تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ایمان او کفر په اړه عجیبه قصه
 
  October 12, 2014
  0
راتولونکي: نوراحمد نوري

په ټوله معنی بدمرغه هغه څوک دى، چې ايمان له شتمنۍ او د يقين له ځواک څخه بې برخي دى!

 تر ټولو له مخه به تيارې پر دوی راخورېږي او همدغه خلګ به خوار او سپکېږي.
 (وَمَنْ أَعْرَضَ عَنْ ذِكْرِي فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنْكًا) الآیة
ژباړه: او څوک چې زما د ذکر (قرآن او یاد) څخه مخ واړوي د هغه لپاره به په دنيا کې تنګ ژوند وي.

اصلاً له ايمان پرته ژوند هيڅ خوند نه لري؛ پر رب العالمين ذات ايمان لرل د خوښيو او نېکمرغيو ښکارندوى ده.

 امام احمد رحمة الله عليه د نوف بکالي له خولې وايي: چې دوه کسان د ماهيانو په ښکار پسې ووتل، په دوی کې يو مسلمان او يو کافر و، کافر د دام خورولو پر مهال خپل معبودان رابلل، سره له دې به يې دام له ماهيانو ډکېده او مسلمان به د دام خورولو پر مهال الله جل جلاله رابله خو بيا به يې هم په دام کې هيڅ ماهي نه نښته او دام به يې تش راوختي، دا لوبه تر ماښامه همداسې روانه وه، په پاى کې د مسلمان په دام کې هم يو ماهي ونښت، هغه په نه زړه له دامه راخلاص کړ، نو هغه ماهی يې هم له لاسه اوبو ته ټوپ کړل، مسلمان ښکاري تش لاسى راستون سو او هغه کافر ډېر ماهيان ښکار کړي ول، د دې حیرانوونکې پېښې په ليدو يوه ملکي له الله جل جلاله څخه پوښتنه وکړه، چې اى زما ربه ستا يو مؤمن بنده، چې يوازې تا رابولي او هغه دې داسې تش لاسى او بېنوا راستنېږي او هغه کافر دي دومره ماهيان ښکار کوي، د دې څه لامل کېداى سي؟

 الله جل جلاله ملکي ته هغه ماڼۍ وروښودله، چې د دغه مؤمن لپاره يې په جنت کې تياره کړې وه، او ملکه يې وپوښته، چې ايا د دې ماڼۍ ترلاسه کولو وروسته به دغه مؤمن په  نني تش لاسي راستنېدو څه خواشيني څرګنده کړي؟ بيا يې هغه ځاى وروښود، چې په دوږخ کې يې د هغه کافر لپاره تيار کړى و؛ نو بيا يې ملک وپوښتل، چې ايا هغه دنيوي شيان، چې په دنيا کې کافر ته ورکړل شوي د دوږخ له دې تلپاتې عذاب څخه ژغورلاى سي؟ ملکي وويل ستا په ذات قسم، چې داسې نسي کېداى.
 سبحان الله! الله جل جلاله ايمان ته څومره ارزښت ورکړى او موږ ته پکار ده، چې د دې ارزښتمنې پانګې قدر وکړو او د څه ستونزې له امله بې همته نشو، الله جل جلاله زموږ لپاره داسې نعمتونه چمتو کړي دي، چې نه د چا سترګو ليدلي، نه د چا غوږونو اورېدلي او نه د چا په زړه کې راغلي دي؛ خو الله جل جلاله مه کړه که څوک دغه ارزښتمنه پانګه پر دنيوي خوندونو او راحتونو وپلوري او په دغه وخت کې ورته مرګ راسي؛ نو له مرګ سره به له واره د داسې دردناکو عذابونو سره مخ سي، چې بيا به د دوږخ په اور کې ژړا او پښېمانتيا پرته هيڅ تر لاسه نه کړي.

الله جل جلاله دي ترې موږ او تاسې په خپل فضل او کرم وساتي، امين.

ماخذ: مه خپه کېږه
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته