تازه سرليکونه
د (خبرتياوي) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
تعلیم الاسلام ویب پاڼه په ۵ ژبو!
  تعلیم الاسلام
  December 10, 2017
  0

 

تعلیم الاسلام ادارې خپله مشهوره اسلامي ویب پاڼه چي پر بې شمیره اسلامي، علمي او دعوتي معلوماتو مشتمله ده د پښتو ژبي څخه علاوه په دري، عربي، انګلیسي او ترکي ژبو هم پر لیکه کړل. په افغانستان کي دا لومړنۍ اسلامي ویب پاڼه ده چي په پنځو ژبو نشرات کوي. 

 

د لر او بر افغانان د نړۍ د ګوټ ګوټ څخه خپل علمي او دیني مسائل د همدې ویب پاڼي د لاري حلوي چي اوس مهال يې نشرات په ۵ ژبو خپریږي او ان شاءالله په تدریج سره به دا پاڼه په نوري ژبو هم نشرات کوي.


تعلیم الاسلام اداره چي یوه خپلواکي، شخصي، تعلیمي او اسلامي اداره ده، په ۱۳۸۷ کال کي یې په کندهار کي د جیدو علماء کرامو لخوا د ولس په مالي مرسته لومړۍ د راډیو نشرات پیل کړل، د بیلابیلو ګټورو خپرونو لکبله یې په ټولنه کي زیات مقبولیت پیدا کړی چي وروسته یې د انټرنیټ پر لیکه نشرات پیل سوه او ږغ یې د ګران هیواد افغانستان تر مختلفو ولایتونو او د نړۍ تر مختلفو هیوادونو ورسید.


 تعلیم الاسلام ادارې د وخت په تیریدو سره ډير ژر په عوامو او خواصو کي مقبولیت پیدا کړی او بیلابیلي علمي او تعلیمي څانګي یې پرانیستلې لکه: دارالافتاء، مجله، ویب پاڼه، مدرسه، تصنیف او تالیف، دوره حدیث، تخصص في الافتاء او په مختلفو ولایتونو کي د راډيو څانګي.


 د تعلیم الاسلام ادارې د ږغیزو، لیکنیزو او نورو علمي، دعوتي او تربیتي پروګرامو په وسیله په بې شمیره افرادو کي مثبت بدلون راغلی او په زیاتو کورنیو کي مشکلات حل سوي، د علم، پوهي، اصلاح او اسلامي تربیې په لور یې مخه کړې.


لله الحمد تعلیم الاسلام اداره د علم او پوهي یوه معیاري اداره بلل کیږي چي په علمي خدماتو کي د ځينو نورو اسلامي ادارو لپاره اسوة حسنه ګرځيدلې ده چي نوري ادارې يې په دعوتي چارو او وسائلو کي لاره تعقیبوي.  


په ګران هیواد افغانستان کي د دا ډول علمي ادارو شتون په اوس عصر کي لویه اړتیا ده ترڅو مسلمانان په ډيره انسانۍ سره خپلي دیني او علمي اړتیاوي د معتمدو ادارو څخه پوره کړي.


د تعلیم الاسلام ادارې په مالي او علمي برخو کي د ټولني علمي او با احساسه مسلمانان برخه اخلي، په علمي او دعوتي چارو کي يې د ټولني معتبر علماء کرام او پوهان ملتیا کوي.

 

په تعلیم الاسلام ویب پاڼه کي په زرګونو اسلامي مقالې، (۳۰۰۰) زره فتواوي، بیلابیلي ګټوري خپروني، قرائتونه، اصلاحي بیانونه، ترانې، نظمونه، کتابونه او نور علمي معلومات شتون لري. 


د تعلیم الاسلام ویب پاڼي د لاري د علم او پوهي خاوندان کولای سي په یادو پنځو ژبو خپل علمي او څیړنیز خدمات پر لیکه نړۍ ته وړاندي کړي.


په درنښت
تعلیم الاسلام اداره
ویب پاڼي څانګه


www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته