تازه سرليکونه
د (د نبوت دلايل) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د رسول الله ﷺ د نبوت عقلي دلايل (۲)
  تعلیم الاسلام
  June 17, 2017
  0

 ژباړه او ټولونه: نوید احمد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 
۲ دليل: معجزانه اخلاق
 
د رسول الله ﷺ د نبوت د واضحو دلايلو څخه يو ستر دليل د هغه مبارک ښايسته اخلاق، کامل آداب او سليم فطرت دی.
 
الله تعالی فرمايي: (وَإِنَّكَ لَعَلَى خُلُقٍ عَظِيمٍ.) (۱)
او يقيناً ته د اخلاقو پر اعلی درجه باندي يې.(۲)
 
دا يو حقيقت دی چي د انسان اخلاق د کور دننه ښه معلوميږي، که چيري د بهر د خلګو څخه خپل حالات پټ وساتي خو د کور د غړو څخه خصوصاً د خپلي مېرمني څخه نه پټيږي، علماء د نبي کريم ﷺ د ډيرو نکاحو د حکمتونو څخه يو حکمت دا بيانوي چي په دې سره الله  تعالی د رسول اکرم ﷺ اخلاق انسانيت ته ښکاره کول، ځکه دا احتمال هم کېدايسي چي يو څوک خپله مېرمن پوه کړي څو دده عيبونه او حقيقتِ حال چا ته بيان نه کړي خو د نهو (۹) مېرمنو سره دا کار نا ممکنه دی! د رسول الله ﷺ ټولو بيبيانو دده مبارک د ښو او کاملو اخلاقو حالات بيان کړي او په دغو ښځو کي داسي هم وې لکه صفيه، ام حبيبه او جويريه رضي الله عنهن چي د پلرونو يې د رسول الله ﷺ سره سختي دښمنۍ ، جنګونه او حتی  قتلونه رامنځ ته سوي دي خو بيا هم دوی هيڅکله د رسول الله ﷺ په ژوند يا د هغه د وفات وروسته بېله ښو صفاتو او ښو اخلاقو بل څه نه دي ويلي.(۳)
 
 يوه صحابي د حضرت عايشې رضي الله عنها څخه پوښتنه وکړه چي د رسول الله ﷺ څنګه اخلاق وه؟ هغې وفرمايل چي ايا قران دي نه دی لوستلی؟ ما ورته وويل چي لوستلی مي دی، هغې وفرمايل:
 
 (فإن خلق نبى الله ﷺ كان القرآن.) (۴) 
 د الله ﷺ د نبي اخلاق قران وو.
 
يعني په قرانکريم يې عمل کاوه، د هغه د ممنوعاتو څخه يې ځان ساته، د هغه په آدابو يې عمل کاوه، د مثالونو او قصو څخه يې عبرت حاصلوی او په هغه کي بيان سوي ښه اوصافو يې عملي کول.
 
حضرت انس رضي الله عنه چي د رسول الله ﷺ سره يې ډير وخت تير کړی دی فرمايي: 
 
( كَانَ النَّبِيُّ ﷺ أَحْسَنَ النَّاسِ خُلُقًا.) (۵)
ژباړه: رسول الله ﷺ په اخلاقو کي تر ټولو بهتر وو.
 
تجارتي اخلاق او نبوي اخلاق
 
 که د نن سبا ډېري اړيکي وګورو، نو سوداګريزه بڼه لري؛ يعني  يو کس چي د بل سره اخلاقي چلند کوي، هغه د سوداګرۍ پر بنسټ کوي او داسي وايي، چي ته زما عزت او اکرام کوه؛ زه به ستا عزت او اکرم کوم. يا خلګ دي زما عزت وکړي؛ زه به د خلګو عزت کوم؛ چي دا يو ډول سوداګريز اخلاق وګرځېدل. مګر اصلي اخلاق نبوي اخلاق دي؛ چي رسول الله صلي الله عليه وسلم يو صحابي رضي الله عنه ته په دې ډول بيان کړي دي:
 
(يَا عُقْبَةُ، أَلا أُخْبِرُكَ بِأَفْضَلِ أَخْلاقِ أَهْلِ الدُّنْيَا، وَأَهْلِ الآخِرَةِ؟ تَصِلُ مَنْ قَطَعَكَ، وَتُعْطِي مَنْ حَرَمَكَ، وَتَعْفُو عَمَّنْ ظَلَمَكَ.) (معجم الکبير لطبراني و کذا في المستدرک للحاکم)
 
ژباړه: اې عقبه! آيا تا ته خبر در نه کړم د دنياوالو او د آخرت د څښتنانو په ښواخلاقو؟ د هغه چا سره صله رحمي کوه، چي هغه يې درسره قطع کوي. هغه چا ته ورکړه کوه، چي هغه يې نه درکوي. هغه چا ته عفو کوه، چي پر تا ظلم کوي.
 
رسول الله  صلي الله عليه وسلم فرمايي:
 
(اِنّمَا بُعِثتُ لِاُتَمِّمَ مَکَارِمَ الاَخلَاقِ) (السنن الكبرى للبيهقي)
  ژباړه: زه د دې لپاره رالېږل سوی يم، چي ښه اخلاق بشپړ کړم.(۶)
 
 حضرت انس رضي الله عنه فرمايي: ما لس کاله د نبيﷺ خدمت وکړی، ما ته يې پر هيڅ خبره اف لا هم نه دی ويلی او نه يې د يوه کار پر کولو دا راته ويلي دي چي ولي دي وکړئ؟ او نه يې د يو کار پر پرېښولو راته ويلي دي چي ولي دي ونه کړئ؟ او رسول الله ﷺ په اخلاقو کي د ټولي دنيا تر انسانانو بهتر وو... (۷)
 
د اخلاقو يو څو نمونې:
 
رسول الله ﷺ هيڅکله د يو چا څخه د خپل ذاتي حق انتقام نه دی اخيستی.
 
رسول الله ﷺ سره د مکې خلګو ۱۳ کاله مسلسل ظلمونه وکړل، په لوږه، تنده او سختيو کي يې بند کړی وو، دده مبارک توهين يې کوی او په شهيد کولو پسي يې څرک وه، د رسول الله ﷺ پر دوستان او ملګري يې ظلمونه وکړل خو کله چي رسول الله ﷺ مکه فتح کړل، همدغه ټول خلګ په لاس ورغلل نو رسول الله ﷺ د قريشو څخه پوښتنه وکړل چي: 
 
قريشو! تاسو څه خيال کوی چي زه به څه درسره وکړم؟ هغو وويل: ښه، ځکه ته مهربانه ورور يې او د مهربانه ورور زوی يې!
 
يعني په دغسي حساسه لحظه کي لا هم دغه ۱۳ کلن سرسخته دښمن د خاتم النبيين ﷺ څخه د اخلاقو توقع درلودل، نه انتقام، ځکه اخلاق يې ښه ور معلوم وو.
 
رسول الله ﷺ ورته وفرمايل چي زه هغه خبره تاسو ته کوم چي يوسف عليه السلام خپلو وروڼو ته کړې وه: 
 
(لَا تَثْرِيبَ عَلَيْكُمُ الْيَوْمَ.) الاية 
نن پر تاسو هيڅ ملامتيا نسته. 
 
ورځئ تاسو ټول آزاد ياست! (۸) 
 
رسول الله ﷺ يو داسي نبوي او معجزانه اخلاق ښکاره کړل چي نه يې مخکي په تاريخ کي مثال ليدل سوی وو او نه به وروسته وليدل سي. د رسول الله ﷺ په تواضع، حياء، حلم، سخا، ترحم، عفوه او ښه معاشرت کتابونه ډک دي او يقيناً انسان د هغه په مطالعه کولو په حيرت کي پاتيږي او دې نتيجې ته رسيږي چي دا اخلاق د عادي انسان نه سي کېدلای بلکي د نبي اخلاق دي.
 
رسول الله ﷺ به د غيب ويلو څخه هم ځان ساته او ددې ترڅنګ يې دا نه خوښول چي يو څوک يې ډيره زياته ستاينه وکړي.(۹)
 
رسول اللهﷺ يواځي دانه چي پر انسانانو مهربانه ؤ، بلکي حيواناتو هم د دهﷺ د رحمت او مهربانۍ څخه حصه حاصله کړې ده، چي دغه رحم په شرعي احکامو کي ډير واضح او ښکاره دى، مثلاً د حيوان د حلالولو دپاره به چاړه تېره وي، يو حيوان به د بل حيوان و مخ ته نه حلاليږي، پر حيوان به ظلم نه کوې، حيوان به نه وږي او تږۍ کوې، پر حيوان به د ده تر طاقت زيات بار نه وړي او داسي نور.
 
په رښتيا سره چي په رسول الله ﷺ کي عالي اخلاق، د ښو اوصافو لوی دولت، علمي او عملي کمالات سته چي سليم عقل دې نتيجې ته رسوي چي دا اوصاف په غير نبي کي نه جمع کيږي، که څه هم يو يا دوه په يو چا کي راجمع سي خو ټوله بېله انبياوو څخه په بل چا کي نسي راجمع کېدلای، او په يوه درواغجن کي خو بيخي نسي راجمع کېدلای! نو دا چي ټول اعلی صفات په رسول الله ﷺ کي موجود وه دا يې د نبوت واضح دليل دی، په دې حقيقت باندي مخالفينو لا هم اعتراف کړی دی (۱۰). ان شاءالله په دې اړه به په جلا فصل کي بحث وسي.
 
ماخذ: د رسول الله ﷺ د نبوت حیرانونکي دلائل
 
-----------------------
۱: سورة القلم: ۴
۲: توضیح القران آسان ترجمه قران: ج۳، ص۱۷۸۱
۳: ادلة الجلية علي صدق خيرالبرية: ۷۶
۴: صحيح مسلم: ج۲، ص۱۶۸
۵: متفق عليه: صحيح بخاري: ج۸، ص۵۵. صحيح مسلم: ج۲، ص۱۲۷
۶: تعليم الاسلام مجله، ۱۳ ګڼه، د تعليم الاسلام راډيو د ادارې لخوا خپرېدونکې مهالنۍ مجله. 
۷: سنن ترمذي: ج۴، ص۳۶۸
۸: رحيق المختوم: ۶۰۰
۹: ادلة الجلية علي صدق خيرالبرية ﷺ: ص۶۶- ۶۸ 
۱۰: اظهار الحق: ۱۰۷۳
 

سرته