تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په زړه پوري خبري
 
  February 27, 2012
  0
دوستي مه کوئ
 
د بخيل او کنجوس انسان سره دوستي مه کوى .
 
د ناروا شاهدي ورکونکي سره دوستي مه کوى .
 
د هغ چا سره چي مور او پلار ورڅخه منع کړي ياست دوستي مه کوئ خو ، چي دغه منع يې د اسلام په چوکاټ کي وي يعني که يې د اسلام څخه يې مخالف امر يا نهي کولې نو بيا د مور او پلار ا طاعت پر انسان لازم نه دئ لکه چي الله جل جلاله فرمايي : وَإِن جَاهَدَاكَ لِتُشْرِكَ بِي مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ فَلَا تُطِعْهُمَا إِلَيَّ مَرْجِعُكُمْ فَأُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ .( سورة العنکبوت اية ٨)
 

مه هېروه

١ - خپل مرګ مه هېروه او مؤمن مسلمان هم همېشه خپل مرګ نه هېروي . لکه حضرت علي رضي الله عنه چي فرمايي : زېږېدل د مرګ زېرى دئ او مرګ يو ناخبره ملګرى دئ .
  
٢ - خپل الله  جل جلاله  مه هېروه او مه ځني غافله کېږه ، ځکه چي الله  جل جلاله  ستاڅخه غافله نه دئ .

٣ - پردى پور مه هېروه ، ځکه د يو بنده تر حق الله  جل جلاله  و بل بنده ته نه ورتيريږي ، بلکي هغه کس هم ، چي د الله  جل جلاله  رضاء يې هم ترلاسه کړې وي ، پر هغه باوجود هم الله  جل جلاله  تر ټولو شيانو ورتېرېږي خو د پنده تر حق نه ور تيريږي البته شهيد ته هم د بنده تر حق نه ور تيريږي .

٤ – خپله وعده او ژمنه مه هېروه ، ځکه چي بيا په انسان کي يوه علامه د منافق پيدا کېږي لکه چي نبي عليه السلام فرمايي :

آيَةُ الْمُنَافِقِ ثَلاَثٌ إِذَا حَدَّثَ كَذَبَ ، وَإِذَا وَعَدَ أَخْلَفَ ، وَإِذَا اؤْتُمِنَ خَانَ. (رواه البخاري)
 
زباړه : د منافق علامې درې دي ، کله چي خبري کوي نو درواغ پکښي وايي او کله چي وعده وکړي نو مخالفت پکښي کوي او کله چي امين وګرځول سي نو خيانت کوي . نو که په يو چا کي د غه ټولي علامې موجودي وې هغه شخص منافق دئ او که چيري يوه يادوې پکښي موجودي وي نو په هغه شخص کي علامې د نفاق پيداسوي دي او منافق نه سو ورته و يلاى. 
 
په يوه بل حديث کي دا جمله هم پکښي زياته سوې ده ، چي د حديث په پاى کي نبي صلی الله عليه وسلم فرمايي : واذاخصم شتم کله چي يو شخص جنګ کوي نو ښکنځل هم  کوي .
د مور او پلار لارښوونه مه هېروه  په دې شرط که يې  امربالمعروف او نهى عن المنکر کول .

٥- د ژوند اساسي هدف دي مه هېروه يعني د ژوند اساسي هدف خو جنت او د الله  جل جلاله  او د هغه د رسول صلی الله عليه وسلم رضاء ده نو دا مه هېروه .

٦- پر خپلو خپلوانو وصله رحمي مه هېروه :
ځکه چي الله جل جلاله  فرمايي : وَالَّذِينَ يَصِلُونَ مَا أَمَرَ اللّهُ بِهِ أَن يُوصَلَ وَيَخْشَوْنَ رَبَّهُمْ وَيَخَافُونَ سُوءَ الحِسَابِ . (سورة الراعد اية ٢١)
 
ژباړه : الله د مؤمنانو په اوصافوکي يودغه صفت بيانوي چي دغه مؤمنان هغه کسان دي چي دوئ   د خپلوئ اړيکي ساتي  هغه اړيکي چي الله  جل جلاله  يې په وصل کولو امر کړى دئ او د خپل رب څخه بېرېږي او د بد حساب څخه بېرېږي .
 
ماخذ: تعليم الاسلام مجله، ۸ ګڼه
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته