تازه سرليکونه
د (د نبوت دلايل) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د نبوت دلائل: د اِسراء او معراج معجزه
  تعلیم الاسلام
  March 27, 2017
  0
 
 
د نبوت دلائل: د علوي عالم معجزات
ژباړه او ټولونه: نوید احمد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
 
د اسراء او معراج معجزه
 
الله تعالی فرمايي:
 
(سُبْحَانَ الَّذِي أَسْرَى بِعَبْدِهِ لَيْلًا مِنَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ إِلَى الْمَسْجِدِ الْأَقْصَى الَّذِي بَارَكْنَا حَوْلَهُ لِنُرِيَهُ مِنْ آيَاتِنَا إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْبَصِيرُ.) (۱)
 
پاك دى هغه ذات چې بيولى يې ؤبنده خپل (محمد) په (يو برخه د) شپې كې له ( منځه يا له څنګه د) مسجد حرام څخه تر مسجد اقصى پورې هغه چې بركت اچولى دى مونږ ګرد چاپير د هغه. ( د محمد ﷺ بيول ) ددې لپاره وو چې ( هلته ) وښيو مونږ دغه ( محمد) ته ځنې له دلائلو ( د قدرت خپل ) بيشكه چې دغه ( الله ) همدى دى ښه اوريدونكى ( د ګردو اقوالو) ښه ليدونكى ( عالم په پټو او ښكاره ؤ).
 
د اکثره رواياتو رحجان دې طرف ته دی چي دا ستره پېښه د رسول الله ﷺ د بعثت لس کاله وروسته تر هجرت درې کاله مخکي رامنځ ته سوې ده... په قرانکريم کي د معراج د غيرمعمولي واقعې ذکر د نبي کريم ﷺ د نبوت ناقبل انکار ثبوت وړاندي کړی دی. (۲ (
 
ددې سفر تر مخه يوې خوا ته رسول الله ﷺ د کفارو لخوا د سختو تکاليفو سره مخ دی، بل خوا د عام الحزن سره مخ کيږي (چي ابوطالب او حضرت خديجه رضي الله عنها وفات کيږي) او بيا د طايف دردونکې او غمجنه پېښه رامنځ ته کيږي بالاخره رسول الله ﷺ خپل امور د اسمان خوا ته پورته کوي او د اهل الارض د ظلم شکايت کوي. په نتيجه کي د اسمان لخوا ورسره مرسته کيږي چي که اهل الارض پرېښووی خو خپل رب به يې د اسمانو په ملکوت کي استقبال او لمانځنه وکړي.(۳)
 
د (سبحان) کلمې څخه مطلب دا دی چي دا واقعه د مځکي د عمومي قوانينو مطابق نه ده، ځکه په مځکه کي ځای، وخت، مسافه، سرعت او امکانات وي خو کله چي فرمايي: سبحان اشاره دې ته ده چي دا واقعه د مځکي د عمومي قوانينو مطابق نه ده بلکي دا د الله عزوجل د مطلق قدرت مطابق يوه عجيبه پېښه ده! (۴)
 
او دې طرف ته اشاره ده چي الله پاک د ټولو مخلوقاتو د ضعف څخه ډير پاک او عالي دی، مخلوق کمزوری دی، دومره توان نلري، عقل او قوت يې ډير محدود دی خو الله عزوجل حکيم، خبير، عليم او قدير ذات دی. الله تعالی د خپلو انبياوو د صدق د ښکاره کولو د پاره د کون قوانين ماتوي څو انسانانو ته معلومه سي چي دا شخصيت د الله عزوجل لخوا رالېږل سوی دی.
 
د معراج د سفر واقعه
 
د معراج په شپه جبريل عليه السلام  و رسول الله صلي الله عليه وسلم  ته راغلى، رسول الله صلي الله عليه وسلم  د کعبې شريفي د حطيم سره بيده ؤ، ... جبريل عليه السلام  ورته راغلى را ويښ يې کړي چي هغه لوى سفر، د إسراء او معراج سفر شروع کړي، د جبريل عليه السلام  سره يو حيوان ور سره ؤ، رسول الله صلي الله عليه وسلم  فرمايي: دغه حيوان تر خره لوى او تر غاطري يا قچري کوچنئ ؤ، سرعت او چابکي يې تر تصور زياته وه. 
 
کوم وخت چي رسول الله صلي الله عليه وسلم را ويښ سو جبريل عليه السلام  ورته وويل: پر دغه بُراق سپور سه، رسول الله صلي الله عليه وسلم  سپور سو او بُراق د بيت المقدس و طرف ته حرکت وکړی، په لږ وخت کي بيت المقدس ته ورسېدى، رسول الله صلي الله عليه وسلم  و مسجد اقصا ته ور داخل سو هلته يې يوه عجيبه اجتماع وليدل، الله جل جلاله  د رسول الله صلي الله عليه وسلم  د پاره ټول انبياء او رسُولان را جمعه کړي او يو ځاى کړي وه.
 
دغه ټول انبياء او رسُولان عليهم السلام د سيد البشر، سرور کائنات، فخر موجودات، جنابِ رسولُ الله، محمّد مصطفْي صلي الله عليه وسلم  و استقبال او ښه راغلي ته راغلي وه، انسان د دغه مبارک منظر او مشهد خيال او تصور هم نه سي کولاى، ټول انبياء او رسُولان و سرور  کائنات، سردار کونين صلي الله عليه وسلم  ته راغلي دي، صف صف، قطار قطار، ولاړ دي او ښه راغلئ ورته وايي، دا څومره مبارکه او د نوره ډکه اجتماع ده.
 
بيا نو رسول الله صلي الله عليه وسلم  د دغه ټولو انبياوو امامت کوي، و دغو ټولو انبياء عليهم السلام ته سيد د اولين او آخرين، سيد البشر محمّد مصطفْي صلي الله عليه وسلم  لمونځ ورکوي، دا هغه لوى، عظيم او لوړ شرف دى، تر دې به بل شرف چيري وي چي د اُمتو د امامانو امام سي.
 
وروسته نبي کريم ﷺ اسمانو ته د جبرايل سره په ملتيا ځي او هلته ددغو انبياوو عليهم السلام سره ملاقات کوي، د هر نبي څېره يې هم بيان کړې ده، د عجيبو ځايونو څخه ليدنه کوي لکه بيت المعمور او د ډيرو سترو ملايکو د وظايفو او عباداتو منظر ګوري او ترڅنګ يې د دوږخيانو د عذابو منظر هم ويني بالاخره خپل ستر مالک او خالق الله عزوجل ته نژدې کيږي او ورسره خبري کوي.
 
کله چي ددې سفر څخه بيرته راستينږي د مکې والا تلونکی او راتلونکی کاروان يې وليدی، د هغوی ورک او تښتېدلی اوښ يې هم ور وښودی، د کاروانيانو د خوب په وخت کي يې د هغو د پټو مشکونو څخه اوبه وچيښلې او بيرته يې خولې ور بندي کړې. کله چي سهار سو او مشرکانو دا اوازه واورېده نو تمسخر او ضد يې شروع کړی او د تصديق لپاره يې پوښتني پيل کړې، چي رسول الله ﷺ د دوی د کاروان ټول معلومات ورکړل لکه د اوښ ورکېدل، د  هغوی د مشک څخه اوبه چيښل، کاروان به څه وخت مکې ته راورسيږي او کوم اوښ به يې په مخ کي وي، د بيت المقدس مکمل انځور ورته بيانول. دا ټول معلومات په دقيق شکل ورکول ددې واقعې د رښتياوالي دليل وګرځېدی او مشرکان حيران او لاجوابه پاته سوه.
 
په دې سفر کي زښت زيات حکمتونه نغښتي وه چي يو يې هم قرانکريم ذکر کړی دی: 
 
(لِنُرِيَهُ مِنْ آيَاتِنَا...) (۵)
ددې لپاره وو چې ( هلته ) وښيو مونږ دغه ( محمد) ته ځنې له دلائلو ( د قدرت خپل )
 
دا چي په سورت الاسری کي د بني اسرائيلو فساد بيان سوی دی او د دوی د لاس څخه د بيت المقدس وتل ذکر سوي دي نو دې طرف ته هم اشاره وه چي ډير ژر به بيت المقدس د ټولو پرګنو د لاس څخه ووځي ځکه دوی نور د خپلو بدو اعمالو لکبله ددې مقدس او لوړ مقام وړ نه دي بلکي ددې مستحق نور خاتم النبيين ﷺ دی چي په دې توګه به د دواړو معنوي ابراهيمي مرکزونو (بيت الله او بيت المقدس) مشري رسول الله ﷺ ته ورکول سي.(۶)
 
ماخذ: د رسول الله صلی الله علیه وسلم د نبوت دلائل
 
۱: سورة بني اسرائيل: ۱
۲: توضيح القران آسان ترجمه قرآن: ج۲، ص ۸۵۴
۳: المعجزة الکبري الاسري والمعراج: شيخ متولي شعراوي، ناشر: مکتبة الشعراوي الاسلامية، څلورم چاپ، ص ۲۳ او ۲۷
۴: الإسراء والمعراج - المعجزة خرق لنواميس الكون، د شيخ محمد راتب النابلسي، ويب پاڼه: www.nabulsi.com
۵: سورة بني اسرائيل: ۱
۶: رحيق المختوم: ص ۲۰۴ او ۲۱۱
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته