تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د هنر او فن په اړه د اسلام دریځ
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 6, 2021
  0

 


ایډیت او ترتیب : بصیریوسفزی / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


علامه قرضاوي لیکي: په سندرو کې له دنيوي ښکلا پرته، چې ارواوې تازه کوي، خوښوي يې، تاندوي يې نور څه نسته.


 سندرې د فطرت غوښتنه ده، غوږونه یې د اورېدلو اشتها لري، خوند ترې اخلي، هماغه ډول خوند، چې دمعده يې د خوندورې غذا له خوړلو اخلي، هماغه ډول خوند چې سترگې يې د ښکلې منظرې له لیدلو اخلي، هماغه ډول خوند چې پوزه يې د يو پاك شي، يو بوی لرونکي گل په بويولو احساسوي .


آیا پاك او خوندور شیان په اسلام کې حرام دي ؟


ښکاره خبره ده، چې الله جل جلاله ځینې روا، پاك او خوندور شیان پر بني اسرائيلو ځکه حرام کړي وو، چې هغوی ته د هغوی د ناوړو کارونو جزا ورکړي.


 دا حرمت هغوی ته په حقیقت کې سزا ورکول وو:فَبِظُلْمٍ مِّنَ الَّذِينَ هَادُوا حَرَّمْنَا عَلَيْهِمْ طَيِّبَاتٍ أُحِلَّتْ لَهُمْ وَبِصَدِّهِمْ عَن سَبِيلِ اللَّهِ كَثِيرًا ﴿١٦٠﴾ وَأَخْذِهِمُ الرِّبَا وَقَدْ نُهُوا عَنْهُ وَأَكْلِهِمْ أَمْوَالَ النَّاسِ بِالْبَاطِلِ :یعني "د هغه ظلم او تېري له كبله، چې یهودیانو ترسره کړ او په دې خاطر، چې ډېر خدای جل جلاله له لارې منع کړل، پاك او پاکیزه شیان مو چې هغوی ته حلال وو په هغوی حرام کړل. او د سود په اخيستلوپه داسې حال کې، چې دوی يې له اخیستلو منع سوي وو او په ناروا سره د خلکو د مالونو او شتمنیو د خوړلو په خاطر (مو دا کار وکړ)". (النساء، ۱۶۰_۱۶۱)
بل ځای فرمايي: "يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تُحَرِّمُوا طَيِّبَاتِ مَا أَحَلَّ اللَّهُ لَكُمْ وَلَا تَعْتَدُوا إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ الْمُعْتَدِينَ ﴿المائدة: ٨٧﴾ ." يعنې ای مومنانو هغه څه په ځان مه حراموئ کوم چې الله جل جلاله تاسو ته حلال کړي دي او تېری مه کوئ، الله جل جلاله تېري کوونکي نه خوښوي ".


دلته وينو چې الله جل جلاله هغه خلك تېري کوونکي بولي، څوك چې د الله جل جلاله روا سوي شیان په ځان یا په نورو حراموي.


الله جل جلاله د پخوانیو امتونو د پېغمبرانو په کتابونو کې د حضرت محمد صلى الله علیه وسلم د رالېږلو او د هغه رسالت زېری په دې ډول کړی دی: "يَأْمُرُهُم بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَاهُمْ عَنِ الْمُنكَرِ وَيُحِلُّ لَهُمُ الطَّيِّبَاتِ وَيُحَرِّمُ عَلَيْهِمُ الْخَبَائِثَ وَيَضَعُ عَنْهُمْ إِصْرَهُمْ وَالْأَغْلَالَ الَّتِي كَانَتْ عَلَيْهِمْ ". هغوی ته د ښو کارونو په کولو او د ناوړو کارونو په نه کولو امر کوي او پاك شیان ورته حلالوي او ناپاك شیان پرې حراموي او هغه لېرې کوي له دوی څخه ددوی درانه بارونه او د سختیو هغه قیدونه چې دوی په کې بند وو. (الاعراف، ۱۵۷)


داسې ښه شی به نه وي، چې عقل او روح یې ښه وبولي، ورته ميلان ولري او اسلام هغه د خپل هغه رحمت، مهربانی او شفقت له مخې، چې په دې امت يې لري، روا کړی ونه اوسي او دې امت ته يې د هغوی په کارولو یا کولو اجازه نه وي ورکړې: "يَسْأَلُونَكَ مَاذَا أُحِلَّ لَهُمْ قُلْ أُحِلَّ لَكُمُ الطَّيِّبَاتُ" يعنې" له تاسې پوښتي چې دوی ته څه شی حلال دي، ورته ووایه چې پاك شیان تاسو ته حلال شوي دي."(مائده ۴)


هېچا ته هم اجازه نشته، . چې د الله جل جلاله له خوا څخه روا شوي پاك شیان پر ځان یا په نورو حرام کړي. حلال گرځول او حرام گرځول د الله جل جلاله واك او اختیار دی او که څوك دا کار کوي، دا په حقیقت کې د الله جل جلاله په اختیاراتو او واکونو کې ځان ورگډول دي، چې دا کار په خپله شرك دی. قُلْ أَرَأَيْتُم مَّا أَنزَلَ اللَّهُ لَكُم مِّن رِّزْقٍ فَجَعَلْتُم مِّنْهُ حَرَامًا وَحَلَالًا قُلْ آللَّهُ أَذِنَ لَكُمْ ۖ أَمْ عَلَى اللَّهِ تَفْتَرُونَ:   يعنې ورته ووایه  دا راته ووایئ چې هغه څه چې الله جل جلاله تاسو ته پیدا کړي دي او تاسو ته يې رزق گرځولي دي او د هغوی يوه برخه مو روا او يوه برخه مو ناروا گرځولې ده آیا الله جل جلاله تاسو ته دا اجازه کړې ده چې ځینې روا او ځينې يې ناروا وگرځوئ او که په هغه جل جلاله باندې دروغ وايئ." (یونس ۵۹) 


ځينې کارونه او شیان الله جل جلاله د خپل لزوم دید له مخې حرام کړي دي او ځينې يې روا کړي دي، نو الله جل جلاله بيا هېچا ته دا حق نه دی ورکړی، چې د هغه جل جلاله په واک او اختیار کې تشبث وکړي، روا، ناروا او ناروا  روا کړي. 


د بېلگې په ډول الله جل جلاله زنا، غلا، ناحقه وژنه... حرام کړي دي، نو هېچا ته دا حق نسته، د چې کارونه روا اعلان کړي. څرنگه  هېڅوك حق نه لري، چې ناروا، روا اعلان کړي، همدا ډول هېڅوك حق نه لري، چې روا کارونه او شیان ناروا اعلان کړي او که څوك د الله جل جلاله له خوا روا شوي شیان په ځان یا په ټولنه حراموي، نو د الله جل جلاله له هماغه ډول قهر، غضب، عذاب او غوسې سره به مخ کېږي لکه څوك چې غلا یا زنا حلالوي. الله جل جلاله روا کوونکي او ناروا کوونکي دواړه غندي، گمراه او بې لارې يې بولي. قَدْ خَسِرَ الَّذِينَ قَتَلُوا أَوْلَادَهُمْ سَفَهًا بِغَيْرِ عِلْمٍ وَحَرَّمُوا مَا رَزَقَهُمُ اللَّهُ افْتِرَاءً عَلَى اللَّهِ قَدْ ضَلُّوا وَمَا كَانُوا مُهْتَدِينَ ﴿الأنعام: ١٤٠﴾" يعنې "ښکاره خبره ده، چې هغه کسانو تاوان لیدلی، چې د خپل اولاد د حماقت او ناپوهۍ له مخې وژني او هغه څه چې الله جل جلاله دوی ته د روزۍ لپاره ورکړي، نو په الله جل جلاله د دروغو د تړلو له مخې يې پر ځان حراموي، له شک پرته چې په دې کارونو دوی گمراه کېږي او لاره نه مومي "﴿الأنعام: ١٤٠﴾


نو الله جل جلاله هغه کسان غندي، گواښي يې او رټي يې څوك چې دلیله، د الله جل جلاله روا او مباح شیان پر مسلمانانو حراموي او د الله جل جلاله له نعمتونو څخه يې بې برخې کوي.


ساز سرود او موسیقي هم په همدې ډله کې راځي، چې که څوك ښه په دې پوه وي، چې سماع او موسيقي تر دې حده روا ده او بیا هم په حق سترگې پټوي او په تأویلونو، تا ویلو ما ویلو، کمزوریو او موضوعي رواياتو، د قوي، څرگندو او قطعي دلایلو د مخنیوي هڅه کوي. په داسې حال کې چې د خپل ضمير او وجدان ته هم قناعت ورکولی ونه شي، نوهماغه کار کوي کوم چې اسرائیلو کاوه او د الله جل جلاله له عذاب او وعید سره مخ شول. مسلمانان يو، موږ د ژوند په ټولو چارو کې د یو نظام او يو قانون تابع يو، موږ يو غښتلی ، بشپړ، تلپاتې، تغییر نه منونکی اساسي قانون لرو، چې د اسلام شریعت او په ځانگړي ډول عظیم الشان قرآن دی. زموږ ټولې پرېکړې او فتوا گانې به د قرآن او شریعت په رڼا کې وي. له ځانه او د خپل نفس له غوښتنې سره سمې پرېکړې نه سو کولی.


الله جل جلاله له کار څخه منع کړي يو "وَلَا تَقُولُوا لِمَا تَصِفُ أَلْسِنَتُكُمُ الْكَذِبَ هَذَا حَلَالٌ وَهذَا حَرَامٌ لِّتَفْتَرُوا عَلَى اللَّهِ الْكَذِبَ" يعنې او د خپلو ژبو دروغجنو دعوو له مخې مه وایئ چې دا شی حلال دی او دا حرام. ددې پاېله دا ده، الله جل جلاله باندې د دروغو تهمت وایئ". (النحل ۱۱۶)
"قُلْ مَنْ حَرَّمَ زِينَةَ اللَّهِ الَّتِي أَخْرَجَ لِعِبَادِهِ﴿الأعراف: ٣٢﴾" يعنې ورته ووایه: چا د الله جل جلاله ښکلا (زینت) حرامه کړې ده، هغه ښکلا چې خپلو بنده گانو ته یې پیدا کړې ده (پنځولې ده).


ماخذ: اسلام او موسیقي 


www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته