تازه سرليکونه
د (شعر او ادب) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
قرینه څه ته وایي؟
  تعلیم الاسلام
  April 9, 2016
  0

 

 
رالېږونکی:  محمد شریف حلیم 
 
 
قرینه څه ته وایي؟
 
قرینه ته صرفه هم وايي یعني د یوې کلمې د حقیقي معنی  څخه د لوستونکي  ذهن منصرف کوي.
قرينه هغه کلمې یا حالات دي چي ذهن  د مستعاري کلمې له حقیقي نا مقصودي معنی څخه لیري کوي او مجازي مقصودي معنی ته يي کشوي.
 
 مثلاَ: که څوک ووايي:  ګیدړه ولیدل او د ده هدف بې زړه سړی وي نو اورېدونکی به خپله مقصوده معنی ترلاسه نه کړي، ځکه په دې جمله کي قرینه شتون نلري، که ووايي: په جبهه کي مي ګیدړه ولیدل، جبهه قرینه ده نو ددې په وا سطه پوهیږو چي ګیدړه په حقیقي معنی نه ده کارول سوې، بلکه په مجازي معنی کي کارول سوېده.
 
کېداسي قرینه د مشبه یا مشبه بِهِ له مناسباتو څخه وي کله په پورته بیلګه کي (د جبهه ) کلیمه چي د (مشبه ) له مناسباتو څخه شمېرل کیږي.
 
قرینه پخپل ځان کي پردوه ډوله ده:
 
لومړی حالي (معنوي ) قرینه:
دوهم لفظي یا مقالي قرینه:
 
لومړی حالي (معنوي) قرينه: که چیري د قرینې لپاره کومه کلیمه یا ترکیب راوړل سوی نه وي. د وینا وال یا لیکوال د لیک یا خبرو حالت او څرنګوالی پدې دلالت وکړي چي د ویونکي یا لیکوونکي مقصود دلته حقیقي معنی نه ده بلکه مجازي معنی ده نو دې ته معنوي یا حالي قرینه وايي.
 
مثلاَ: تاسي د یوې سیالۍ ننداره کوئ او یو څوک له لوبغاړو څخه چي په ډېره  زړه ورتیا او چالاکۍ سره خپل عمل تر سره کوي د هغه په ستاینه کي ووایاست عجب زمری دی، پدې ځای کي همدا ځای ضع او حالت ددې دلیل دی، چي ستاسو مقصود له (زمري ) څخه مشهوره څیرونکی زمری نه دی، بلکه ستاسي مقصود هماغه زړور او چالاکه لوبغاړی دی.
 
کچیري تاسو ژبڼ یا باغ وحش ته ولاړسئ او هلته ځناور ووینئ او داسي ووایاست عجبه زمری دی! دلته دا څرګنده خبره ده چي ستاسي مقصد هماغه حقیقي معنی ده. کله به تاسي په چوکونو کي د ترافیکو سور، ژړ او شین څراغ ته فکر کړی وي.
 
هلته سور څراغ د حال په ژبه موږ ته وايي چي خطر دی همدارنګه ژیړ څړاغ موږته د حال په ژبه وايي چي تګ یا درېدو ته آماده سه او شین څراغ راته وايي چي حرکت وکړه، خطر نسته وګورئ د هر څراغ د روښانتیا څخه یوه معنی اخیستل پخپله مجاز دی او قرینه يي د حال قرینه ده.
 
دوهم لفظي یا مقالي قرینه :هغه کلیمه یا کلیمې چه زموږ ذهن له وضعي نا مقصودي معنی څخه نا وضعي مقصودي معنی ته راګرځوي، لفظي یا مقالي قرینه ورته ویل کیږي.
 
مثلاَ که ووایو: مرغلري يې پر مخ بهیږي له مرغلرو څخه مجازي مقصوده معنی اوښکي دي او که ووایو مرغلري يي له جیبه توییږي دلته له مرغلرو هماغه خپله حقیقي وضعي معنی مراد ده. 
 
په پورته لومړۍ جمله کي (مخ ) قرینه ده چي زموږ ذهن د اوښکو خوا ته راګرځوي او په دوهمه جمله کي څه داسي خاص کلیمه یا کلیمې نسته چي له مرغلرو څخه موږ اوښکي مراد کړو بلکه پخپله حقیقي معنی کارېدلې ده. اوس یو بیت راوړو چي پورته پنځه واړه رکنونه پکښي په څرګند ډول راغلي وي:
 
د پسرلي ښکلونکي بیا کړه سنګارونه       بیا يي ولونل په غرنو کي لالونه.
 
۱ .مستعار منه : ــــ لالونه 
۲ . مستعار له: ــــ ګلان 
۳ .وجه جامع : ــــ سوروالی، ښکلا او ارزښت 
۴ .مستعار : ــــ لالونه 
۵ . پسرلی : ــــ قرینه 
 
-------------------------------
 
سرچينه: تعليم الاسلام ویب پاڼه
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته