تازه سرليکونه
د (ليکنيزي پوښتني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: په کاناډا کي ښځي هم مسجد ته
 
  December 9, 2012
  0

 تعلیم الاسلام دارافتاء


مسلسله شميره : (۲۵۹)

نوم: فهیم ناصري

د اوسيدو ځای: کاناډا ټورنټو

سوال :  دلته په کاناډ کی ښځی هم مسجید ته ځی، زه کله مسجید ته ولاړم هلته د ښځی هم راغلی وی خپل لمونځ یی په جمع  و کړل ، زه ډیر ورته اریان سولم چی داسنګه حساب دی؟

جواب :

بسم الله الرحمن الرحیم

 په اوس وخت کي د ښځو تلل و مساجدو ته مکروه دي ځکه نن سبا د فتنې او فساد وخت دی نو د ښځو تګ و مسجد ته که د هر لمانځه د پاره هم وي، هغه که جمعه وي او که د اختر یا د وعظ د پاره وي مکروه دی، بذل المجهول في حل ابي داؤدکي لیکي: فتوی نن ورځ پر دغه ده چي د ښځو تګ و مسجد ته و هر لمانځه ته مکروه دی.(۱)

جواب: مولوی عبدالحکیم 
کتنه: مولوی عبدالهادي اغا او مولوی سید عبدالباري
تعلیم الاسلام دارافتاء
کندهار افغانستان
ـــــــــــــــــــــ 
(۱):بذل المجهود،کتاب الصلاة،باب ماجاء فی خروج النساء الی المسجد، ۳۱۸/۱، محمودیة، ج۶، ص۴۷۸
 
(۲):ويكره حضورهن الجماعة ولو لجمعة وعيد ووعظ مطلقا ولو عجوزا ليلا على المذهب المفتى به لفساد الزمان . الدر المختار ، کتاب الصلاة ، باب الامامة ، ج۱، ص۵۶۶ طبع:سعید
 
یادونه: په دې اړه بله فتوا هم کتلای سی: فتوا: ایا مسجد ته د ښځو تلل حرام دي؟
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته