تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د خنزیر د غوښي حرمت
 
  November 10, 2015
  0

 د خنزیرغوښه په اسلام او ساینس کي (۱)

لیکنه: عبدالغفار جبیر/تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
هغه څه چې الله جل جلاله حرام کړي دي په هغو شیانو کي شک نسته چې د اخروي تاوانو نه برسیره دنیاوي نقصانونه  او کړاوونه هم پکښې شتون لري، او په هر شي کي دانه دی پکار چې موږ ئې څېړنه او پلټنه وکړوچې ولی الله جل جلاله دا شی حرام کړی او یا یی حلال کړی دی.

تر ټوله ښه خبره دا ده چې دا د الله جل جلاله حکم دی زموږ قبول دی، دا چې ولي موږ ساینسي معلومات د الهي احکامو سره یو ځای بیانوو له دې څخه مو موخه  دا ده چې حتی په الهي احکامو د یوه ډېر ساده انسان هم سر خلاصیږي چې الله جل جلاله دا شی حرام کړیدی نو په دغه شي کي دا نقصانونه شته دي، او لا به هم ډیر وي، او بل دا چې هغه تعلیم یافته قشر چي اسلامي معلومات نلري او یواځي یې عصري تعلیم حاصل کړی وي د هغو لپاره یو لارښود دی، او همدارنګه وهغو خلکو ته چي اسلام ته د شک په سترګه ګوري یوه د هدایت دروازه ده.

ولي ساینس؟
ساینس د اسلام لپاره د یوه خادم په صفت موږ ورسره  یو ځای کوو نه د مخدوم په صفت، په دې کي بله فلسفه دا نغښتې ده چې وخلکو ته دا جوته سي چې اسلام یو حق  الهي دین دی او هغه څه چې ئې حلال کړیدي علاوه د اُخروي ګټو او ښادیو څخه دنیاوي ګټې او سوکالۍ هم لري، او هغه څه چې ئې حرام کړیدي نو په هغو شیانو کي علاوه دا ُخروي تاوانونو څخه دنیاوي تاوانونه، تکلیفونه او کړاوونو هم پکښې شتون لري.

اوس زه غواړم چي د خوګ (خنزیر)  پرغوښو او یا نورو اجزاو باندي یې  هغه څېړنې چي سوي دي په نړیواله توګه سره د اسلام او ساینس په رڼا کي و تاسو ته وړاندي کړم تر څو ستاسو علمي تنده ورباندي ماته  او د عرفان بڼ مو ورباندي خړوبه سي.

په قرآن عزیز کي د خنزیر حرمت څلور ځایه راغلی دی، چي دا پردې دلالت کوي چي د خنزیرغوښه په څومری ټینګارسره منع سوې ده، او هغه څلور ځایونه دا دي:

۱: سورت بقره ، ایات ۱۷۳
۲: سورت المائدة، ایات ۳
۳: سورت الانعام، ایات ۱۴۵
۴: سورت النحل، ایات ۱۱۵

الله جل جلاله فرمایی:
إِنَّمَا حَرَّمَ عَلَيْكُمُ الْمَيْتَةَ وَالدَّمَ وَلَحْمَ الْخِنْزِيرِ وَمَا أُهِلَّ بِهِ لِغَيْرِ اللَّهِ فَمَنِ اضْطُرَّ غَيْرَ بَاغٍ وَلَا عَادٍ فَلَا إِثْمَ عَلَيْهِ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ. (بقره: ۱۷۳)

ژباړه: بې شکه چي الله پر تاسي مرداره او وینې او د خنزیر د غوښي (خوړل) او د هغه څه خوړل حرام کړي دي چي د حلالولو پر وخت پرې د الله له نوم پرته بل څه ویل سوي وي، خو په داسي حال کي چي څوک اړ سي او له حده تیری ونه کړي نو د (یادو توکو) په خوړلو کښې ورته  کومه ګناه نسته، بې شکه چي الله بخښونکی، پوره رحم کوونکی دی.

تفسیر:
دریم شی چي په ایات کي حرام کړ سوی دی هغه د خنزیر غوښه ده، په ایت کښې د خنزیر د حراموالی سره د لحم (غوښې) قید لګولی سویدی، امام قرطبي رحمة الله علیه لیکي:
له دې نه غرض دا خبره ده چې د غوښې په ګوته کول اصلي موخه نه ده بلکې دده ټول شیان هډوکي، څرمن، وریښتان ، پلې او نور ټول د امت په اجماع سره حرام دي، لیکن د غوښې توری چې راغلی دی نو په دې کي ودې ته اشاره ده چې خنزیر د نورو حرامو ځناورو په شان نه دی چې هغه په ذبح کولو سره پاکيږي اګر که خوړل ئې حرام دي ځکه چې خنزیر په حلالولوسره نه پاکيږي دا ځکه چې خنزیر نجس العین دی (په اصل کي نجس دی) او هم حرام دی.

د مجبورتيا په حالت کي حرام شيان د دارو درمل په ډول استعمالول 
د ذکرشوي ایات نه دا جوته سول چې د کوم کس ژوند چي په خطر کي وي نو هغه د خپل ژوند د ساتلو په موخه حرام شیان د درمل په ډول سره استعمالولای سي، دا به هغه شرطونه وي لکه چې د ایات مبارک نه معلومیږي، او هغه دا چي :
 
اول : دا چې د سختي مجبورتیا حالت به وي، د ژوند خطر به وي، د معمولی ناروغۍ  حالت نه دي.
دوهم:  دا چې حرامو څخه ماسوا بل شی د درملنې لپاره نه وي، یا اغیزمن نه وی او یا هم موجود نه وي.
دریم : دا چې ددې حرامو په استعمال سره به د ژوند پاتي کيدل یقینی وي، لکه چې د لوږې نه د مجبورۍ ژوند، نه دا چې ددې دوا په استعمال کي لذت وي، او ضرورت نه وي.
څلورم : دا چې د حرام دارو درمل دا ندازې څخه زیات استعمال نسي.
پنځم:  دا چې دا دارو درمل به د خوندا خیستلو لپاره نه وي. (معارف القرآن ۱ ټوک، مخ ۸۳- ۹۰)
 
د حضرت ابودرداء رضی الله عنه څخه روایت دی چي نبي کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل چي الله جل جلاله ناروغی او د هغې درملنه دواړه نازل کړي دي او د هري ناروغۍ لپاره دارو سته نو له همدې کبله درملنه وکړی خو په حرامو سره درملنه مه کوئ.

د حضرت عبدالرحمن بن عثمان رضی الله عنه څخه روایت دی یوه طبیب د نبي کریم صلی الله علیه وسلم څخه د چونګښې په هکله پوښته وکړه چي ایازه دغه په دوا کي شامله کړم ؟ نو نبي کریم صلی الله علیه وسلم د هغې د وژلوڅخه منع کی.

د حضرت ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت دی نبي کریم صلی الله علیه وسلم د ناپاکو دواو د استعمال څخه منع فرمایلې ده. (ابوداؤد، کتاب الطب باب الادویة المکروهة)

د حضرت وائل بن حجر رضی الله عنه څخه روایت دی چي سوید بن طارق یا طارق بن سوید د نبي کریم صلی الله علیه وسلم څخه د شرابو د استعمال په هکله پوښتنه وکړه هغه ور څخه منع کړی، د دوهم ځل لپاره ئې ورڅخه پوښتنه وکړه هغه ئې بیا منع کړ هغه وویل ای د الله نبی صلی الله علیه وسلمه دا دوا ده نو نبي کریم صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: دا دوا نه بلکي ناروغي ده.
 
(ابوداؤد، کتاب الطب باب الادویة المکروهة، ابن ماجه فی الطب والدارمی فی الاشربه)
(فقهي مقالات، ۴ ټوک په حرامو شیانو سره درملنه، ۱۴۷- ۱۴۹، لیکنه: شیخ الاسلام محمد تقی عثمانی صاحب)

د خنزیر د هډوکو استعمال جایز نه دی دا ځکه چې هغه نجس العین دی (آپ کي مسایل اوراًن کاحل)
د خنزير د هيڅ شي څخه بايد استفاده ونسي که څه هم شفا پکښې وي لکه:
 
ولایرخص للتداوی بلحم الخنزیر وان عین. (فقه الاسلامي، الزحیلي)
ژباړه: که څه هم دا جوته سي چي د خنزیر په غوښو کي شفا سته بیا هم نه ده روا چې د درملني لپاره د خنزیرغوښه استعمال سي.

حکمت
د انسان ژوند پردوو شیانو راګرځي، بدن او روح، چې په اسلام کي ددې دواړ پر پاکوالي ټینګار سوی دی، هغه خوراک چي انسانان ئې خوري هغه مستقیما پر روح هم اغیزې لري، نو له همدې کبله په اسلام کي هغه شیان چې وسالم روح ته تاوان نه رسوي حلال دي او برعکس هغه توکي چي وبدن او سالم روح ته تاوان رسوي هغه ټوله حرام دي، دا ثابته خبره ده چي هغه قوم چي د خنزیرغوښه خوري په هغو کي د خنزیر طبعیت شتون لري او همدغه قوم د اخلاقو له پلوه ډیر ټیټ بلل سوی دی.

ورپسې لیکني:
د خنزير غوښه او نوی ساينسي څېړنې
د خنزیر مزاج او طبیعت
د خنزير د غوښي څخه د انسان بدن ته زیانونه
د ساینس پوهانو څیړني او تاثرات
 

سرته