تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
لس شيان موږ تل ضايع کړي دي
 
  February 24, 2013
  0

ژباړه : نثار احمد اسلام مل

لمړى: زموږ پوهه او علم: له هغه څخه د ګټي نه اخیستلو په وجه باندي ضایع کوو .

دوهم: زموږ اعمال: د غیر مخلصانه کارونو په کولو سره ضایع کوو .

دريم: زموږ شتمنۍ: په هغه شیانو ضایع کوو، چي زموږ له پاره اجر (د آخرت ګټه) نلري . موږ خپلی پیسې، موقف او واک پر هغو شیانو ضایع کوو چي نه په دې دنیا کي او نه هم په آخرت کي و موږ ته ګټه رسوي . 

څلورم:  زموږ زړونه: د الله جل جلاله  د محبت په نشتوالي، د هغه په لور د تلوسې په نه درلودلو او د هوسایني او د آرامۍ په نشتوالي یې ضایع کوو او د دې ټولو پر ځای زموږ په زړونو کي نورو بېځایه شیانو یا خلکو ځای نیولي دئ . 

پنځم:  زموږ وجود: د الله جل جلاله  د عبادت او د هغه په لاره کي د خدمت په نه کولو سره ضایع کوو .

شپږم: زموږ مینه: زموږ احساساتي مینه پر غلطه لار روانه ده او د الله جل جلاله  پر لوري نه ده روانه، بلکه په نورو شیانو او خلکو پسي روانه ده او بېشکه چي موږ هغه ضایع کوو. 

اووهم :  زموږ وخت: ددې له پاره ضایع کیږي، چي سمه ګټه ورڅخه نه اخلو او ددې له پاره چي پخوانى دور مو جبران کړئ وي نو باید صحیح او اخلاقي کارونه سرته ورسوو .

آتم:  زموږ عقل او فکر: پر هغه شیانو ضایع کوو، چي قطعاً فایده نلري، تفکر، غور او فکر ته ګټه نه لری او ټولني او خلکو ته تاوان رسوي .

نهم:  زموږ خدمت او چوپړ: د هغه شي یا سړي له پاره ضایع کوو، چي هغه موږ الله جل جلاله  ته نه نژدې کوي او نه هم په دنیا کي وموږ ته ګټه رسوي.

لسم: زموږ ذکر او ياد: په دې ضایع کیږی چي هیڅ کله د الله جل جلاله  په یاد کي نه کیږي او یا هم زموږ پر زړه باندي هیڅ اغېزه نه کوي . 
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۰ ګڼه
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته