تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مدارسو له طالبانو څخه درې غوښتني
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 4, 2021
  0

د مدارسو له  طالبانو څخه درې غوښتني


 ليکوال: مولانا ابو عمار زاهد الراشدي


ژباړن: احمدولي حقمل


د شوال د مياشتي په دوهمه لسیزه کي د ټوله جنوبي آسيا يعني افغانستان، پاکستان، بنګله دېش، هند او نورو هيوادونو په لکهاوو ديني مدارسو کي نوی تعليمي کال شروع کيږي، او د لکهاوو مدرسينو تر څنګ په ميليونو طالبان  د خپل دې کال تعليمي سلسله شروع کوي، د نن څخه يوه نيمه پېړۍ ترمخه يو څو بزرګانو د ديني مدارسو دغه نظام په (هند) کي شروع کړی دئ، دا د هغو د اخلاص  او هڅو برکت دئ چي نن ئې د مدارسو تعداد لکهاوو ته رسېدلی دئ او د طالبانو تعداد ئې ميليونو ته رسېدلی دئ او دادئ سږ کال د تعليمي کال د شروع تر مخه د تمهيد په شکل له ګرانو او معززو طالبانو څخه درې غوښتني لرم:

 

1.لومړی غوښتنه مي داده چي کم تعليم تاسي حاصلوی، هغه د خپل ځان د ضرورت په فکر حاصل کړی نه د مجبوريت په فکر، دا ځکه چي که موږ دغه تعليم د ضرورت په نيت ووايو، نو د همدې ضرورت د پوره کولو  مطابق به يې وايو، اما که چيري بيا خدای مکړه د کمي مجبورۍ په نظر کي نيولو سره ئې ووايو، نو د زده کړو ډول به مو هم هغه سي وي، او دا يوه پټه خبره نه ده بلکي يو حقيقت هم دئ چي ديني تعليم زموږ ضرورت دئ، هم مو انفرادي او کورنی ضرورت دئ او هم مو ټولنیز ضرورت دئ، بې له دې څخه زموږ ژوند بې هدفه او نيمګړۍ کيږي؛

 

 مثلاً: د يوه مسلمان په صفت د قرآنکريم په صحيح توګه ويل او په هغه پوهېدل زموږ ضرورت دئ، اوس نو فکر وکړئ چي ددې د حاصلولو له پاره د کومو شيانو تعليم او تحصيل زموږ دپاره ضروري دئ؟ همدارنګه بیا لمونځ او نور عبادات او فرائض په صحيح طريقه سره اداء کول زموږ ضرورت دئ او د هغه له پاره ديني تعليم او تحصيل لازمي دئ، ددې څخه ورورسته دا هم زموږ ضرورت دئ چي د حلال او حرام د مراعتولو سره ژوند وکړو، د خپل منځي حقوقو ادا کول او ټولنيزو اخلاقو او ادابو (نزاکتونو) پر ځای کول زموږ د ژوند برخه وګرځي، دا ټوله بې له ديني تعليم څخه امکان نه لري، نو په همدې اساس زما غوښتنه ستاسي څخه داده چي ديني تعليم په لومړي سر کي د خپل انفرادي ضرورت ، او وروسته د کورني او ټولنيز ضرورت په فکر کولو سره تر لاسه کړئ.

 

2.دوهمه غوښتنه مي داده چي کله د کورونو څخه د طالبۍ په نيت راووتلاست، نو بیا ئې په صحيح توګه وواياست او د ويلو ټوله تقاضاوي ئې پوره کړئ، داسي نه لکه څوک چي يو لوی مارکېټ ته ولاړ سي، هلته ځيني شيان وګوري، د ځينو شيانو د نرخونو پوښتنه وکړي، ځيني شيان ښه سم سره واړوي را واړوي او په پای کي خالي لاس کورته راسي، دې ته په انګريزي کي ’’ونو شاپنگ‘‘ وايي، بدبختانه زموږ په تعليمي ماحول کي هم اوس دغه ذوق پيدا سوی دئ، طالبان، ځيني کتابونه ګوري، ځيني استاذان او شيوخ ګوري، د ځينو علومو د اصطلاحاتو سره مازي ځان بلد وي، ځيني کتابونه بيا د خپلو ملګرو له پاره انتخابوي، په دغه کي کلونه پر تېر سي او آخر بېله علمه صرف په نامه طالبۍ سره کورته راسي، داسي کول مطلق د وخت ضايع کول دي، نو کوښښ وکئ، چي یو شی سم زده کئ او  علم  تر لاسه کئ،  نو غوښتنه مي داده چي طالبان خپل د درس ترتيب داسي برابر کړئ، چي په هيڅ صورت درس ناغه نه سي، پر وخت درس ته حاضر وي، سبق ته داسي کښېني چي فکر يې هم په سبق کي ورسره وي، مطالعه او تکرار لازمي وکړي، د کتاب او استاذ احترام وکړي او په کمه مدرسه کي چي درس واياست د هغې مدرسې  د ټولو قواعدو او ضوابطو پابندي وکړي.

 

3.درېيمه غوښتنه مي داده چي د علم حاصلولو تر څنګ د تربيت او تجربې ترلاسه کولو تمرين او هڅي هم وکړئ، په مکاتبو او پوهنتونو کي د ساینسي مضامينو د نظري تدريس تر څنګ په لابراتوارونو کي عملي کار هم کيږي. موږ پخپلو درسونو کي يوازي نظري برخه وايو، خو په عملي ژوند کي ئې نه عملي کوو، مثلاً: په قدوري او يا هم د فقهي په نورو کتابونو کي د لمانځه ترتيب او آداب وايو، اما په خپل لمانځه کي بيا د هغه د تطبیق هڅه او فکر نه کوو، او که ئې کوو نو هغه هم د نورو د لمونځونو څارنه کوو خپل لمانځه ته نه ګورو، او يا هم په قرآن کريم او احاديثو کي د اخلاقو او ادابو سبقونه وايو، خو خپل ځان ته نه ګورو چي کم اخلاق او آداب چي مي په کتاب کي ويلي دي پر هغو عمل کوم که يا، او که په دې مسايلو کي هم د نورو د اخلاقو او ادابو څارنه کوو، د خپل ځان سره حساب کول په ډېرو کمو خلګو کي ليدل کيږي، ددې نتيجه دا کيږي چي علم خو تر يو ځايه پوري تر لاسه کوو، خو د عملي کولو هڅه يې نه کوو، او دا خو ټولو ته معلومه ده چي بې عمله علم د تاوان حامل دئ.


ځکه نو د طالبانو، استاذانو او حتی د خپل ځانه څخه مي غوښتنه داده چي هر شی وايو او تدريسوو يې، خپل په ژوند کي د هغه عملي کول هم د دیني تعليم لازمي حصه ده، په دې سره علم هم با مقصده کيږي او د هغه ثمره او فوائد هم حاصليږي، الله تعالی دي موږ او تاسو ټولو ته ددې توفيق راکړي. آمين يا رب العالمین.

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته