تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
مه تکبر کوئ او مه انسان سپک ګڼئ!
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  September 7, 2023
  0

لیکنه: حشمت الله مجددي/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


مه تکبر کوئ او مه انسان سپک ګڼئ!

 

خلګ سپک مه ګڼئ او مه په سپکه ورته ګورئ! پروردکار (ج) هر انسان نړۍ ته د عزت او شرافت سره رالېږلی او انسانان یې د ځمکي پرمخ  اشرف المخلوقات ګرځولي. نن سبا زموږ د ټولني د نیمایي څخه ډېره برخه هغو خلګو ته په عزت او ښه سترګه ګوري چي له مالي پلوه راپورته دي. دا خلګ که هرڅومره جاهله هم وي خو بیا هم په ټولنه کي عزت ورکول کیږي او په اوسني عصر کي د ټولني زیاتره خلګ د یو چاه مالي اړخ ته ډېر قایل دي. ډېری بیا د خپلي ناپوهۍ او تکبر له وجي دا کارونه کوي او په ټولنه کي د خلګو مخته ځان غټ ښیي. ټیټ رتبه خلګو ته د حقارت او په کمزوره عینکو کي ګوري.


کبرجن او تکبر کوونکي انسانانو نیکۍ داسي خوړل کیږي لکه اور چي وچ بوټي سوځوي او توري ایرې یې کړي. (که په انساني خلقت کي فکر وکړو نو راته معلومه به سي چي انساني کرکټر له بېلابېلو مثبتو او منفي پديدو جوړ دی. دغه پديدې په ټولنه کي د انسان له چال چلن څخه معلومیږي او د انسان د همدغه چلن له مخي خلک د هغه په اړه د ښه او بد قضاوت کوي.


يو انسان چي په خپل شخصيت او کرکټر کي څوني ډيري مثبتي پديدې ولري، هغوندي يې په ټولنه کې ځای او مقام لوړيږي، خلک ورته په درنه سترګه ګوري او يو ښه تأثر ورڅخه اخلي، او څوني چي انسان په ټولنيز ژوند کي د منفي پديدو څرګندونه وکړي، هغومره په خلکو کي په بد او سپک نامه ياديږي.


د انساني کرکټر له دغو منفي پديدو څخه يو هم تکبُّر دی چې موږ ورته لويي او په عربي ژبه کي ورته کبر، تکبُّر او خیلا ویل کیږي. لويي یا کبر د نفس هغه حالت ته ویل کیږي چي انسان خپل ځان دروند، لوړ او لوی وښيي او بل انسان بیا  د ځان په پرتله حقیر، سپک او کم وبولي. تکبُّر له هغه ځايه چي يوه لويه اخلاقي او اروايي ناروغي ده، ځکه يې پايلي د مسلمان لپاره نه یواځي دا چي په نړۍ کي رسوا کوونکي او سپکوونکي دي، په آخرت کې هم انسان د همدغي ناروغۍ له امله له دردونکي عذاب سره مخامخ کيږي.


تکبُّر که له يوه پلوه په خپله ستره اخلاقي ناروغي ده، نو له بله پلوه دا د نورو ناوړو ناروغیو لکه حسد، کرکي او ناپوهۍ زېږونکي هم ده.)  د الله تعالی پر مخلوقاتو پسخند او ملنډي وهل هم له انساني او اسلامي اصولو خلاف عمل دی او پروردګار په قران عظیم الشان کي پر یو قوم مسخرې او ملنډو وهلو په اړه داسي فرمايي: 

 

يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ لَا يَسۡخَرۡ قَوۡمٞ مِّن قَوۡمٍ عَسَىٰٓ أَن يَكُونُواْ خَيۡرٗا مِّنۡهُمۡ وَلَا نِسَآءٞ مِّن نِّسَآءٍ عَسَىٰٓ أَن يَكُنَّ خَيۡرٗا مِّنۡهُنَّۖ وَلَا تَلۡمِزُوٓاْ أَنفُسَكُمۡ وَلَا تَنَابَزُواْ بِٱلۡأَلۡقَٰبِۖ بِئۡسَ ٱلِٱسۡمُ ٱلۡفُسُوقُ بَعۡدَ ٱلۡإِيمَٰنِۚ وَمَن لَّمۡ يَتُبۡ فَأُوْلَٰٓئِكَ هُمُ ٱلظَّٰلِمُونَ. سورت الخجرات ۱۱ آیات


ژباړه : ( اې هغو كسانو چي ایمان يې راوړى دى! هېڅ قوم دي په بل قوم پوري مسخرې نه كوي، كېداى سي چي هغوى له ده نه ډېر غوره وي، او نه (دي) ښځي په نورو ښځو پوري (مسخرې كوي)، كېداى سي چي هغوى له دوى نه ډېري غوره وي او تاسو د خپلو ځانونو عیب جويي مه كوئ او یو بل په بدو لقبونو (او نومونو) سره مه بلئ، له ایمان راوړلو وروسته د فسق او فساد نوم بد دی او چا چي توبه ونه اېستل، نو هم دغه كسان ظالمان دي.)


دلته د قوم څخه مراد ټوله انسانیت دی، ځکه الله تبارک تعالی انسانان په جلا – جلا قومونو کي پیدا کړي. دوی ته یې شرف او عزت ورکړی او موږ ټولو ته یې لازمه ګرځولې چي د یو او بل عزت او احترام وکړو هغه که هري قبېلي او قوم وي. ودي سي یو انسان چي موږ یې سپک او مسخره ګرځوو، تر موږ الله تعالی ته ډېر نږدي وي او د رب په وړاندي هغه کس تر موږ زیات محبوب وي. 


نن سبا اسلام او دین د خلګو په زړونو کي ظاهري پاته دی. زموږ په عقل که په ټولنه کي د چا ظاهري بڼه د شریعت په طریقه جوړه وي، هغوی موږ اکثریت یې د الله تعالی نېک او فرمابندار بنده بولو او د باطن علم یې له یوه الله سره دی او هغه بنده چي ظاهري بڼه یې د شریعت مطابق نه وي بیا په سپکه ورته ګورو آن په زړه کي لا کرکه ورڅخه لرو. موږ ټوله انسانان له یوه سړي او له یوې ښځي پیدا یو. 


بیا ولي یو بل ته سپک نظر کوو؟ 

 

ولي یو بل مسخره ګرځو؟ 


ولي بیا یو قوم پر بل قوم پسخند او مسخرې کوي؟


الله تعالی فرمايي: 


يَٰٓأَيُّهَا ٱلنَّاسُ إِنَّا خَلَقۡنَٰكُم مِّن ذَكَرٖ وَأُنثَىٰ وَجَعَلۡنَٰكُمۡ شُعُوبٗا وَقَبَآئِلَ لِتَعَارَفُوٓاْۚ إِنَّ أَكۡرَمَكُمۡ عِندَ ٱللَّهِ أَتۡقَىٰكُمۡۚ إِنَّ ٱللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٞ . الحجرات ۱۳ آیات
ژباړه : (  اې خلګو! بېشكه موږ تاسو له يوه سړي او له یوې ښځي پیدا كړي یاست او موږ تاسو څانګي او قبیلې ګرځولي یاست، د دې له پاره چي تاسو یو بل سره وپېژنئ، بېشكه د الله په نیز په تاسو كي ډېر عزتمن، ستاسو زیات پرهېزګار دى، بېشكه الله ښه پوه، ښه خبردار دى.) 

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته