تازه سرليکونه
د (د نبوت دلايل) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د نبوت دلایل: د بعثت مخ کي نبوي معجزې
  تعلیم الاسلام
  December 1, 2016
  0
ژباړه او ټولونه: نوید احمد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
د بحيرا راهب شاهدي
 
 کله چي رسول الله ﷺ دولس کلن سو نو خپل اکا ابوطالب د ځان سره شام ته د تجارات په کاروان  کې روان کړی، کله چي بصرې نومي ځای ته ورسېدل هلته يې د يوه راهب چي نوم يې جرجيس او مشهور په بحيرا وو ليدنه وسوه.
 
کاروان چي بصرې ته ورسېدی نو بحيرا راهب يې ښه راغلاست ته ووتی، د ټول کاروان پالنه يې وکړه، تر دې مخ کې  د هيچا ښه راغلاست ته د کليسا څخه نه وو وتلی. رسول الله ﷺ يې د نښو له مخي وپېژندی، تر لاس يې ونيوی او وويل: دا له ټول بشر څخه غوره او الله پاک به يې ټولو نړيوالو ته رحمت وليږي.
 
ابوطالب ورته وويل: د څه شي څخه پوه سوې؟
 
بحيرا: کله چي تاسي د هغي څوکې څخه راښکاره سواست ددې علاقې ټولي ډبري او وني پر سجده پرېوتې او دا شيان بېله پيغمبر څخه بل چا ته سجده نه کوي او زه يې د هغه مهر څخه هم پېژنم چي د سېب په شان يې د ولو په منځ  کې  ښکل سوی دی او موږ ته پخپلو کتابونو کې دده په اړه ويل سوي دي. 
 
پر رسول الله ﷺ باندي يوه وريځ سايه هم کړې وه چي راهب وليدل نو دوی ته يې ورښکاره کړه چي تاسو وګوری وريځي سايه پرې کړې ده.(۱)
 
بيا يې د ابوطالب څخه غوښتنه وکړه چي هسي نه يهوديان يې په دغو صفاتو وپېژني او ورته څه تاوان ونه ورسوي نو بايد شام ته يې بو نه ځې او بيرته يې مکې ته ولېږې. اکا يې د راهب خبره ومنل او د ځينو نوکرانو سره يې بيرته مکې ته واستاوه.(۲)
 
د عيسوي راهب دا لويه شاهدي د رسول الله ﷺ د نبوت يو لوی دليل.
 
د ډبري او وني لخوا سلام
 
 رسول الله ﷺ چي به د نبوت په لومړنيو وختونو کې د هري ډبري او درختي سره تېرېدی هغه به سلام ورته کاوه، چي شا، مخ، راسته او چپه طرف ته به يې وکتل درختو او شاوخوا ډبرو  به ورته سلام کاو او ده مبارک به يې سلام اورېدی، هغوی به داسي ويل:
 
 السلام عليکم يا رسول الله! (۳)
 
حضرت علي رضی الله عنه فرمايي:
 
( كنت مع النبي ﷺ بمكة فخرجنا في بعض نواحيها فما استقبله جبل ولا شجر إلا وهو يقول السلام عليك يا رسول الله) .(۴)
 
زه د نبي اکرم ﷺ سره د مکې مکرمې اطرافو ته ووتم نو هري ډبري او درختي به و رسول الله ﷺ ته داسي ويل: السلام عليکم يا رسول الله!
 
رسول الله ﷺ فرمايي:
(إِنِّى لأَعْرِفُ حَجَرًا بِمَكَّةَ كَانَ يُسَلِّمُ عَلَىَّ قَبْلَ أَنْ أُبْعَثَ إِنِّى لأَعْرِفُهُ الآنَ.) (۵)
 
زه هغه ډبره پېژنم چي په مکه  کې  به يې زما تر بعثت مخ کې  ما ته سلام وايه، يقيناً اوس يې هم پېژنم.
 
ماخذ: د رسول الله ﷺ د نبوت دلایل
مخکنۍ برخي دلته کلیک کړئ: د نبوت دلائل
 
------------------------------------
۱: دلائل النبوة: بيهقي، ج۲، ص ۲۵ 
۲: رحيق المختوم: ص ۷۸، دا حديث امام ترمذي په کتاب المناقب، باب بدء نبوة النبي ﷺ کې رانقل کړي دي.
۳: دلائل النبوة: بيهقي ج۲، ص ۱۴۶
۴: سنن الترمذي: وقال هذا حديث غريب والحاکم في المستدرک مثله وقال:  هذا حديث صحيح الإسناد و لم يخرجاه والبيهقي في دلائل النبوة: ج۲، ص۱۵۳
۵: صحيح مسلم: ج۷، ص۵۸ 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته