تازه سرليکونه
د (نيکمرغه مېرمن) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ښځو د لمانځه طریقه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 15, 2016
  0

سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه

دا خبري په یاد ولرئ او په عمل کولو کي مطمئن و اوْسئ:
 
۱: قبلې ته مخامخ کیدل ضروري دي.
 
۲: سیده درېدل پکاردي، سترګي به دي د سجدې ځای ته نیولي وي، غاړه کښته کول او لږ د سینې سره لګول مکروه ده. بېله ضرورته سینه کښته کول هم سم نه دئ نو د همدې وجهي څخه سیده درېږی چي د سترګو نظر دي د سجدي پر ځای وي.
 
۳: د پښو ګوتي به دي د قبلې وطرف ته وي، دواړي پښې به دي سیده قبلې ته وي (پښې چپه اوراسته اړخ ته کږول د سنت خلاف دي)، دواړي پښې قبلې ته مخامخ کول پکار دي.
 
۴: د دواړو پښو تر منځ لږ تر لږه د څلورو ګوتو فاصله پکار ده.
 
۵: ښځي دي په کوم پنډ او لوی پوړني باندي خپل ټول بدن په ښه توګه پټ کړي، چي سر، سینه، لاسونه، بازوګان، اوږې، غاړه او نور ټول بدن پټ وي. هو! که څه هم مخ، پښې یا تر مړوندو پوري لاسونه ښکاره پاته سي لمونځ کیږي، ځکه دا دري واړه د ستر څخه مستثنی دي او که دا پټ سي نو هم لمونځ کېږي.
 
۶: د لمانځه لپاره داسي نری پوړنی استعمالول په کوم کي چي سر، غاړه، حلق او تر حلق لاندي ډیره برخه معلومیږي، همدا راز بازوګان، څنګلي او مړوندونه نه سي پټ یا هم لیڅي ښکاره پاته سي، نو په داسي حالت کی لمونځ بالکل نه صحیح کیږي. لهذا د لمانځه پر وخت د ټول بدن د پټولو خاص خیال وساتئ او ددې مقصد له پاره پنډ پوړنی استعمال کړئ. 
 
۷. که چیري د لمانځه په منځ کي د مخ ، لاسو او پښو څخه ماسیوا د بدن کوم غړی د څلورمي برخي د درو وارو سبحان الله په اندازه ښکاره سي، نو لمونځ یې نه صحیح کیږي او که تر دې کم وخت ښکاره سي نو صحیح کیږي مګر ګناهکاره ده.
 
۸. په لمانځه کي داسي کالي اغوستل مکروه دي کوم چي په دنیا کي د انسانانو په مخ کي یې نه اغوندي.
 
د لمانځه د شروع کولو په وخت کي
 
۱: په زړه کي دي دا نیت وکړي چي فلانی لمونځ کوم، په ژبه سره د نیت الفاظ ویل ضروري نه دي.
 
۲. دواړو لاسونه دي د پوړني څخه راو باسي د سینې سره دي داسي پورته کړي، چي ورغوي د قبلې وطرف ته او ګوتي سیده وي، البته ښځي دي تر غوږو پوري لاسونه نه پورته کوي. 
 
۳. د پورتنۍ طریقي مطابق د لاسونو د پورته کولو په وخت کي دي  الله اکبر ووايي دواړه لاسونه دي پر سینه بې له حلقې په داسي طریقه سره ونیسي ، چي د راسته لاس ورغوی د چپه لاس پر شا راسي ، ښځي دي د نارینه په ډول لاسونه پر نامه نه کړۍ کوي.
 
ماخذ: د ښځو د لمانځه طریقه/تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته