تازه سرليکونه
د (ليکنيزي پوښتني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا- که چا څخه ګناه وسي نو څه به کوي؟
 
  February 28, 2012
  0

 پوښتنه: که چيري له يو چا څخه ګناه وسي له هغه څخه ورسته به ښه عمل څه وي . 


اول:  داچي حکومت ته  ځان په لاس ورکړي.  

دوهم: يا داچي خپله به له دې ګناڅخه توبه کوي ؟          

د سوال کونکي نوم  : معصوم . 

جواب : د گناه څخه وروسته تر ټولو ښه عمل چي گناه په رژيږي توبه او استغفار دئ ،ځکه چي الله جل جلاله فرمايلي دي : وَالَّذِينَ إِذَا فَعَلُوا فَاحِشَةً أَوْ ظَلَمُوا أَنْفُسَهُمْ ذَكَرُوا اللَّهَ فَاسْتَغْفَرُوا لِذُنُوبِهِمْ وَمَنْ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ إِلَّا اللَّهُ وَلَمْ يُصِرُّوا عَلَى مَا فَعَلُوا وَهُمْ يَعْلَمُونَ (١٣٥) أُولَئِكَ جَزَاؤُهُمْ مَغْفِرَةٌ مِنْ رَبِّهِمْ وَجَنَّاتٌ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا وَنِعْمَ أَجْرُ الْعَامِلِينَ (سورة آل عمران ايت ١٣٦-١٣٦)
 
ژباړه : او هغه کسان چي هغوئ څه مهال فاحش عمل يعني زنا يا بله لويه گناه وکړي او يا پر ځانونو د يو گناه لکبله ظلم وکړي ،الله جل جلاله ور ياد کړي ( د الله جل جلاله عذابونه ور ياد کړي ) نو د خپلو گناهو د پاره د بخښني غوښتنه وکړي او بېله الله جل جلاله څخه بل هيڅوک گناه بخښلاى نسي او پر خپلو ناوړو کړونو اصرار و نه کړي پداسي حالت کي چي دوئ پوهيږي نو د دغو کسانو ثواب د خپل رب لخوا څخه مغفرت او جنتونه دي ، چي لاندي يې ويالې بهيږي په دا جنتونو کي به تل پاته کيدونکي وي او د نيک عمل کونکو د پاره دا ښه اجوره ده .

يو څوک چي گناه وکړي او بل څوک په خبر نسي نو خپل ځان دي نه رسوا کوي بلکي الله جل جلاله ته دي توبه وکاږي او د الله جل جلاله څخه دي د بخښني غوښتنه وکړي . که څه هم داسي گناه وکړي چي پر هغه گناه باندي حد جاري کيږي لکه زنا ، شراب او داسي نور .
 
عبد الله بن مسعود  رضي الله عنه  وايي : يو سړى و رسول الله  صلی الله عليه وسلم ته راغى او وې ويل : اې د الله رسوله صلی الله عليه وسلم  ! ما د مدينې د ښار په پاى کي ويوې ښځي ته د ناروا لاس واچوه او د زنا څخه ماسيوا نور مي هر څه ور سره وکړه ، نو زه اوس دا يم څه ډول چي غواړې د الله جل جلاله حکم را باندي جاري کړه عمر  رضي الله عنه  دې سړي ته وويل : لَقَدْ سَتَرَكَ اللَّهُ لَوْ سَتَرْتَ نَفْسَكَ . 
ژباړه : الله جل جلاله  ستا پرده وکړه کاشکي تا د خپل ځان پرده خوندي ساتلې واى .

رسول الله  صلی الله عليه وسلم  دې سړي ته څه و نه ويل سړى ولاړ سو او رهي سو نبي عليه السلام يو نفر پسي ور ولېږه را ويې غوښتى او بيا يې دا ايت ورته تلاوت کړئ : (أَقِمِ الصَّلاَةَ طَرَفَىِ النَّهَارِ وَزُلَفًا مِنَ اللَّيْلِ إِنَّ الْحَسَنَاتِ يُذْهِبْنَ السَّيِّئَاتِ ذَلِكَ ذِكْرَى لِلذَّاكِرِينَ )
  ژباړه : د ورځي په سر او پاى کي او د شپې په يوه برخه کي لمونځ ادا کوه ، ځکه چي نيکى گناهونه له منځ څخه وړي دا د پند اخيستونکو د پاره پند دئ .

په ناستو کسانو کي يوه وويل : اې د الله نبي ! ايا دا حکم يوازي د ده د پاره دئ،چي په نيکو عملونو يې گناه له منځ څخه ځي؟ رسول الله  صلی الله عليه وسلم  ورته وويل : نه بلکي  د ټولو خلکو د پاره دا حکم دئ ، چي نېک عملونه يې ګناه له منځه  وړي (مسلم)
 
نو د ګناه څخه وروسته دي څوک توبه کاږي ، استغفار دي کوي ،لمونځونه او نور نيک عملونه دي کوي او د ځان پر ده دي کوي همدا ډول که بل څوک پر ګناه وويني د هغه دي هم پرده کوي البته نصيحت دي هم ورته کوي .
 
ماخذ: تعليم الاسلام مجله، ۷ ګڼه- د دارالافتاء څانګه
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته