تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
الحاد څه شی ته وايي او ملحد څوک دی؟
 
  July 20, 2016
  0

 الحاد څه شی ته وايي او ملحد څوک دی؟

ډاکتر فاطمه محمود- جرمنی

سوال: موږ ستاسو لیکنې د ملحدینو په هکله په مینه سره لولو، او روحي تسکین راکوي، الله دی درته جنتونه در نصیب کړي، ستاسو هره لیکنه زموږ لپاره تعلیم دی لکه اسلام او ساینس، د عیسایت په هکله، مناظره، د روژې فقه او نور... موږ اصلاً الحاد نه پیژنو، ملحدین و تاسو ته معلوم دي چي په ځانګړي ډول سره په ټوله لویدیځ کي شتون لري، نو که لطفا د الحاد په هکله معلومات راکړی ډیره مهرباني به موي.

ځواب: عبدالغفار جُبیر

الحاد په لغت کي له دین نه ګرځیدل، په دین پسې  بد ویل، د خدای د وجود څخه منکره کیدل او بې دینۍ ته وايي، الحاد همدارنګه و کفر، شرک او بت پرستۍ ته هم وايي.

په اصطلاح کي د حق د لارې څخه ګرځیدلو ته الحاد وايي، او هغه څوک چي د حق د لاري څخه وګرځي و دغه کس ته (ملحد) وايي.

الحاد پردوه ډوله دی:

۱: خاص الحاد: د خدای د یووالي څخه انکار کول او له اسلامه ګرځیدل و دې ته خاص الحاد ویل کیږي. هغه څوک چي د خدای د وجود څخه منکره وي هغه ته ملحد ویل کیږي، ټول الهي دینونه (یهودیت، عیسایت، اسلام) د خدای د وجود قایله او منونکي دي، حتي ټول مشرکین یې مني چي خدای شته؛ و الحاد ته دهریت هم ویل کیږي، ملحدین او دهریان د پخوانیو فلاسفه وو یوه برخه ده، هغوی په دې باور وه چي زمانه (دهر) ازلي ده، هرڅه همدغه زمانه پیداکوي او الله نسته، العیاذ بالله، که له دوی څخه پوښتنه وسي چي دا زمانه چا پیداکړل بیا هیڅ ځواب نلري.

الحاد په خاصه معنا سره و ارتداد ته هم ویل کیږي، کافر ، مرتد ، دهري ا و ملحد  په ځینو ځایونو کي په یوه معنا سره هم استعمالیږي.
 
الحاد ودې ته هم ویل کیږي چی یو څوک د دین د قطعي او ښکاره امورو تأویل وکړي، ودې ته په قرآن کریم کي الحاد وايي او په احادیثو کي ورته زندیق وايي، لکه یو څوک چي ووايي چي صلوة (لمونځ) صرف و دعاء ته وايي، او صرف یوه دوعاء وکړه بس همدا لمونځ دی، یا زکات، یعني که دي په وسه وه یو څه ورکه نه نصاب غواړي او نه هم وخت غواړي بس همدا زکات دی ودې ته هم ملحد او زندیق وايي؛ لکه احمدیان (قادیانیان  او نور...)

۲: عام الحاد: د دین په اصولو باندي باور نه کول، بي دیني کول، بې لاریتوب کول و دې ټولو ته الحاد ویل کیږي، یعني که یوڅوک په یوه خدای باور لري خو ددین په اصولو کي یو اصل یا ډیر اصول نه مني ودې ته هم ملحد ویل کیږي، همدارنګه هغه عقائد  او اصول چي په دین کي منل سوي وي هغه رد کړي او یایې ونه مني دغه هم ملحد دی، د بیلګي په ډول سره خدای مني، خو قادر یې نه  بولي، خدای مني خو عالم الغیب یې نه مني، خدای مني خو خالق یې نه مني دا ټوله الحاد دی، او همدارنګه که چیري یو څوک د خدای نومونه لکه الرحمن، الرحیم او نور... پر بتانو باندي کښیږدي ودې ته هم ملحد ویل کیږي.
 
 
-------------------------------------------
د یوه ملحد په ځواب کي
ملحدین تر بل هر وخت ډیر سوځي
 
رارواني لیکني:
دهریت څه شي ته وايي او دهري څوک دی؟
نیچریت وڅه شی ته وايي؟؟؟

د الحاد په اړه کتابونه
الإلحاد أسبابه طبائعه مفاسده أسباب ظهوره علاجه
الإلحاد أسباب هذه الظاهرة وطرق علاجها

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته