تازه سرليکونه
د (فتوا لمونځ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د جمعې د ورځي ۴ رکعته سنت کول
 
  January 4, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


مسلسله شمېره : ( ۳۴۳)

نوم: محمد شهير

سوال : د جمعې دلمانځه څخه مخکي څلور رکعته سنت او نور د فرضو څڅه وروسته سنت که ونه سي دا څنګه دئ . او نيت يي دسنتو څه ډول دئ ؟
 

جواب :

حامداً و مصلًيا

 د جمعي  د لمانځه وروسته او مخکي څلور رکعته سنت مؤکد دي ، قصداً او هميشه پريښوول يې ګناه ده او د ضرورت يا عذر په خاطر يې کله کله پريښوول جائز دي البته دجمعې د لمانځه وروسته دوه رکعته سنت غير مؤکد دي  خو کول يې ښه کار دى.

او نيت خو اصلاً د زړه ارادې  او قصد ته ويل کیږي او که څوک يې په خوله نيت تړي نو د نورو سنتو په ډول د جمعې د لمانځه د سنتو نيت هم دى .

جواب : مولوي سردار محمد 
الجواب صحيح  : مولوي شاولي الله ، مولوي عبدالهادي آغا او مولوي سيد عبدالباري 
تعليم الاسلام دارلافتاء 
کندهار افغانستان
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): کما في الحدیث: عن عبد الله بن مسعود أنه كان النبي صلی الله علیه وسلم يصلي قبل الجمعة أربعا وبعدها أربعا. رواه الترمذي، باب في الصلوة قبل الجمعه وبعدها ج١ ،ص٢٣٠- طبع رحمانية، لاهور.

(۲): وفي ردالمحتار: الَّذِي يَظْهَرُ مِنْ كَلَامِ أَهْلِ الْمَذْهَبِ أَنَّ الِاثْمَ مَنُوطٌ بِتَرْكِ الْوَاجِبِ أَوْ السُّنَّةِ الْمُؤَكَّدَةِ عَلَى الصَّحِيحِ ؛ لِتَصْرِيحِهِمْ بِأَنَّ مَنْ تَرَكَ سُنَنَ الصَّلَوَاتِ الْخَمْسِ قِيلَ : لَا يَأْثَمُ وَالصَّحِيحُ أَنَّهُ يَأْثَمُ ، ذَكَرَهُ فِي فَتْحِ الْقَدِيرِ. ج١ ،٢٣٢، مطلب في السنة وتعريفها- طبع رشيدية، کوئټه

(۳): وفي حاشية الطحاوي : وفي التلويح ترک السنة المؤکدة قريب من الحرام...الخ، وفي شرح المنار للشيخ زين ، الاصح انه ياثم بترک المؤکدة الاغصا في حکم الواجب. ص٦٤، فصل في سنن الوضوء- طبع رشيدية، کوئټه .

(۴): وفي حلبي کبیر: والمستحب في النية ان ينوي ويقصد بالقلب ويتکلم باللسان بان يقول اصلي صلوة. حلبي کبير ص٢٥٤ . شروط الصلوة- طبع سهيل اکيډمي 

(۴): هکذا في الفقه الحنفي في ثوبه الجديد،ج١ ،ص٧٢ ، مکتبة حقانية، کوئټه .

(۵): ج٤ ،ص٥٤٦ .کفايت المفتي- طبع ادارة الفاروق .

(۶): آپ کے مسائل اوران کاحل- مکتبة لدهيانوي کراچي . 
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته