرته