تازه سرليکونه
د (فتوا زکات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: ایا خور ته زکات ورکول جائز دي؟
 
  August 9, 2012
  0

 تعلیم الاسلام دارالافتاء 

مسلسله شمېره: (  ۱۹۰)

نوم: ذبیح الله

د اوسېدو ځای: کندهار 

سوال : ایا خورته هم زکات ورکول کیزی اوکه نه؟  

جواب : هو خورته زکات ورکول جایز دي ، بلکي  د زکات  په ورکړه کي افضل اوښه دا دي، چی لومړۍ وخپلو مسکینانو قریبانوته  ورکړل سي، چي په دې کي  دوه ثوابونه دي:  یو يې د زکات بل يې د صیله رحمۍ هغه لکه خویندي، وروڼه، اکاګان، عمه ګاني او خاله ګاني. (۱)


جواب: مولوي سيد عبدالباري
الجواب صحیح: مولوي عبدالهادي آغا
تعلیم الاسلام دارالافتاء 
کندهار افغانستان





ــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): وَالْأَفْضَلُ فِي الزَّكَاةِ وَالْفِطْرِ وَالنَّذْرِ الصَّرْفُ أَوَّلًا إلَى الْإِخْوَةِ وَالْأَخَوَاتِ ثُمَّ إلَى أَوْلَادِهِمْ ثُمَّ إلَى الْأَعْمَامِ . الخ ( فتاوی هندیه:ج ۱، ص ۱۹۰-  مطبع مکة المکرمة ) 
 
وایضاً  فتاوى شامي ( ج،١:ص،۶۹-  مطبع رشيديه )   
 

سرته