تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د صفر عدد تاريخچه او پېژندنه
  تعلیم الاسلام
  September 21, 2017
  0

ژباړه: استاد غلام عمر عبدالله / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

صفر ! کوم چي په حساب او رياضياتو کي د يو عدد او يا يو رقم په توګه تعبيرېږي ، په حساب او رياضياتو کي بنسټیز رول لري ، صفر د صحي او حقيقي عددونو په جمع ، او په يو شمېر الجبري جوړښتونو کي همدارنګه صفر په يو بعدي ( خط) ، دوه بعدي او درې بعدي فضا کښې د یوې نقطې په ټاکلو کښې مهم عدد شمېرل کېږي.

په انګلیسي ژبه کښې د صفر عدد لپاره ګڼ شمېر نومونه کارول کېږي لکه : Zero , Nil , Zip , Zilch , Naught , Nought اصلاً صفر لمړي ځل عربو په دې نوم سره ونوماوه ، په ۱۵۹۸ زېږدیز کال کي صفر ( Zero) په انګليسي ژبي کي وکارول سو او د Zero  د کلمې اصل له فرانسوي ژبي څخه اخیستل سوی دی چي په ايټالياوي ژبه کي cypher ورته ويل کېږي ، د صفر لغوي معنی: (يعني هیڅ شی).


 صفر چا کشف کړ ؟

 په ځينو تاریخي روایاتو کي راغلي دي چي له میلاد څخه درې پېړۍ وړاندي بابلیان ( اوسني عراقیان) لومړني کسان دي چي صفر يې کشف کړ ، خو په هغه وخت کي يې صفر د يو عدد په توګه نه دی کارولی ، نو ځکه لومړنی صفر بابلي صفر دی چي بشري ټولني ته وړاندي سوی دی ، اما د چینایانو په هکله هم ویل کېږي چي دوی هم له مېلاد څخه پنځه پېړۍ وړاندي بابلي صفر ته ورته یو صفر (ته رسېدلي ) کشف کړی دی او د یو عدد په توګه يې کارولی هم دی.

لکه څرنګه چي مو مخکي روایات ذکر کړل هیڅ داسي يوه نښه نه موندل کېږي چي پردې باندي دلیل وي او وښايي چي صفر دي په مصري تمدن کي پېژندل سوی او یا کشف سوی وي ، او نه هم د هیرګالوفس [د لیکلو په هر سیستم کي هغه اشخاص چي د سمبولونو ( لکه : وسایل ، حیواناتو يا کښتۍ او نظرياتو) ( لکه حرکت ، وخت او خوښۍ) استازیتوب کوي او د هیرلوجوف اصطلاح د لومړي ځل لپاره د پخواني یونانیانو لخوا “مقدس کار په معنی سره” وکارول سوه ترڅو د مصر تاریخي ډېزاینونه تشریح کړي] له تورو څخه د یوه توري ورته والی هم له صفر سره مطابقت نه کوي.


او بل هغه څه چي تر اوسه ډېر خلک نه پرې پوهېږي هغه په مکسیکو کي د مایا قبیلې په هکله دي ، چي مایا قبیله په خپل وخت کي د امریکا له تمدني قبیلو څخه وه ، شواهد دې ته اشاره کوي چي د اروپايي تمدن څخه مخکي مایايي قبیلې د صفر عدد او همدارنګه يې د هغه د استعمال طريقه کشف کړل.

د قبل المیلاد د پنځمي پېړۍ په پیل کي په هندي لیکنو ( ادبیاتو ) کي د صفر عدد کشف سوی دی ، چي دا ( د صفر ) اصطلاح يې په خلاء سره نومول ، او دې ته ورته په ډېرو نورو نومونو سره یې هم يادوي لکه : Sunya ، Sunyabinda همدارنګه د kha یعني د (شکاف) سوري نوم هم ورته کاراوه چي هغه مهال هندوانو ( صفر ) په يوې نقطې یا يوې دايرې سره تعبیروی ، هندي ریاضي پوهانو به پر ځينو ستنو عددي ارقام لیکل او یوه ستنه به يې همداسي بې لیکني پرېښودل او بې لیکني ستنه به يې په صفر سره تعبیرول.

داسي روایات هم سته چي وايي : اصلاً عرب د هندوانو په وسیله له صفر سره شناخته سول ، هغه داسي چي د عباسي خلیفه ابو جعفر منصور د خلافت په زمانه ( 95 هـ/ 714م 158هـ /775م) کښې یو هندي عالم چي کانکا نومېده د خلیفه حضور ته حاضر سو ابو جعفر منصور د دې ریاضي او ستوري پېژندوکي عالم استقبال ته راولاړسو ، د نوموړي هندي عالم په هکله دا مشهوره وه چي نوموړی د هندي شمېرني ( حساب ) په هکله پراخه علم لري ، کله چي کانکا عالم د خليفه دربار ته حاضر سو نو د هندي رياضي پوه ابراهما یو کتاب ( سند هند ) چي په هندي ژبه لیکل سوی و خلیفه ته ډالۍ کړ ، چي کتاب د شمېرني ( حساب) او ستورو د حرکت په هکله لیکل سوی و.

د ابراهما لیکل سوي کتاب ( سند هند) د عربو د علم په لاره کي عمده رول و لوباوه او په دې برخه کي يې خپله پراخه اغېزه وشیندل ، پس د مسلمانانو خلیفه ابو جعفر منصور له علماء څخه غوښتنه وکړل چي دا کتاب باید عربي ژبي ته وژباړل سي ، چا چي د ژباړي په برخه کي د مسلمانو علماء په منځ کښي برجسته رول لاره هغه محمد بن موسی خوارزمي ( مسلمان رياضي پوه) و.

نور بیا...

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته