تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د غيرمسلم اعتراض او دامام غزالى رح جواب
 
  May 10, 2017
  0

د غير مسلم اعتراض او د امام غزالى رحمه الله جواب !


پښتو ژباړه : عزت الله کوټوال / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

يو غير مسلم په مسلمانانو اعتراض وکړ چې تاسې تر ټولو زيات د قران دشمنان ياستۍ ( العياذبالله )

ستر فقيه امام غزالى رحمه الله ورته وويل هغه څنګه؟

غير مسلم وويل :  قرآن کې راغلي چې کله لمونځ ته ودريږئ نو لومړی مخ ، بيا لاسونه ووينځئ او بيا په سر مسح وکړئ او بيا پښى ووينځئ.

خو تاسې اول مخ نه بل کې لاسونه بيا خوله بيا پوزه وينځئ او ورپسې بيا دغه څلور چې قرآن کې خودل شوى وينځئ.

 
امام غزالى رحمه الله ورته وويل:

قرآن مجيد کې ددې څلورو د وينځلو امر دی؛ خو دا ورسره نشته چې په ګنده اوبو يا ګرمو سره ېئ ووينځئ بلکه صفا اوبو باندې وينځل ضروري دي.

نو موږ اول اوبه په لاسونو معلومه وو؛ چې ګرمې دي که برابري؟  بيا ئې خولې ته اچو چې خوند خو به ېې خراب نه وي.  بيا ئې پوزي ته اچو چې بوى خو به يې بد او خراب نه وي؟ نو کله چې پوه شو چې مکمل صفا او وينځلو ته جوړي دي؛  نو بيا دغه څلورو خودل شو کې دري۳ وينځو او په يو مسحه کوو.

اودغه طريقه موږ ته خپل مهربانه پيغمبر حضرت محمد صلى الله عليه وسلم خودلې؛ او ښکاره ده چې هغه (صلی الله علیه وسلم) د قرآن په مقصد او تشريح مکمل پوه ٶ.

غيرمسلم چې جواب واوريدل ډيرخجالت اوشرمنده ګۍ سره لاړ روان شو او د ځان سره ېئ وويل : ترڅو چې په مسلمانانو کې داسې اشخاص موجود وى  نو اعتراض کوونکى به تل زما په څير د بحث له ميدانه تختي.
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته