تازه سرليکونه
د (د نبوت دلايل) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د نبوت دلایل: د نباتاتو د عالم معجزې
  تعلیم الاسلام
  April 26, 2017
  0
ژباړه او ټولونه: نوید احمد صدیقي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
الله  تعالی د خپل وروستي او اخري نبي حضرت محمد ﷺ د نبوت اثبات د ځينو نباتاتو په وسيله هم ښکاره کړی دی. لکه څنګه چي د حضرت داود عليه السلام په اړه په قراني قصه کي راځي:
 
(وَسَخَّرْنَا مَعَ دَاوُدَ الْجِبَالَ يُسَبِّحْنَ وَالطَّيْرَ وَكُنَّا فَاعِلِينَ.) (۱)
 او مونږ له داؤد سره غرونه تابع كړي وو چې تسبيح به يې ويلې او ( همداسې مونږ تابع كړي وو) مرغان هم ( چې تسبيح به يې ورسره ويلې) او وو مونږ كوونکي (د داسې كارونو) .
 
علامه شبير احمد عثماني رحمه الله د ( وَكُنَّا فَاعِلِينَ ) په تفسير کي ليکي: 
يعنې تعجب مه كوه چې تيږي او مرغان به څرنګه تهليل او تسبيح وايي دغه ټول كارونه مونږ لا پخوا كړي وو، ښه زمونږ د لامحدود قدرت له مخې آيا دغه خبرې څه مشكلې او مستعدې ګڼلې كيداى شي؟ بلكه نه نشي كيداى.(۲)
 
ددغي ستري معجزې په شان الله  تعالی د خپل نبي محمد مصطفي ﷺ تائيد هم کړی دی، دده مبارک په حضور کي جماداتو د الله  تعالی  تسبيحات ويلي دي او دده د رسالت او نبوت شاهدي يې اداء کړې ده او صحابه کرامو رضي الله عنهم دا واقعات ليدلي او رانقل کړي دي چي يو څو يې په دې ډول دي:
 
 
د خرما ښاخله يې پيروي کوي
 
يو صحرايي و نبي کريم ﷺ ته راغلی او دا پوښتنه يې وکړه چي زه څنګه پوه سم چي ته نبي يې؟ ده مبارک وويل چي که زه د خرما ددې درختي دغه ښاخله راوغواړم نو ايا ته شاهدي اداء کوې چي زه د الله رسول يم؟ نو رسول اکرم ﷺ هغه راوغوښتل، هغه ښاخله د درختي څخه پرې سوه او د رسول الله ﷺ مخي ته ولوېده او بيا يې ورته وفرمايل چي بيرته ولاړه سه نو هغه بيرته ولاړه او هغه اعرابي ددې معجزې په ليدلو مسلمان سو.(۳)
 
د خرما تنې ورپسي ژړل
 
حضرت ابن عمر رضي الله عنهما فرمايي:
(أَنَّ النَّبِىَّ صلی الله علیه وسلم كَانَ يَخْطُبُ إِلَى جِذْعٍ فَلَمَّا اتَّخَذَ النَّبِىُّ صلی الله علیه وسلم الْمِنْبَرَ حَنَّ الْجِذْعُ حَتَّى أَتَاهُ فَالْتَزَمَهُ فَسَكَنَ.) (۴)
 
 ژباړه: رسول الله د خرما د يوې تنې څنګه ته خطبه ويل، کله چي رسول الله ﷺ پر منبر باندي خطبه ويل پيل کړل نو دغه تنې به د شوقه ورپسي ژړل څو چي رسول الله ﷺ ورته راغلی او هغه يې په ځان پوري ونيول بالاخره هغه خاموشه سول.
 
دا واقعه ډيرو صحابه کرامو روايت کړې ده.
 
 
ماخذ: د رسول الله ﷺ د نبوت حیرانونکي دلائل
 
تعلیم الاسلام ویب پاڼه
----------------------------------
۱: سورة الانبياء: ۷۹
۲: کابلي تفسير: ج۲، ص۱۶۷
۳: سنن ترمذي: ج۵، ص۵۹۴
۴: مخکنی مصدر: ج۲، ص۳۷۹
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته