تازه سرليکونه
د امام نسفي رح ژوند او علمي کارنامې
 
  September 2, 2015
  0
ابوالبرکات عبد الله بن أحمد بن محمود النّسفي رحمه الله
د کنزالدقائق مصنف
لیکنه: د تعلیم الاسلام ویب پاڼي قلمي همکاران
سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
نوم او نسب يي : 

نوم يي عبدالله ، کنیت یي ابو البرکات ، لقب يي حافظ الدین د پلار نوم يي احمد ، د نیکه نوم يي محمود دی د ( نسف ) بفتحتين ، اوسیدونکی وو چي په ماوراء النهر کي د يو ښار نوم دی. په دې نسبت سره نوړي ته نسفي  ویل کيږي د نسف ښار چي نخشب ورته هم ویلي کیږي په یوه زمانه کي ډیر بارونقه او ابادو ښار وو لیکن د زمانې په تیریدو او حادثاتو له کبله وران سو . نوموړی ستر عابد ، زاهد ، متقي ، امام کامل ، په فقه او اصول کي مشهور متن نګار او مصنف تیر سوی دی. ( قال الاتقاني هو امامٌ ، کاملٌ ، فاضلٌ ، محررٌ ، مدققٌ/ عبد الله بن أحمد بن محمود النّسفي، أبو البركات، حافظ الدين، مفسر، متكلم، أصولي، من فقهاء الحنفية، أحد الزهاد المتأخرىن والعلماء العاملين/كان واسع العلم، كثير المهابة، رأساً في الفقه والأصول، بارعاً في الحديث وعلومه، ليس له نظير في زمانه)

دعلومو تحصيل يي :
نوموړي له ډیرو لويو لویو محدثینو فقهاو لکه شمس الائمه محمد بن عبد الستار کردري ، نجم العلماء علي ابن محمد بن علي حمید الدین ضریر ، بدر الدین خواهر زاده  و غیره څخه علوم زده کړي دي او له نوموړي څخه علامه سفناقي او نورو سماع کړې ده .

د جواهر  د مصنف غلطۍ : صاحب ( جواهر مضیه ) په حروف عین کي د امام نسفي يادونه کړې ده او ويلي يې دي چې حافظ موصوف د فقهي علم له علامه کردري نه حاصل کړی دی او احمد بن عتابي څخه يي د زیاداتو روایت کړی دی . ملا علي قاري رحمه الله هم د هغه په پیروی کي لیکلی دی . علامه کفوي فرمايي چي صاحب جواهر پخپله تصریح کړې ده چي عتابي په ۵۸۶ هجري کي وفات سوی دی  او امام نسفي ۷۱۰ هجري کي وفات سوی دی. 

پس د امام نسفي روایت له علامه عتابي متوفي ۵۸۶ هجري څخه څنګه صحیح کیداي سي ؟

د کنز د مصنف فقهي مقام او مرتبه:
 ابن کمال پاشا نوموړی د فقهاو په شپږمه طبقه کي شمار کړی دی چي ضعیف روایات له قوي روایاتو څخه تمیز کولي سي . ځینو حضراتو نوموړی مجتهد في المذهب شمار کړی دی او ویلي يې دي چي څرنګه د اجتهاد مطلق درجه په څلورو امامانو ختمه سوې ده همدغسي اجتهاد في المذهب هم پدې ختم سویدي . نوموړي دا هم ویلي چي امت لپاره ضروري ده چي په دغو څلورو مذهبونو کي دي یو مذهب ومني او تقلید ور باندي واجب دی . 

علامه بحر العلوم په شرح تحریر الاصول او شرح مسلم الثبوت کي دغه قول مسترد کړی دی او ویلي يي دي چي دا هیڅکله د اعتنا وړندی بلکي دا قول بلاشک او شبه رجماً بالغیب دی .
 
د وفات تاریخ ېي : 
د وفات په تاریخ کي شدید اختلاف دی . شیخ قوام الدین اتقاني او ملا علي قاري همدغه راز صاحب د کشف الظنون په اعتماد الاعتقاد کي د اعتماد الاعتقاد د تعارف کولو په ترڅ کي ۷۱۰ هجري ښودلی دی او ځينو حضراتو ۷۱۰ هجري کال ښودلی دی .

علامه قاسم بن قطلو بغا پخپل رساله ( الاصل في بيان الوصل والفصل ) کي ۷۱۰ ه نه وروسته منلی دی. شیخ حموي پخپل شرح کي ذکر کړیدي چي د نوموړي وفات د ربیع الاول په میاشت کي د جمعې په شپه کال ۷۱۱ هجري کي سویدی . 

علامه اتقاني د هغه وفات ځای ایذج ښار ښودلی دی او دفن ځای يي الجلال ښودلې دی والله اعلم بحقیقة الحال . صاحب خلاصه الاصفیاء د تاریخ وفات په سلسه کي دا قطعه لیکلي ده چي له هغه نه د فات کال ۷۱۰ ه معلومیږي . 
 
شد زدار فنا جمله برین            حافظ دین و متقي نسفي
فخزن جود ګو بتاریخش           هم بفر ما دیګر تقي نسفي 
 
علمي کارنامې يي :
 امام نسفي رحمه الله له اوچتو مصنفینو څخه دی بالخصوص متن نګاري خو د هغه د افتخار پګړې وه . په فروع کي وافي متن او ددي کافي شرح ، په فقه کي مشهور کنزالدقائق په اصول کي متداول او مقبول متن المنار او د هغه شرح کشف الاسرار شرح منتخب حسامي، مصفي شرح منظومه مصفی شرح منظومه نسفیه ، مستصفي ، شرح فقه نافع ، اعتماد الاعتقاد ، شرح عمده ، فضائل الاعمال او په تفسیر کي مدارک التزیل د نوموړي يادګار کتابونه دي. 

صاحب کشف الظنون د شرح هدایه په ذیل کي د امام نسفي رحمة الله علیه د شرح هدایه هم یادونه کړيده لیکن په طبقات تقي الدین کي د ابن شحنه په خط لیکل شویدي چي د هغه هیڅ یو کتاب دشرح هدایه په نوم معروف  نه دی . 
علامه اتقاني په غايت البیان کي لیکلي دي چي امام نسفي اراده کړي وه چي د هدایه شرح ولیکي لیکن کله چي دده هم عصر عالم تاج الشریعه دا واورید نو ويي فرمایل هغه لپاره دا مناسبه نده نو امام نسفي خپل دا اراده ترک کړه او د هدایه په شان يي یو کتاب ولیکلو چي نوم يي وافي دی بیا يي ددي کتاب شرح ولیکلو چي نوم يي کافي دي فکانه شرح الهدایه . 

د کنز الدقائق جامعیت:
 په ظاهره کنز او د متنونو نور کتابونه چي نن سبا په غټوغټو حروفو او طویل الذیل حواشي سره چاپ شویدي ، ددي مطالعه کوونکو ته داسي معلومیږي چي شاید دا ډیر لوی کتاب دی لیکن په کومو حروفو سره چي نن سبا جرائد او اخبارونه چاپيږي که چیرته په همدغو حروفو کي کنزالدقائق ولیکل شي نو له څه شک او شبهې پرته یو معمولي غوندي کتابچه کي ځايدی سي . زما په خیال ددغو متونو نوعیت دهغو یا داښتونو پشان دی چي د درس په ښودلو لپاره مختصر نوټ لیکل کیږي . 

اسلافو ددي عجیب مشق موږ ته رسولی دی  په لسو لسو صفحاتو کي چي د هغه تفصیل راتلی سو هغه يي په دوه درې کرښو کي داسي بندولی سو چي په ټول مفصل مضمون باندي هغه عبارت حاوي کیداي سو دا یو لوي کمال و خونن سبا ورته نقص ویل کیږي . قضیانو او مفتیان حضراتو به دهغه یاد داښتونه په یادو یادول  . ددي نتیجه به دا وي چي ټول ابواب او مضامین به د هغوي په اذهانو کي محفوظ وو . 

کنز الدقائق او ددي غیر ظاهر الروایه او غیر مفتي بها مسائل :
امام نسفي پخپل مختصر کي د دوه خبرو خاص اهتمام کړی دی یو دا چي هغه بالتزام همغه مسائل ذکر کړی دي چي د احنافو له امامانو څخه ظاهر الروایات دي . قال صاحب البحر في ذیل مسئلة (( فما کان ینبغي للمولْف ذکرهُ في المتن لانه موضوعٌ لظاهر الروایة ۱ه )( بحرص ۲۳۲ ، جلد ۷ . )

دویم دا چي پدي کي زیاتره د دریو امامانو همغه اقوال يي را اخستي دي چي مفتي بها دي لیکن ځیني مسائل داسي هم سته چي غیر ظاهر الروایه او غیري مفتي بها دي . 

لیکن هغه کوم یو مسائل دي چي د هغو په متعلق دا وویل شي چي غیر ظاهر الروایه او غیر متفي بها دي؟ دا مسئله نهایت مهم او وخت غواړي ځکه چي پدي اړه نه په کوم شرح کي تعرض دي او نه په خواشي کي ددي په اړه معلومات ورکول سویدي . ، پر ته د څو مسائلو نه چي د هغو په اړه په حواشي کي لیکل سویدي چي دا غیر ظاهر الراویه ، او یا غیر مفتي بها دي . 

موږ له ډير کوشش نه وروسته د سلګونو کتابونو له لوستلو نه بعد هغه مسائل په ترتیب سره له حوالو سره را جمع کړیدي چي غیر ظاهر الروایه یا غیر مفتي بها دي که چا ته ددي تفصل مطلوب وي نو زموږ شرح معدن الحقائق مقدمي ته دي رجوع وکړي 

کنز الدقائق او ددي شروح : 
هسې خو مذکوره متن خپل جامعیت ، ترتیب او تهذيب سره سره د حسن احضار په وجه د تصنیف له لومړي ورځي نیولي تر ننه پوري همیشه لپاره د قلم خاوندانو ډیر خوښ کړی دی او مختلفو علماو حضراتو لکه زیلعي ، عیني ، حلبي ، مقدسي ، کرماني او نورو رحمهم الله پدې باندي قلم اوچت کړی دی نو سلګونه شروحات لیکل سویدي چي فهرست يي په لاندي ډول دي . لیکن  د علامه ابن نجیم مصري شرح بحرالرائق ، د مغلقاتو د ښکاره کولو ، د معضلاتو توضیح او په تصریحاتو او تعرفاتو کي بې مثاله دی . ولنعم ما قال المنصور التلبسي . 

عَلی الکتر فی الفقه الشروح کثیرة     بحار تفید الطالبین لالیَّا 
ولا کن بهذ البحر صارت سواقیاً      و من ورد البحر استقل السواقیا

د کنز الدقائق دشروحو او حواشیو فهرست :
(۱) البحرالرائق في شرح کنز الدقائق : مصنف زین العابدین بن ابراهیم بن محمد بن محمد بن محمد بکر معروف بابن نجیم متوفی ۹۷۰ هجري کال . 
(۲) تبین الحقائق لما اکنز فیه من الد قائق : مصنف فخرالدین ابو محمد عثمان بن علي الزیلعي متوفی ۷۴۳ هجري کال . 
(۳) رمزالحقائق شرح کنزالدقائق : مصنف قاضي بدر الدین محمود بن احمد العیني متوفي ۸۵۵ هجري کال . 
(۴) المطلب الفائق : مصنف علامه بدرالین محمد بن عبدالرحمن العیسی الدیري . 
(۵) النهر الفائق : مصنف سراج الدین عمر بن ابراهیم بن محمد بن محمد بن محمد بن بکر الشهیر بابن نجیم متوفی  ۱۰۰۵ هجري کال . 
(۶) مستخلص الحقائق : مصنف شیخ ابراهیم بن محمد القاري . 
(۷) الفرائد فی حل المسائل والقواعد : مصنف مصطفی بن بالي معروف ببالي زاده . 
(۸) فتح مسالک الرمزني شرح مناسک الکنز : مصنف شیخ عبدالرحمن عیس العمري.  
(۹) شرح کنزالدقائق : مصنف : معین الدین هروي معروف بملا مسکن . 
(۱۰) شرح کنزالدقائق : قاضي عبدالبر محمد معروف با بن السخنه جلبي متوفي ۹۲۱ کال . 
(۱۱) شرح کنزالدقائق : مصنف ، الخطاب بن ابي القاسم القره حصاري ۷۲۰ .
(۱۲) شرح کنزالدقائق : مصنف شمس الدین محمد بن علي القوج حصاري  . 
(۱۳) شرح کنزالدقائق : مصنف قاضي زي الدین عبدالرحیم بن محمود الیني متوفي ۸۶۴ کال . 
(۱۴) شرح کنز الدقائق : مصنف ، شیخ علي بن محمد الشهیر با بن غانم مقدسي ۱۰۰۴ کال . 
(۱۵) شرح کنز الدقائق : مصنف ، شیخ قوام الدین ابو الفتوح مسعود بن ابراهیم کرماني ۷۲۸ کال . 
(۱۶) شرح کنز القائق : مصنف ، ابن سلطان قطب الدین ابو عبدالله محمد بن محمد بن عمر الصالحي ۹۵۰ کال . 
(۱۷) شرح کنز الدقائق : مصنف ، شیخ ابو حامد محمد بن احمد بن الضیار المکي ۸۵۸ کال . 
(۱۸) ملتقط الدقائق : مصنف ، ابو المعارف محمد عنایت الله قادري لاهوري .
(۱۹) حاشه کنزالدقائق مصنف : مولانا احسن صدیقي تانونوي متوفي ۱۳۱۲ کال . 
(۲۰) حاشیه کنز الدقائق: مصنف، مولانا محمد اعزاز علي بن محمد مزاج علي متوفی ۱۳۱۲ هجري
(۲۱) ترجمه فارسي: مصنف شاه اهل الله د حضرت شاه ولي الله دهلوي رحمه الله ورور
(۲۲) ظهیر الحقائق ترجمه اردو: مصنف، ظهیر احمد سهواني متوفی ۱۳۶۱
(۲۳) معدن الحقائق شرح اردو: مصنف، محمد حنیف ګنګوهي
(۲۴) تحفة العجم في فقه الامام الاعظم رحمة الله علیه: مصنف، مولانا محمد سلطان خان متوفی ۱۲۵۲ هجري وروسته
(اخذ: الفوائد البهیة، کشف الظنون، نظام تعلیم وتربیت، جواهر المضیة، حدائق الحنفیة)
 
ماخذ: ظفر المحصلین: ۲۴۴
سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼي څانګه
 

سرته