تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
علم !
 
  December 1, 2015
  0

 

لیکنه: اداره

علم عربي کلمه ده چي په لغت کي د معرفت ، شعور اتقان او يقين په معنی استعماليږي او  په اصطلاحي معنی کي يې علماوو مختلف تعريفونه کړي دي :

  • په عقل کي د يوه شي د صورت حصول ته علم ويل کيږي،
  •  علم هغه کلک او ثابت اعتقاد دئ چي د واقعيت سره مطابق وي .
  • ديوه شي حقيقت درکول او په هغه پوهيدل علم دئ .
  • علم هغه دی چي جهل له منځه يوسي .
  • علم ته په پښتو ژبه کي پوهه ، په فارسي ژبه کي دانش او عصري علماء ورته ساينس وايې او د جهل ضد دئ.
علم  عموماً  پر  دوه ډوله  دئ  :

 ۱  -    ديني علم  ( نقلي علم ) ، ۲ -  عصري  علم ( عقلي علم )  .
 
عصري علم ډيري شعبې لري چي پدې موقع كي د هغه د يادآوري څخه  تيريږو ،اوس به د ديني علم  ډولونه معرفي كړو:
 
الف : د توحيد علم (علم  ايمانيات  )       
ب  : د فقهي علم  (  علم  احكام  )     
ج  :  د تبحُر علم  ( علم  فنون  )

الف : دتوحيد علم
يا د ايمان اوعقايدو پوهه حاصلول پر هر مؤمن او مسلمان عاقل او بالغ ( نارينه اوښځي ، زوړاوځوان ) فرض ده ، په هر قيمت او هرترتيب چي وي بايدحاصل سي او پدې اړه هيڅ عذر دمنلو وړندئ.
 
ب : د فقهي يا احكامو علم
د ضرورت په اندازه پرهر مؤمن او مسلمان فرض دئ . 
 
 وَكُلُّ مَنْ اشْتَغَلَ بِشَيْءٍ يُفْرَضُ عَلَيْهِ عِلْمُهُ وَحُكْمُهُ لِيَمْتَنِعَ عَنْ الْحَرَامِ .  رد محتار  لمړی جلد  ۹۹  صفحه
 
رد محتار په لمړي جلد نهه نوي يمه صفحه كي پدي اړه ليكلي دي ، د هر عمل او كار سره چي څوک مخ كيږى دهغه په اړه پوهه اودهغه داحكامو پيژندل فرضيږي ترڅو دهمدي پوهي او حكم پيژندني په ذريعه دحراموڅخه منع سي ؛ مثلاً : كله چي يومسلمان هلك يا نجلۍ وبلوغ  ته رسيږي ، فوراً پدې مكلف كيږي چي  د جنابت ، حيض ، احتلام ، غسل ، اوداسه ، دلمانځه احكام اونوري پيښي او اعمال چي يومسلمان روز مره ورسره مخامخ كيږي په اړه يې پوهه اوپوره معلومات حاصل كړي ، چي دا فرض قطعي دي .

كله چي د روژې مياشت وليدل سي بيا هم پر هربالغ مسلمان نارينه او ښځي دا فرض دي چي د روژې په اړه پوره معلومات ولري دروژې ماتوونكي   او نور احكام يې  په پوره ډول ځان ته معلوم كړي .

همداسي كله چي د مال اوپيسوخاوندكيږي او شتمني يې دنصاب حد ته ورسيږي بيا د زكات احكام پر فرض دي ، د زكات  مقدار او د زكات مستحقين بايد ورته معلوم وي .

په همدې ډول كله چي د سرمايې په موجودګى كي  دحج  موسم راسي او دحج کولو امکانات ورته برابر سي د حج د ادا كولو ترڅنګ د هغه د احكامو په اړه پوره معلومات حاصلول فرض عين دي د مُلا او معلم په پوهه دده ذمه نه فارغيږي  .

همداسي كله چي ديوه نارينه نكاح ديوې ښځي سره صورت ونيسي پر دواړو د نكاح اړوند احكام لکه دنكاح محرمات ، دطلاق احكام ، دخُلعي احكام ، دنفاس احكام ، يودبل دحقوقو پيژندل ، دمصاهرت احكام يعني چي په خوسرګنى كي د چا سره نکاح ابدي حرامه ده او د چاسره نکاح موقتي حرامه ده او دچاسره بايد مجلس ونه سي او دچاسره مجلس اوناسته جوازلري ددې علم فرضيږي .

اوهمداسي كله چي په كار اوتجارت بوخت سي دتجارت او كاروبارپه اړه پوهه اوعلم فرض دى يوه غلط فهمي چي وجود لري هغه داده چي ځيني خلګ فكركوي چي تجارت يوازي هغه دى چي دخريد او فروش سامانونه ديوه ځاى څخه بل ځاى ته انتقالوي ، اماحقيقت دادى هركارچي په هغه كي خريد او فروش وي ،كه دكانداري وي كه بل كار اوكسب هغه تجارت بلل كيږي او داسلام په مبين دين كي يې احكام سته نو داحكامو زده كړه يې فرض ده.

ج  :   علم   تبـحّــُر  ( علم  فنون  ) :
د ټولوفنونو او ټولو احكاموعلم فرض كفايې يا واجب كفايي دئ كه په ټوله ښاركي يوداسي عالم وي چي هغه په ټولو احكاموخبروي پدې صورت كي دښار د اوسيدونكو ذمه فارغ ده اوڅوك مسئول نه دئ ، اما كه په ټول ښاركي  داسي څوك نه وو چي هغه په ټولواحكاموعالم وي پدې صورت كي دښار ټول اوسېدونكي مسئول دي .
 

نوښه داده چي هرڅوك هڅه وكړي ترڅو ديني علم او دتوان ترحده دټولو احكاموعلم حاصل كړي چي په نتيجه كي به هم دى او هم نور اوسيدونكي د مسئوليت څخه خلاص وي ؛ يوه بدبختي چي په اسلامي اُمت خاصتاً په پښتني ټولنه كي وجودلري هغه داده چي عموماً ځوانان د ديني علم دحصول لپاره هڅه نه كوي حتىٰ د فرضي علم څخه هم بې برخي وي  إلاماشاءالله ! 

ډير تلاښ يې د دنيا او پيسو په ګټلو او دهغو په اسبابو كي وي او يا يوازي عصري علوم تعقيبوي ، كه څه هم د عصري علومو زده كړه هم مهمه او د ژوندانه په چارو كي داستفادې وړده ، خو ديني علم د دنيا او آخرت د كاميابۍ ذريعه ده .

 نن چي مسلمانان خاصتاً پښتانه په ډول ډول شخصي ، اجتماعي او اقتصادي ستونزوكي ګير دي اساسي علت يې د ديني علومو څخه ګوښه والئ دئ ، اوداسلام دښمنان ددې موقع څخه په خپله ګټه كاراخلي ، زيات كاريې كړئ دئ چي يو كار يې دديني عالمانو اوعصري پوهانو ترمنځ د واټن ايجاد دى ځكه كه دغه دوې طبقې چي ديني عالمان اوعصري پوهان دي ، هماهنګ سي بيابه دمشكلاتو پرځاى ترقي ، د جهالت پرځاى علم ، د نفاق پرځاى يووالى ، دتهديد او زجرونو پرځاى به انعامات اوامتيازات ، دبېكارۍ پرځاى به كار او د تشويش او پريشانيو پرځاى به اطمينان او خوشحالي وي .

كه دغه علت چي بې علمي ده ورك سي معلول چي مشكلات دي فوراً د منځه ځي ! نوپه كار ده چي د دين عالمان او د ټولني روشن فكره طبقه همدانن خپل تصميم ونيسي او دمسلمانانو د خدمت دپاره ملاوتړي اسلامي او ملي ګټو ته پر خپلو شخصي ګټوترجيح وركړي ، په هره برخه كي خلګ دهغه د استعداد مطابق په كار بوخت سي  كه نه وي بيابه تردې هم بدترحالت وي او چاره به هم نه لري .... نوربيا! 

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۱ ګڼه

 

سرته