تازه سرليکونه
د (ليکنيزي پوښتني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا- بېله حجابه بازار ته راوتل
 
  November 23, 2011
  0

سوال: دا ښځي چي و بازار ته بېله حجابه څخه راوځي د اسلام له نظره څنګه کار دى؟

د سوال کوونکي نوم : قدرت الله

ځواب: ټولو مسلمانو ښځو ته په کار ده چي په کورونو کي و اوسيږي او دباندي بازارو ته بېله سخت ضرورت څخه را و نه وزي ، البته د داسي ضرورت له كبله چي په شريعت کي يې د پوره كولو د پاره و بازار ته د راوتلو اجازه وركول كيږي بايد په حجاب او پرده كي په دې ډول را ووځي چي نورو مسلمانانو ته د فتنې سبب و نه گرځي او نه د دوى عفت د ګواښ سره مخامخ سي .مسلمانه ښځه بايد په ځان کي د جنتي ښځي صفات را پيدا کړي .امام مسلم  رحمة الله علیه  د انس رضی الله عنهڅخه روايت كوي وايي نبي کريم صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي : إِنَّ فِي الْجَنَّةِ لَسُوقًا يَأْتُونَهَا كُلَّ جُمُعَةٍ فَتَهُبُّ رِيحُ الشَّمَالِ فَتَحْثُو فِي وُجُوهِهِمْ وَثِيَابِهِمْ فَيَزْدَادُونَ حُسْنًا وَجَمَالًا فَيَرْجِعُونَ إِلَى أَهْلِيهِمْ وَقَدْ ازْدَادُوا حُسْنًا وَجَمَالًا فَيَقُولُ لَهُمْ أَهْلُوهُمْ وَاللَّهِ لَقَدْ ازْدَدْتُمْ بَعْدَنَا حُسْنًا وَجَمَالًا فَيَقُولُونَ وَأَنْتُمْ وَاللَّهِ لَقَدْ ازْدَدْتُمْ بَعْدَنَا حُسْنًا وَجَمَالًا . باور وكړئ په جنت کي يو بازار دى د يوې هفتې په مده کي جنتيان  ور ټوليږي هلته د شمال باد پر را الوزي په چهرو  او جامو كي يې ښکلا او زينت ورپاشي نو په حسن او جمال کي زياتوب راسي بيا كورونو ته ستنيږي په داسي حالت كي چي حسن او ښكلا يې تر پخوا زياته سوې وي په کورونو کي خپلي ښځي ورته وايې : والله تاسي چي زمونږ څخه تللي ياست په حسن او ښکلا کي مو زياتوب راغلى دى خو د ښځو په ښكلا كي به يي هم زياتوب راغلى وي نو دوى به خپلو ښځو ته وايي :

 والله له هغه وخت څخه وروسته چي موږ له تاسو څخه تللي يوو ستاسو په ښکلا او حسن کي هم زياتوب راغلى دى. له دې حديث څخه معلومه سوه چي په جنت کي چي کوم بازار جوړيږي هلته جنتي بيبياني نه ورځي بلكي په خپلو قصرونو او ماڼيو کي اوسيږي ، و ښځي لره الله جل جلاله ډېر عزت وركړى دئ او د ښځي عزت په پاك لمني او عفت كي نغښتى دئ او د ښځو عفت به هلته خوندي وي چي په خپلو كورونو كي واوسي د نامحرمو كسانو سره په تنها ځايونو كي و نه اوسي او د اړتيا په مهال د كور څخه په شرعي حجاب او د محرم په ملتيا راووزي .

الله جل جلالهد نبي کريم صلی الله علیه وسلم و پاكو ښځو ته خطاب کوي ددې وينا حکم عام  و ټولو مؤمنانو ښځو ته دئ: وَقَرْنَ فِي بُيُوتِكُنَّ وَلَا تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ الْجَاهِلِيَّةِ الْأُولَى (33 الاحزاب) ژباړه: تاسي په خپلو کورونو کي اوسېږئ او د كفري جاهليت د زماني  په شان په مستۍ او پېشن كي مه راوځى .يعني د حياء تگ كوئ خپل زينت ، ښکلا او محاسن پټوئ او نورو ته يې مه ښکاره کوئ  . نو ځكه مؤمناني ښځـي بايد په کورونو کي و اوسيږي او بېله ضرورت څخه د کورونو څخه دباندي را ونه وځي که د شرعي او انساني ضرورتو لكبله و دباندي راوتلو ته اړتيا پيدا كوي نو بايد عطر په ځان و نه وهي ، د پاك لمني ښځي په شان د حيا څخه ډك تگ وكړي ، خپل محاسن ، پېشن ، ښكلا ،او جامي خلگو ته ښكاره نه كړي او نه د گيڼو او زيوراتو شرنگى په خلگو واوري داسي حركت و نه كړي چي د فاجرانو اميد او هيلي ځان لره پيدا كړي او يا د خلگو پام ځان ته راواړوي .

د تعلیم الاسلام مجلې د دوهمه ګڼې څخه

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته