تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د کایناتو کنترول د الله ج په لاس کي دی
  تعلیم الاسلام
  September 18, 2017
  0

 لیکوال: ګل احمد ارغندوال/تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 
د کایناتو او مخلوقاتو د کنټرول مهار د الله تعالی په (بلا کیف) لاس کي دی
 
زموږ عقل باید د قدرت دغه حکیمانه لاسوهنه محسوس کړي هغه دا چي :
 
زموږ سږو ته اکسېجن څوک ورکوي ؟
 
زموږ زړه، معدې ، کولمو او وینو ته څوک حرکت ورکوي ؟ 
 
د مندو په نسونو کي ماشوم څنګه جوړسو هلته رزق او تنفس څوک ورکوي ؟
 
زموږ په بدن کي د میکروب سره د مقابلې استعداد چا ایښي دی؟
 
کله چي مځکه تږې سي باران څوک اوروي ؟
 
دغه عالم ته نظم او ښکلا چا ورکړه؟
 
ددې عالم پالنه څوک کوي ؟
 
مخلوقاتو ته خصوصیات ، صفات او هنرونه چا ورکړه؟
 
ددې عالم فصلونه او جنتري څوک اداره کوي ؟
 
 
د راتلونکي مخلوقاتو له پاره د خوراک ، چیښاک او پوښاک انتظام څوک پیدا کوي؟
 
او د ماشوم د پیدا کېدلو څخه تر مخه د مور په تیو کي شیدې څوک پیدا کوي؟
 
که ماتریالسټان یا ماده پرستان وایې چي دا کارونه ټول طبیعت کوي : نو زه وایم چي طبیعت خو هم کوڼ دی هم ړوند دی هم ګونګی دی اوهم پوهه نه لري نو څنګه یو مړ طبیعت بینا مخلوق خلقولای سي؟ 
 
څنګه یو ړوند طبیعت بینا طبیعت خلقولای سي؟
 
څنګه یو کوڼ طبیعت شنوا (اورېدونکی) مخلوق خلقولای سي؟
 
څنګه یو ګونګی طبیعت ګویا مخلوق خلقولای سي؟
 
که مخلوق اوري نو خالق به یې هم یو سمیع ذات وي.
 
که مخلوق ویني نو خالق به یې هم یو بصیر ذات وي.
 
که مخلوق پوهه او علم لري نو خالق به هم علیم او با خبر ذات وي.
 
 که مخلوق خبري کوي نو خالق به هم د کلام څښتن وي.
 
ځکه قاعده دا ده چي د هر مصنوع په تصور سره د صانع تصور فکر ته راځي نو دغه عالم هم یو صانع او خالق لري.
 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته