تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ماده پرست او عالم ترمنځ مباحثه!
 
  October 12, 2014
  0

 يوه ماده پالونکي ويوه عالم ته وويل : دخداى تعالى وجودراته ثابت کړه ؟  ددې پوښتنې په وخت کي يوماشوم هم ناست وو،چي له هګۍ سره يې لوبي کولې عالم له ماشومه هګۍ واخيسته او ماده پرسته ته يې وويل: دا هګۍ وينې، چي يوه سخته، کلکه او بنده کلا ترې راتاوه ده، په دې کلاکي دننه اوددېوالونو ترشا يې ډېرنرى پوستکى دئ او په هغه کي دننه لږشان ويلي سوي سره اوسپين زردي ( دهګى سپين او ژړ )؛خو دوئ له يوبل سره نه ګډېږي، نوآيا ويلاى سو، چي داژړ او سپين، چي يو دبله سره بېل دي او پخپله پيداسوي دي ؟ 


اې پوښتونکې ! هېڅوک ددې هګيو له دننه خبرنه دئ، چي کوم چرګوړى، چي ترې راوځي نربه وي اوکه ښځه او چي  را ووځي، نو زړه راښکوونکى او رنګارنګ به وي ( کوم ځواک داچرګوړى داسي رنګ اوانځورکړئ دئ ) .     

آيا ديوه چرګوړي يايوطاووس رنګول اوانځورول ديوې تختې ياتصويرله رنګو لوڅخه کم دئ ؟ 

آيا موږ ويلاى سو، چي يوجوړ سوئ تصوير، جوړ وونکئ او انځورګرلري؟ خودافطري انځور ګري پخپله سوې ده ؟ 

عالم زياته کړه: آيا نه منې، چي داهګۍ او هغه چرګوړى، چي ترې پيداکېږي اودومره خصوصيات لري دايوحکيم، پوه اومدبر پالونکى اوپنځونکى لري ؟ 
 
پوښتنه کونکي لږسوچ وکړ او لکه، چي له خوبه راپورته سوئ وي سمدستي يې وويل :هو اقرار کوم، چي دا نړۍ يو پيداکوونکى او رب لري، چي هغه الله جل جلاله دئ او د کمال ټول صفتونه لري او باور لرم، چي محمد صلی الله علیه وسلم د خداى جل جلاله بنده او استازى دئ . 
 

  هو د نړۍ له موجوداتو هر ژوندى مثال، هر اتوم، هره زره او د ژونديو څار ويو هرسلول د حقيقي پالونکي او خالق پرشتون رښتيني ګواهان دي. 

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۰ګڼه

 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته