تازه سرليکونه
د (فتوا لمونځ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: ځیني کسان ۸ یا ۱۲ رکعته تراویح کوي
 
  August 1, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


مسلسله شمېره : (٩۴۶)

نوم: احمد ضيت

د اوسېدو ځاى: ( کابل  افغانستان )

سوال : تراويح د امام صاحب په نزد شل رکته دي او دلته ځني محصلين اته او ځني دولس رکعته کوي که په دې اړه هم معلومات راکړي ښه به وي؟

 جواب : 

حامداً و مصلياً

اهل حديثو په  ډېرو مراکزو کي حلول کړى دى او د خپل مشکوکي عقيدې په وجه ئې مسلمانان په شک او تردود کي اچولي دي، دوی دليل په دې حديث سره وايي( لا يزيد في رمضان ولا في غيره) که چيري دوی په دې حديث کي ښه فکر وکړي دوی به پخپله دا حکم وکړي چي ددې مراد تهجد دی نه تراويح ځکه دلته ولا في غيره راغلى دی او په غير رمضان کي تراويح نسته بلکي تهجد دی نو په رمضان کي هم تهجد ورڅخه مراد دى. د شرعي دريم دليل اجماع ده او د صحابه کرام رضي الله عنهم اجماع د امیرالمؤمنین حضرت عمر رضي الله عنه په زمانه او وروسته کي پر شل رکعات سوي ده ، لاندي د شلو رکعاتو دلائل وګورئ.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): رواه البيهقي عن ابن عباس انه عليه السلام صلى فى رمضان عشرين رکعة سوى الوتر. ج٢، ص٦۹۸.

(٢): وقال البيهقى استقر الامر على عشرين وقال ايضاً کانوا يصلون عشرين في عهد عمر و عثمان و على وقال ايضاً كانوا يقومون على عهد عمر بن الخطاب رضي الله عنه في شهر رمضان بعشرين ركعة قال وكانوا يقرؤون بالمئين وكانوا يتوكؤن على عصيهم في عهد عثمان بن عفان رضي الله عنه من شده القيام. 

فأمر منهم رجلا يصلي بالناس عشرين ركعة قال وكان علي رضي الله عنه يوتر بهم. البيهقى: ج٢، ص٦٩٩.

(٣): قلت فالراجح هو العشرون دون الثمانيه لانه معمول الخلفاء الراشدين وقال رسو الله صلىي الله عليه وسلم، عليكم بسنتي وسنة الخلفاء الراشدين المهديين. مشکوة: ج١، باب الاعتصام بالکتاب والسنة.

يہى وجه ہے که هم اور امام شافعى اور اہل مکه بيس کو ترجيح  دستے  ہيں اور تعجب يه ہے که خيرالقرون کے ائمه مي اٹہه رکعات پڑهنا کسى کا مذهب نہيں ہے. فتاوي فريديه: ج٢، ص٥٨٣، د زيات تفصيل لپاره دى فتاوي فريديه وکتل سي.

جواب: مولوي عبدالهادي اغا
الجواب صحيح: مولوي سيد عبدالباري ، مولوي عبدالغفار حسيني و مولوي رفيع الله
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
 
-------------
یادونه: د شلو رکعته تراویح لمانځه په اړه تفصیلي دلایل په دې کتاب کي کتلای سی: شل رکعته تراویح او د هغو ثبوت
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته